ایرانۍ ښځو د مهسا امیني له مړینې وروسته د حجاب ضد احتجاجونو کې ټیکري سوځولي

ایران کې د حجاب له قوانینو د سرغړونې په تور د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته دغه هېواد کې ښځو پراخ احتجاجونه پیل کړي دي.

په دغو احتجاجونو کې ښځو خپلو ټیکریو ته اور ورته کړی او ځینو یې بیا د اعتراض په ډول خپل سرونه لوڅ کړي دي.

ایران کې پر خواله رسنیو د ښځو د دغې کړنې هرکلې شوی دی.

دغه احتجاجونه نن په پنځمه ورځ هم روان دي او د ایران نورو ښارونو ته هم غځېدلي دي.

په احتجاجونو کې د ښځو تر څنګ یو شمېر نارینه ملاتړو هم برخه اخیستې ده.

ځينو فعالانو ویلي چې دوه نارینه احتجاج کوونکي د شمال لویدیځ په ارمیا او پیرانشاه کې د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې د ایران سویل شیراز کې د پولیسو یو مرستیال هم په ډزو کې لګېدلی او وژل شوی دی.

د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته د حجاب پر سر د احتجاجونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي دي.

د ایران شمال لویدیځ سقز ښار کې یوه ۲۲ کلنه کردۍ ښځه د جمعې پر ورځ کوما کې له درې ورځو تېرولو وروسته مړه شوه.

نوموړې خپل ورور سره تهران کې وه چې د اخلاقي امنیت پولیسو له خوا ځکه ونیول شوه چې د حجاب له قوانینو یې سرغړونه کړې وه، ویښتان یې نه وو پټ کړي او ازادې جامې یې نه وې واغوستې.

هغه په توقیف خونه کې له ضعف کېدو وروسته کوما ته لاړه او بیا مړه شوه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ سرپرستې ندا النشیف وویل: رپوټونه شته چې پولیسو مهسا لومړی په کوتکونو پر سر وهلې او بیا پرې د پولیسو په ګاډي کې هم ګوزارونه شوي.

پولیسو مهسا سره ناوړه چلند رد کړی او ویلي یې دي چې ناڅاپه پرې د زړه حمله راغلې ده. خو کورنۍ ردوي او وايي هغه روغه رمټه وه او هیڅ ډول ناروغي یې نه درلوده.

آغلې نشیف ویلي: "د مهسا امیني غمجن مرګ او د شکنجې تورونه باید ژر، بې پرې او په اغېزناک ډول د خپلواکه با صلاحیته چاواکو له لوري وڅېړل شي او دا هر څه یقیني کړي، کورنۍ یې باید په حقیقت پوه شي او عدالت ورسره وشي."

نوموړې یادونه وکړه چې ملګرو ملتونو "ښځو سره د تاوتریخوالي دېرې ویډیو ګانې ترلاسه کړي" ځکه چې اخلاقي پولیسو وروستیو میاشتو کې پر سړکونو پراخې ګزمې پیل کړي او هغه کسان شکنجه کوي چې د دوی له قوانینو سره سم حجاب یې نه وي کړی.

مېرمن نشیف د دغو قوانینو د لغوه کولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې:" چاوراکي باید د هغو ښځو په نښه کول، ځورول او نیول بند کړي چې د حجاب قوانین یې په پام کې نه وي نیولي.

دولتي رسنیو رپوټ ورکړی چې د ایرن مذهبي مشر ایت الله خامنه یي یوه مرستیال د دوشنبې پر ورځ د مهسا امیني کورنۍ سره لیدلي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې اړوند بنسټونه به پېښه وڅېړي او د حقونو د دفاع لپاره به یې اقدام وکړي چې تر پښو لاندې شوي.

۲۲ مهسا له هغه وروسته مړه شوې، چې ویل کېږي، د اخلاقي امنیت پولیسو له سختو اصولو سره سم د ټیکري نه پر سرولو په تور نیولې وه.

عیني شاهدان وايي، مهسا امیني د سې شنبې پر ورځ له نیول کېدو وروسته د پولیسو په ګاډي کې وهل، ټکول شوې وه

دا په وروستیو څو اونیو کې له ښځو سره د ایراني چارواکو د زور زیاتي پېښو وروستۍ هغه ده.