د ملکې الېزابت مړی د لندن وېسټ مېنسټر هال ته ورسېد

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا ملکې الېزابت دویمې مړی چارشنبې له غرمې وروسته د لندن له بکېنګهم ماڼۍ وېسټ مېنسټر هال ته ولېږدول شو.
د ملکې تابوت له رارسېدو سره سم یې دغه ځای کې د سلطني کورنۍ غړو په ګډون مذهبي مراسم پیل شول. وېسټ مېنسټر تالار کې به له مذهبي مراسمو وروسته د بریتانیا ملکې سره د خدای پامانۍ مراسم پیلېږي.
د دغو مراسمو په ترڅ کې لومړی د پارلمان غړي او له هغې وروسته عام خلک د ملکې مړي درناوي ته راځي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا سلطنتي کورنۍ غړي هال ته د ملکې د تابوت له رارسېدو وروسته له دې ځایه تللي.
ټاکل شوې چې د ملکې مړی به دلته څلور ورځې ایښې وي او زرګونه کسان به یې دعا او درناوي ته ورځي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
وېسټ مېنسټر هال سره شاوخوا پنځه کیلومټره په اوږده کتار کې زرګونه کسان ولاړ دي او د ملکې د مړي درناوي ته ورځي.
د جنازې وروستي دولتي مراسم د سپتمبر پر ۱۹مه د سهار ۱۱ بجې پیلېږي چې ګډونوال به یې تابوت تر وېنزر ماڼۍ پلی بدرګه کړي.
ملکه دویمه الېزابت به وېنزر کې د پاچا شپږم جورج یادګاري کلیسا کې خاورو ته سپارل کېږي.










