تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د 'اخلاقي امنیت' پولیسو لخوا نیول شوې ځوانې ښځې مړینې په ایران کې غوسه پارولې
یوه ۲۲ کلنه ایرانۍ ښځه له هغه وروسته مړه شوې، چې ویل کېږي، د اخلاقي امنیت پولیسو له سختو اصولو سره سم د ټیکري نه پر سرولو په تور نیولې وه.
عیني شاهدان وايي، مهسا امیني د سې شنبې پر ورځ له نیول کېدو وروسته د پولیسو په ګاډي کې وهل، ټکول شوې وه. خو ایراني پولیس دا ادعا ردوي او په وینا یې اغلې مهسا ناڅاپه د زړه رنځ له ستونزو سره مخامخ شوه.
دا په وروستیو څو اونیو کې له ښځو سره د ایراني چارواکو د زور زیاتي پېښو وروستۍ هغه ده.
د اغلې امیني کورنۍ بیا وايي، هغه یوه روغه، رمټه ځوانه ښځه وه او داسې هېڅ روغتیايي ستونزه یې نه درلوده، چې له کبله یې ناڅاپه د زړه له ناروغیو سره مخامخ شي.
د نوموړې کورنۍ ته ویل شوي و، چې اغلې مهسا له نیول کېدو څو ساعته وروسته روغتون ته لېږدول شوې وه، او د کورني غړي یې وايي، د جمعې پر ورځ نوموړې له مړینې مخکې د کوما یا بې هوښۍ په حالت کې وه.
تهران پولیس وايي، مهسا امیني په نامناسب انداز د ټیکري پر سرولو له کبله ''د ژمنې اخیستو او توجیه '' په پار نیول شوې وه.
د نوموړې مړینې خبر داسې حال کې خپرېږي چې له ایرانیو ښځو سره د اسلامي جامو نه اغوستلو موضوع پر سر د چارواکو سخت چلن پرلپسې رپوټونه ورکول کېږي. په دې لړ کې ویل کېږي، چې هغو ښځو ته حکومتي ادارو او بانکونو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي، چې د چارواکو له نظره یې له ټاکل شویو اصولو سره سم کالي پر تن نه وي.
په ایران کې د حکومت پلوي شخصیتونو په ګډون ګڼ کسان پر خواله رسنیو د اخلاقي پولیسو فعالیتونو شکایت کوي، چې د 'ارشاد ګشت ' یا ګزمې په نامه هم یادېږي او معترضین یې د مرګ ګزمې له هشټګونو سره یادوي.
پر خواله رسنیو داسې ګڼ شمېر ویډیويي کلیپونه خپرېږي، چې دا پولیس په لارو، کوڅو کې ښځې نیسي، پر ځمکه یې راکاږي او له ځان سره یې بیايي.
ګڼ شمېر ایرانیان مذهبي مشر علي خامنايي مخامخ تورنوي. د نوموړي یو پخوانی ویډیويي کلیپ لاس پر لاس کېږي چې د اخلاقي پولیسو فعالیتونه توجیح کوي او ټینګار کوي چې د اسلامي اصولو له مخې باید ښځې په زور د حجاب مراعتولو ته اړایستل شي.
له وروستیو پېښو سره به د ایرانۍ ټولنې لوی شمېر ځوان کول او محافظه کارو واکمنو تر منځ واټن لا زیات شي، دوې داسې غاړې چې د نژدې کېدو پر ځای لا سره لېرې کېږي.