د ایران احتجاجونو کې ۳۶ کسان وژل شوي؛ رییسي د 'پرېکنده ګامونو' ګواښ کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي دغه هېواد کې دویمې اوونۍ ته د حکومت ضد احتجاجونو له غځېدو سره د لاریونوالو خلاف د پرېکنده ګامونو ګواښ کړی دی.
هغه دغه اعتراضات اړو دوړ بللی او ټینګار یې کړی چې ایران باید له هغو کسانو سره چې د ده په ونیا "د دغه هېواد د امنیت او ارامتیا مخالف دي، پرېکنده چلن وکړي."
دا په داسې حال کې ده چې د ایراني ځواکونو لخوا د نیول کېدو پر مهال د مهسا امیني په نوم د یوې ۲۲ کلنې پېغلې تر وژل کېدو وروسته دا پیل شوي اعتراضونه اوس د ایران له ۳۱ ډېرو ولایتونو ته پراخ شوي دي.
رپوټونه وايي بېلابېلو ښارونو کې د احتجاج کوونکو او امنیتي کسانو ترمنځ اخ و ډب او نښتې دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې په دغو احتجاجونو کې تر دې دمه د ۳۶ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی.
شدید سانسور

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران لروبر سخت سانسور حاکم دی، انټرنېټ ته تر ډېره لاسرسی محدود شوی، ګڼ شمېر ژورنالیستان نیول شوي او د وژل شویو کسانو په تړاو د مالوماتو راټولو چاره له جدي ستونزو سره مخ ده.
خو له دې سره سره پر ټولنیزو شبکو خپرېدونکو تصویرونو کې ښکاري چې لا هم اعتراض کوونکو سره له زور زیاتي ډک چلن او نیغ په نیغه پر هغوی ډزې دوام لري.
د شنبې پر ورځ خبر شبکې اعلان وکړ چې د "غیر رسمي شمېرو" له مخې ټولټال ۴۱ کسان وژل شوي چې په دوی کې احتجاج کوونکي او د ایران حکومت اړوند کسان دواړه شامل دي.
خو تر اوسه دغه اړو دوړ کې د ایران حکومت اړوندو وژل شویو کسانو یا بسیجیانو کره شمېر مالوم نه دی.

د عکس سرچینه، Screenshot
دغه ۳۶ کسان چې د بي بي سي لخوا یې شمېر اعلان شوی، یوازې احتجاج کوونکي دي او د حکومت اړوند کسان پکې نشته.
په دوی کې هغه احتمالي وژل شوي اعتراض کوونکي هم نشته، چې تر اوسه یې د وژل کېدو راپور یې نه دی ورکړ شوی.
د یادونې ده چې ایران کې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم میاشتې ورته اعتراضونه هم درې ورځې سخت وځپل شول او د هغو لاریونو پر مهال هم همدا ډول د وژل شویو د کره شمېر مالومول خورا ستونزمن وو.
د هغو اعتراضونو پر مهال د سلګونو وژل شویو کسانو ارقام او مالومات د اعتراضونو تر ځپل کېدو وروسته خپاره شول.
رویټرز خبري اژانس د ۱۳۹۸ کال تر اعتراضونو لنډه موده وروسته په هغو کې د ۱۵۰۰ کسانو د وژل کېدو خبر خپور کړ.
ایران کې د دغو نویو احتجاجونو له پیل راوروسته تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه درې ځله د موبایلونو انټرنېټ چورلټ بند شوی دی.
نېټ بلاکس د شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د ایران حکومت سکایپ ته هم د خپلو وګړو لاسرسی بند کړی.
تر دې وړاندې واټس اپ او انسټګرام ته هم لارسرسۍ له جدي خنډونو سره مخ شوی و.

د عکس سرچینه، Screenshot
د بښنې نړیوال سازمان وایي یوازې د تېرې چارشنبې پر شپه (د سپتمبر ۲۱مه) ۱۹ کسان چې درې ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي.
د بشري حقونو دغه مدافع بنسټ پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې ایران کې د اعتراض کوونکو د وژنو په اړه خپلواکې څېړنې وکړي.
د بښنې نړیوال سازمان اعلامیه کې راغلي "د وژل شویو ډېرېدونکی شمېر د دې موضوع هېښوونکې نښه ده چې د انټرنېټ پرې کېدو سیوري کې د انسانانو پر ژوند د حکومت برید څومره بې رحمانه دی."









