ایرانی هوایي شرکت منځني ختیځ کې د کورونا وېروس خورولو کې ښکېل و

Mahan Ari plane
د عکس تشریح، حللت بي بي سي عربي بيانات تعقب الرحلات وتحدثت إلى مصادر داخل طيران ماهان لإيضاح كيفية تحدي هذه الشركة ، لمئات المرات، قرارات حظر حكومية

بي بي سي د یوې څېړنې په پایله کې موندلې چې د ایران ماهان هوايي شرکت د منځني ختیځ په لر او بر کې کوویډ-۱۹ ناروغۍ په خپرولو کې ونډله لرلې او په دې سره یې له ټولو هغو بندیزونو سرغړونه کړې ده چې د سیمې د حکومتونو له خوا لګول شوي وو.

ماهان شرکت له بندیزونو سره سره له ایرانه ، عراق ، سوریې ، لبنان او متحده عربي اماراتو ته الوتنې کړې دي. کوربه هېوادونو هم د لګول شوي بندیز خلاف باید د دې شرکت الوتکو ته د کوزېدو اجازه ورکړې وي.

ماهان شرکت په ایران کې تر ټولو لوی او خصوصي هوايي شرکت دی او ویل کیږي چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک سره اړیکي لري.

له همدې امله امریکا پر دې شرکت بندیزونه لګولي دي. دا شرکت په سوریه، عراق او لبنان کې د ایران د عملیاتو ملاتړ کوي.

ایران له چین سره د جنورۍ پر ۳۱ مه الوتنې بندې کړې، دغه راز په فبرورۍ او مارچ کې او وروسته له هغه چې ایران په سیمه کې د کورونا وېروس په مرکز بدل شو د سیمو یو شمېر هېوادونو له ایران سره الوتنې وځنډولې.

خو ماهان خپلو الوتنو ته دوام ورکړ. د شرکت د کارکوونکو او مساپرو د روغتیا په اړه اندېښنې او نیوکې زیاتې شوې، خو ماهان خپل کارکوونکي قضا ته په ورپېژندلو وګواښل.

خو دې شرکت په دې اړه د بي بي سي پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

بي بي سي په لبنان او عراق کې د الوتنو د مالوماتو د تحلیل او سرچینو سره د خبرو په پایله کې وموندله چې په دې دواړو هېوادونو کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ لومړۍ پېښې د همدې شرکت مسافرینو سره تړاو لريت.

Ayatollah khameini

د عکس سرچینه، BBC Arabic

د عکس تشریح، ماهان هوایي شرکت د ایران له انقلابي ګارډ سره اړیکې لري

د فبروزۍ پر ۱۹ مه یو ایران محصل په ماهان الوتنه کې له تهران د عراق نجف ښار ته سفر وکړ. پنځه ورځې وروسته دا محصل پر کورونا وېروس اخته وپېژندل شو او دا په عراق کې د دې ناروغۍ لومړنۍ پېښه وه.

دغه راز یوې لبنانۍ مېرمن په ماهان الوتنه کې له قم ښاره د لبنان پلازمېنې بیروت ته سفر وکړ. یوه ورځ دا مېرمن په کوویډ-۱۹ اخته وپېژندل شوه او دا په لبنان کې لومړنۍ مثبته پېښه وه.

په عراق او لبنان کې د دې پېښو د ثبت له امله له غوسې سره ، سره ماهان خپلو الوتنو ته دوام ورکړ.

د فبرورۍ په شلمه د عراق حکومت له ایران سره الوتنې وځنډولې. خو بي بي سي وموندله چې له دې بندیز وروسته له ایرانه د شیعه ګانو لپاره د عراق څو سپېڅلو ښارونو ته لږ تر لږه پنځلس الوتنې د عراق حکومت په موافقه شوي دي.

د عراق حکومت چارواکو بي بي سي ته وویل چې دا الوتنې د بېرته راګرځېدلو وې چې د عراق د ملکي هوايي چلند اجازه یې تر لاسه کړې وه. او دا چې له عراقه به ایران الوتنې دوام ولري خو له ایرانه مسافر نه شي کولی عراق ته راشي.

د وبا په پراختیا سره د ماهان د الوتنو دوام:

بي بي سي مالومات تر لاسه کړي چې په چین کې کوویډ-۱۹ ناروغۍ په اوج کې ماهان شرکت خپلو الوتنو ته دوام ورکړ. دا الوتنې له ایرانه د چین څلورو لویو ښارونو بیجېنګ، شانګهار، ګوانزو او شېنزین ته کېدلې.

حتمي ده چې ایران باید ماهان شرکت ته له چین سره پر الوتنو د بندیز ماتولو ته اجازه ورکړې وي.

پر خواله رسنیو د ماهان شرکت له خوا خپاره شوې مالومات ښيي چې دې شرکت د جنورۍ له وروستیو د اپریل تر شلمې شپږ الوتنې د مرستې لپاره شوې چې څلور یې د هغو ایرانیان وطن ته د را لیږدولو لپاره وي چې په چین کې کې وې.

ماهان
د عکس تشریح، ماهان شرکت د بندیزونو سره سره د منځني ختیځ ګڼو هېوادونو ته الوتنې کولې

د الوتنو د مالوماتو د ارزونې او د ماهان شرکت له چارواکو سره د دې مالوماتو له کتنې وروسته جوته شوه چې د دې شرکت ۱۵۷ الوتنې د ایران او چین ترمنځ داسې مهال شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ الوتنې ځنډول شوې وې.

دغه راز د کورونا وېروس په اوج کې ماهان د ایران او نورو هېوادونو ترمنځ د مسافرو لېږد ته دوام ورکړ او په دې برخه کې یې مخکښ رول درلود.

دې شرکت د ایران او متحده عربي اماراتو ترمنځ د بندیز پرمهال ۳۷ الوتنې کړي دي.

د مارچ پر اتمه سوریې الوتنې وځنډولې خو له دې پرېکړې وروسته ماهان دغه هېواد ته اته الوتنې کړي دي.

دغه راز ماهان ترکیې ته ۱۹ او اسپانیا، مالیزیا او تایلنډ په ګډون نورو ۲۰ هېوادونو او ښارونو ته الوتنې کړي دي.

د فبرورۍ په وروستیو کې د ماهان شرکت باوري سرچینو بي بي سي ته وویل چې د دې شرکت له ۵۰ کارکوونکو کې د کورونا وېروس نښې لېدل شوي دي.

کارکوونکو خپل شکایت پر خواله رسنیو وکړ او د فبرورۍ پر ۲۷ په لومړي د دې شرکت کارکوونکو خپلې اندېښنې په ډاګه کړې.

شرق ورځپاڼې یوه مطلب کې د ماهان کارکووکو شکایت راغلی و چې ویل یې له چینه له راګرځېدو وروسته دوی ته اجازه نه ورکول کیږي چې ځانونه قرنطین کړي او دوی اړوېستل کیږي چې کار ته دوام ورکړي.

Mahan air NDA document

د عکس سرچینه، BBC Arabic

د عکس تشریح، ماهان شرکت خپلو کارکوونکو ته ګواښ کړی و چې که شکایت وکړي نو قضایي چلن به ورسره کېږي

د اپریل پر ۱۸ د ماهان ۱۳۰۰ کارکووکو یوه پرانستي لیک کې پر شرکت تور ولګاوه چې د کړکیچ په وړاندې یې ناسم چلن کړی.

په افیا نیوز کې د ماهان کارکوونکو شکایت خپور شو چې ویل یې شرکت هغه د ځان ساتلو وسایل نه ورکوي چې د الوتنې نړیوالې ادارې یې سپارښتنه کړې ده او دوی پر دې ملامت بلل کیږي چې وېروس هېواد او خپلوانو ته لیږدوي.

بي بي سي هغه محرم لیک یوه کاپي هم تر لاسه کړه چې د ماهان کارکوونکو ته په کې ګواښ شوی و چې که خپلې اندېښنې عامه خلکو ته په ډاګه کړي نو تر عدلي تعقیب لاندې به ونیول شي.

ماهان شرکت او هغو هېوادونو چې د دې شرکت الوتنو ته یې له بندیز سره سره اجازه ورکړې وه په دې اړه له بي بي سی سره له خبرو ډډه وکړه.