د ایران چابهار کې پر یوې نجلۍ د تېري ادعا؛ قهرېدلو لاریونوالو "دولتي ودانۍ" ته اور اچولی

د عکس سرچینه، Social Media
د ایران د سویل ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت په چابهار ښار کې قهرېدلو احتجاج کوونکو سې شنبه ناوخته یوې دولتي ودانۍ ته اور اچولی دی.
دوی ویلي چې د دغه ښار راسک ولسوالۍ کې یې پر "یوې نجلۍ د پولیسو قوماندان لخوا د تېري" غبرګون کې پر احتجاج لاس پورې کړی خو دغه لاریون یې د مهسا امیني وژل کېدو سره هم تړاو لري.
پر خواله رسنیو د دغه لاریون یوې خپرې شوې ویډیو کې لیدل کېږي اعتراض کوونکي د یوې ودانۍ مخې ته چې اور وراچول شوی، راټول شوي دي.
په ویډیو کې له لېرې د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي او یو کس پکې وايي چې د عامه نظم پولیسو د ځايي قوماندان لخوا پر یوې پېغلې نجلۍ تېري او همدا راز د "مهسا امیني" وژنې قهرولي دي.
د یادونې ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې د چابهار د راسک لنډمهالي د جمعې امام مولانا عبدالغفار نقشبندي له قضايي قویې غوښتي وو چې د تېري دا پېښه ژر وڅېړي.
هغه دا خبرداری هم ورکړی و چې که پر دې پېښې سترګې پټېږي، نو د سیمې خلک به غبرګون وښيي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
مولانا عبدالغفار نقشبندي دوشنبه په خپل بیان کې لیکلي وو "خطر سره د خلکو امنیت مخامخول او هغه هم د امنیت جامو کې وېرونکی او نه بښل کېدونکی جنایت دی."
نوموړي زیاته کړې وه "د هېواد له قضايي دستګاه غواړم چې د دې پېغلوټې او د هغې د کورنۍ غږ واوري - هر څومره ژر چې کېږي دا ناورین باید وڅېړل شي او دغه مفسد مجرم باید د خلکو پر وړاندې محاکمه او مجازارت شي."
ښاغلي نقشبندې خپل بیان کې ویلي چې پر دې موضوع له خبرېدو وروسته یې شخصا د دغه تېرې له قربانۍ ۱۵ کلنې نجلۍ او د هغې له کورنۍ سره لیدلي دي.
ایراني چارواکو او رسمي خبري اژانسونو تېرې دوه ورځې چابهار کې د پولیسو پر دغه ځايي قوماندان د تېري تور او همدا راز د مولانا عبدالغفار نقشبندي څرګندونو ته هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.
خو ځايي رسنیو بیا دا موضوع راپورته کړې او ګڼو بلوڅ او نورو فعالانو د مهسا امیني د وژنې خلاف د اعتراض ترڅنګ د "چابهاري ــــ نجلۍ" په نوم نوی هشټک هم را ایستلی.
دوی په سیستان او بلوچستان ولایت کې د سراسري احتجاج او کاربندرۍ غوښتنه کوي.










