ایران کې احتجاجونه؛ امریکا د ایرانیانو لپاره انټرنېټي بندیزونه نرموي

امریکا متحده ایالتونه وايي، پر ایران انټرنېټي بندیزونه د دې لپاره نرموي چې د ایراني چارواکو له لوري د احتجاجیانو ځپلو مخنیوی وشي.

په ایران کې د یوې ۲۲ کلنې ښځې له مړینې وروسته پراخې مظاهرې پیل شوې.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په دې هکله وویل: ''موږ غواړي یقیني شي، چې ایرانیان ګوښه او په تیاره کې نه ساتل کېږي. ''

د سوفټویرونو کنټرول نرمښت سره به د تکنالوژۍ امریکايي شرکتونه وکولای شي، په ایران کې خپل سوداګریز فعالیتونه پراخ کړي.

په ایران کې تر اوسه د دې احتجاجونو لړ کې ۳۵ کسان وژل شوي دي. ۲۲ کلنه مهسا امني د ایران اخلاقي امنیت پولیسو په توقیف کې مړه شوه او له هغه وروسته پراخ احتجاجونه پیل شول.

عیني شاهدان وايي، پولیسو مهسا امیني د ټیکري سم نه پر سرولو په تور نیولې وه او تشدد یې پرې کړی، خو پولیس د تاوتریخوالي رپوټونه ردوي او په خبره یې پر نوموړې ''ناڅاپه د زړه حمله راغله '' او په روغتون کې یې ساه ورکړه.

د مهسا امیني له مړینې اته ورځې تېرې دي، خو لا هم د دې پېښې پر ضد احتجاجونه کېږي، بل لور په تهران او ځینې نورو ښارونو کې د حکومت په پلوۍ هم مظاهرې شوې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په جزوي توګه پر ایران د انټرنېټي بندیزونو نرمولو لړ کې وویل دا اقدام د هغو ایرانیانو ملاتړ په مانا دی، چې د خپلو بنسټیزو حقونو غوښتنه کوي. نوموړي زیاته کړه، دا څرګنده ده، چې ایران حکومت ''له خپلو خلکو وېره لري. ''

که څه هم نژدې په ټول ایران کې د مظاهرو لړۍ روانه ده، خو د دې هېواد په کرد توکمه اکثریت لویدیځو سیمو کې لومړني زیات احتجاجونه شوي.

د یادونې ده، چې د پلازمېنې تهران د پولیسو په توقیف کې مړه شوې مهسا امیني کرد توکمه وه.

د جمعې پر ورځ له کردستان سره پر پوله د لوېدیځ اذربایجان ولایت له اوشناویحه ښاره رسېدلیو رپوټونو کې ویل شوي چې پراخې مظاهرې پکې شوې دي او احتجاجیانو د ښار لویه برخه ولکه کړې.

بي بي سي نه ده توانېدلې دا رپوټونه تایید کړي. پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې ګڼ شمېر مظاهره کوونکي د ښار پر سړکونو داسې حال کې ګرځي چې پولیس هلته نه لیدل کېږي. .

بل لور د امریکا خزانې وزارت مسوولین وايي، له دې اقدام سره به د ایران حکومت هغو هڅو مخنیوي کې مرسته وشي، چې غواړي خپل خلک ''سانسور او وڅاري. ''

بل لور میلیاردر اېلن موسک وايي، خپل سټیلایټ انټرنېټ شرکت سټارلینک به فعال کړي چې د انتوني بلېنکن غوښتنې ته د غبرګون لپاره ایرانیانو ته انټرنېټي خدمتونه ورکړي.

سټارلینک د سټیلایټونو یوې پراخې شبکې له لارې په لېرې پرتو سیمو کې هغو خلکو ته د انټرنېټي خدمتونو ورکولو لپاره کار کوي، چې چټک انټرنېټ ته لاسرسی نه لري.