د ایران چابهار کې پر یوې نجلۍ د تېري ادعا؛ قهرېدلو لاریونوالو "دولتي ودانۍ" ته اور اچولی

د ایران د سویل ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت په چابهار ښار کې قهرېدلو احتجاج کوونکو سې شنبه ناوخته یوې دولتي ودانۍ ته اور اچولی دی.

دوی ویلي چې د دغه ښار راسک ولسوالۍ کې یې پر "یوې نجلۍ د پولیسو قوماندان لخوا د تېري" غبرګون کې پر احتجاج لاس پورې کړی خو دغه لاریون یې د مهسا امیني وژل کېدو سره هم تړاو لري.

پر خواله رسنیو د دغه لاریون یوې خپرې شوې ویډیو کې لیدل کېږي اعتراض کوونکي د یوې ودانۍ مخې ته چې اور وراچول شوی، راټول شوي دي.‌

په ویډیو کې له لېرې د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي او یو کس پکې وايي چې د عامه نظم پولیسو د ځايي قوماندان لخوا پر یوې پېغلې نجلۍ تېري او همدا راز د "مهسا امیني" وژنې قهرولي دي.‌

د یادونې ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې د چابهار د راسک لنډمهالي د جمعې امام مولانا عبدالغفار نقشبندي له قضايي قویې غوښتي وو چې د تېري دا پېښه ژر وڅېړي.

هغه دا خبرداری هم ورکړی و چې که پر دې پېښې سترګې پټېږي، نو د سیمې خلک به غبرګون وښيي.

مولانا عبدالغفار نقشبندي دوشنبه په خپل بیان کې لیکلي وو "خطر سره د خلکو امنیت مخامخول او هغه هم د امنیت جامو کې وېرونکی او نه بښل کېدونکی جنایت دی."

نوموړي زیاته کړې وه "د هېواد له قضايي دستګاه غواړم چې د دې پېغلوټې او د هغې د کورنۍ غږ واوري - هر څومره ژر چې کېږي دا ناورین باید وڅېړل شي او دغه مفسد مجرم باید د خلکو پر وړاندې محاکمه او مجازارت شي."

ښاغلي نقشبندې خپل بیان کې ویلي چې پر دې موضوع له خبرېدو وروسته یې شخصا د دغه تېرې له قربانۍ ۱۵ کلنې نجلۍ او د هغې له کورنۍ سره لیدلي دي.

ایراني چارواکو او رسمي خبري اژانسونو تېرې دوه ورځې چابهار کې د پولیسو پر دغه ځايي قوماندان د تېري تور او همدا راز د مولانا عبدالغفار نقشبندي څرګندونو ته هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

خو ځايي رسنیو بیا دا موضوع راپورته کړې او ګڼو بلوڅ او نورو فعالانو د مهسا امیني د وژنې خلاف د اعتراض ترڅنګ د "چابهاري ــــ نجلۍ" په نوم نوی هشټک هم را ایستلی.

دوی په سیستان او بلوچستان ولایت کې د سراسري احتجاج او کاربندرۍ غوښتنه کوي.