د ایران د بشر حقونو ډله؛ لاریونونو کې لږ تر لږه ۷۶ تنه وژل شوي

په ایران کې لس ورځې مخکې د پړوني ناسم ‌پرسرولو د سرغړونې په تور د ۲۲ کلنې مهسا امیني له نیول کېدا او مړینې وروسته پیل شویو لاریونونو په درشل کې انټرنېټ ته لاسرسی محدود شوی، خو تېره ورځ په ځینو ښارونو کې لاریونیانو د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای او حکومت پرضد شعارونه ورکول.‌

په ورته وخت کې نړیوالو مطرح څېرو او بنسټونو د ایران له معترضانو سره همغږي ښودلې ده.

اوسلو مېشتې د ایران د بشر حقونو ډلې ویلي، د لاریونونو له پیل راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۷۶ کسان وژل شوي دي.

دا ډله وايي، په وژل شویو کې شپږ ښځې او څلور ماشومان هم دي.

د نارسمي شمېرو له مخې- چې دولتي رسنیو خپرې کړې دي، د وژل شویو شمېر ۴۱ تنه ښودل شوی او ویل شوي چې د وژل شویو کورنۍ اړې شوې دي چې د خپلوانو د جنازې او خښولو مراسم ترسره نه کړي.

دغه ډله وايي، د قربانیانو ځینې کورنۍ ګواښل شوې که د کورنۍ د غړي وژل کېدل یې اعلان کړي، نو قضايي څار به یې پرېنږدي.

د بشر حقونو د دغې ډلې په وینا، د وژل شویو شمېر د سیمو پربنسټ په لاندې ډول دی:

  • مازندران کې ۲۵ تنه وژل شوي
  • لوېدیځ اذربایجان کې ۱۱ تنه وژل شوي
  • ګیلان کې ۱۰ تنه وژل شوي
  • کردستان کې ۶ تنه وژل شوي
  • کرامنشان کې ۶ تنه وژل شوي
  • البرز کې ۴ تنه وژل شوي
  • تهران کې ۳ تنه وژل شوي
  • کهکیلویه او بیوراحمد کې ۲ تنه وژل شوي
  • اصفهان کې ۲ تنه وژل شوي
  • خراسان رضوي کې ۲ تنه وژل شوي
  • زنجان کې ۲ تنه وژل شوي
  • سمنان کې یو تن وژل شوی
  • قزوین کې یو تن وژل شوی
  • ایلام کې یو تن وژل شوی
  • ختیځ اذربایجان کې یو تن وژل شوی

د اعراضونو لسمه ورځ، پلازمېنه او ځینو لویو ښارونو کې لاریونونه

د لاریونونو په دوام، د دوشنبې په شپه د ایران د لویو ښارونو اوسېدونکي واټونو ته راوتلي او د حکومت ضد شعارونه ورکوي.

په کرج، اهواز، تبریز، اصفهان او سنندج ښارونو کې هم محصلین له لاریونیانو سره یوځای شوي دي.

په ورته وخت کې د ایران د پوهنتونونو استادان او محصلین ټولګیو ته نه ځي او له لاریونونو سره یې خپله همغږي ښودلې ده.

همداشان، د ایران ګڼ هنرمنان، د سینما ستوري او ورزشکاران هم له لاریونیانو سره یوځای شوي دي.