د ایران د بشر حقونو ډله؛ لاریونونو کې لږ تر لږه ۷۶ تنه وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په ایران کې لس ورځې مخکې د پړوني ناسم پرسرولو د سرغړونې په تور د ۲۲ کلنې مهسا امیني له نیول کېدا او مړینې وروسته پیل شویو لاریونونو په درشل کې انټرنېټ ته لاسرسی محدود شوی، خو تېره ورځ په ځینو ښارونو کې لاریونیانو د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای او حکومت پرضد شعارونه ورکول.
په ورته وخت کې نړیوالو مطرح څېرو او بنسټونو د ایران له معترضانو سره همغږي ښودلې ده.
اوسلو مېشتې د ایران د بشر حقونو ډلې ویلي، د لاریونونو له پیل راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۷۶ کسان وژل شوي دي.
دا ډله وايي، په وژل شویو کې شپږ ښځې او څلور ماشومان هم دي.
د نارسمي شمېرو له مخې- چې دولتي رسنیو خپرې کړې دي، د وژل شویو شمېر ۴۱ تنه ښودل شوی او ویل شوي چې د وژل شویو کورنۍ اړې شوې دي چې د خپلوانو د جنازې او خښولو مراسم ترسره نه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه ډله وايي، د قربانیانو ځینې کورنۍ ګواښل شوې که د کورنۍ د غړي وژل کېدل یې اعلان کړي، نو قضايي څار به یې پرېنږدي.
د بشر حقونو د دغې ډلې په وینا، د وژل شویو شمېر د سیمو پربنسټ په لاندې ډول دی:
- مازندران کې ۲۵ تنه وژل شوي
- لوېدیځ اذربایجان کې ۱۱ تنه وژل شوي
- ګیلان کې ۱۰ تنه وژل شوي
- کردستان کې ۶ تنه وژل شوي
- کرامنشان کې ۶ تنه وژل شوي
- البرز کې ۴ تنه وژل شوي
- تهران کې ۳ تنه وژل شوي
- کهکیلویه او بیوراحمد کې ۲ تنه وژل شوي
- اصفهان کې ۲ تنه وژل شوي
- خراسان رضوي کې ۲ تنه وژل شوي
- زنجان کې ۲ تنه وژل شوي
- سمنان کې یو تن وژل شوی
- قزوین کې یو تن وژل شوی
- ایلام کې یو تن وژل شوی
- ختیځ اذربایجان کې یو تن وژل شوی
د اعراضونو لسمه ورځ، پلازمېنه او ځینو لویو ښارونو کې لاریونونه
د لاریونونو په دوام، د دوشنبې په شپه د ایران د لویو ښارونو اوسېدونکي واټونو ته راوتلي او د حکومت ضد شعارونه ورکوي.
په کرج، اهواز، تبریز، اصفهان او سنندج ښارونو کې هم محصلین له لاریونیانو سره یوځای شوي دي.
په ورته وخت کې د ایران د پوهنتونونو استادان او محصلین ټولګیو ته نه ځي او له لاریونونو سره یې خپله همغږي ښودلې ده.
همداشان، د ایران ګڼ هنرمنان، د سینما ستوري او ورزشکاران هم له لاریونیانو سره یوځای شوي دي.











