ایرانۍ رسنۍ: امریکايي جېټ الوتکې په خطرناک ډول ماهان الوتکې ته نږدې شوې

د عکس سرچینه، AFP
د ایران رسنۍ وایي، دوه امریکایي جېټ الوتکې د سوریې اسمان کې د ایران د سپرلۍ الوتکې ته په خطرناک ډول نږدې شوې دي، خو امریکايي چارواکي دا ادعا ردوي.
امریکایي چارواکي وایي، الوتکه یې د دې لپاره ارزوله چې وویني خپل ځواکونه یې امنیت کې دي.
خو د ایران دولتي رسنۍ وایي، خطرناک مانور سره د امریکا دوه جنګي الوتکې د ماهان هوايي شرکتې یوې الوتکې ته نږدې شوې او پیلوټ د ټکر د مخنیوي لپاره سملاسي لوړوالی کم کړ، چې له امله یې څو مساپر ټپي شوي هم دي.
دا الوتکه له تهران د لبنان بیروت ته روانه وه.
د ایران ایرب له خوا خپره ویډيو کې د ماهان الوتکې له کړکۍ یوه جېټ الوتکه ښکاري او هم د یوه مساپر مخ په وینو سور دی.
خو د امریکا پوځ لږ وروسته وویل، چې د اېف ۱۵ جېټ الوتکه په خوندي واټن وه.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ یو ویاند بېل اربن په یوه بیان کې زیاتوي:
"نن مازیګر اېف ۱۵ جنګي الوتکې د سوریې تنف کې د کلک هوډ عملیاتو ځواکونو د کنډک ګاونډ کې خپل عادي ماموریت کې په خوندي واټن یانې زر مترۍ کې د ماهان سپرلۍ الوتکې معیاري او لیدنۍ ارزونې ګام پورته کړ".
هغه دا هم وايي، چې الوتکې تنف کې د خپل کنډک د ایتلافي کسانو د خوندیتوب باوري کولو لپاره دا کار وکړ او چې باوري شوه د سپرلۍ الوتکه ده، نو ترې لرې شوه.
د نوموړي په خبره، دا هرڅه د نړیوالو معیارونو له مخې شوي دي.
د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ایتلاف د عراق او اردون پولې ته نږدې د سوریې تنف کې مېشت دی.
پر ماهان هوايي شرکت تورونه

د عکس سرچینه، AFP
امریکا او اسراییل له ډېر وخت راهیسې ماهان خصوصي هوايي کرښه سوریه او نورو هېوادونو کې د ایران ملاتړو وسلوالو ته د وسلې په رسولو تورنوي.
امریکا پر ۲۰۱۱ کال د سوریې کورنۍ جګړې پیلېدو سره پر ماهان ایر د ایران قدس ځواکونو سره د مرستې او بیا پر ۲۰۱۹ کال "د توغندي او اتومي توکو" د لېږد په دلیل بندیز ولګاوه.
امریکا له نورو هېوادونو هم غوښتي چې د ماهان پر الوتنو بندیزونه ولګوي.
د جرمني، فرانسې او ایټالیا په ګډون څو هېوادونو د ماهان پر الوتنو بندیزونه لګولي دي.










