د بریتانیا ملکه الېزابت-دویمه؛ د جنازې مراسم به څنګه ترسره کېږي؟

ملکه الېزابت-دویمه، چې پرون (چهارشنبه) ماسپښين مهال د بریتانیا د سکاټلېنډ په بالمور سیمه کې مړه شوه د جنازې لپاره یې د دولتي مراسمو او د ولس لخوا ورته د درناوي وړاندې کولو تابیا نیول کېږي. خو د جنازې مراسم به څنګه ترسره کېږي؟
د ملکې مړی:
کله چې د ملکې مړی لندن ته ولېږدول شي نو نژدې څلور ورځې به یې تابوت په ویسټ مېنسټر ماڼۍ په تالار کې کېښودل شي. هلته به خلکو ته اجازه وي چې لیدو ته یې ورشي.
دغه تالار تر ټولو پخوانی او د بریتانیا د دې دولتي ودانۍ په زړه کې دی.
هلته د شاهي کورنۍ تر ټولو وروستی مړی د ملکې الېزابت انجېلا مارګاریت و چې په ۲۰۰۲ کې هلته اېښودل شوی و او کتو ته یې تر دوه سوه زره ډېر خلک ورغلل او د تابوت له څنګه یې تېر شول. ځینو په ساعتونو ساعتونو په لیکو کې د هغې د کتو لپاره په تمه تېر کړل.

د ملکې د مړي تابوت به په تالار کې پر لوړ ځای کېښودل شي چې کاټافالک نومېږي او د دغه ځای تاریخي مخينه یوولسمې پېړۍ ته ورګرځي. د تابوت لپاره ځانګړی شوی دغه ځای به د هغو سرتېرو له لوري ساتل کېږي چې د شاهي کورنۍ ته خدمت کوي.
بیا به د ملکې الېزابت-دویمې مړی له ویسټ مېنسټر تالار باکېنګهم ماڼۍ ته د شاهي کورنۍ د غړو په حضور کې د ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ کې ولېږدول شي.
عام خلک به هم د لارې په اوږدو کې د هغې مړي د لېږد مراسم وکتلی شي او د لندن په رایل پارک کې به پر لویو تلویزوني پردو هم دغه مراسم ښودل کېږي.
د هغې تابوت به شاهي معیارونو ته په کتو وپوښل شي او د ویسټ مېنسټر په تالار کې به یې پر مړي شاهي تاج او امسا کېښودل شي.
کله چې تابوت په تلار کې ځای پر ځای شو نو تر لنډو مراسمو وروسته به عام خلک تالار ته ورننوتلو ته پرېښودل شي.
د ملکې جنازه څه وخت ده؟
ټاکل شوې تر دوو اوونیو په کمه موده کې به د ملکې د جنازې دولتي مراسم په ویسټ مېنسټر ابې کې ترسره شي. د جنازې کره ورځ به د بکېنګهم ماڼۍ له لوري اعلان او تایید شي.
ویسټ مېنسټر ابې یوه تاریخي کلیسا ده چې د بریتانیا پاچا او ملکې باندې تاج اېښودل کېږي. د یادولو ده چې همدلته په ۱۹۵۳ کې پر ملکې الېزابت هم د تاج اېښودلو مراسم ترسره شوي وو او همدلته یې په ۱۹۴۷ کې له شهزاده فیلېپ سره واده کړی و.
د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مشران به د ملکې د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د بریتانیا شاهي کورنۍ ته ځانونه ورسوي. د بریتانیا سیاسي کسان او پخواني لومړي وزیران به هم په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.
د جنازې د ورځې پیل به داسې کېږي چې د ملکې تابوت به له ویسټ مېنسټر تالار د ویسټ مېنسټر ابې یا کلیسا ته د بریتانیا د شاهي سمندري ځواکونو په ملتیا لېږدول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې ډلې ۱۴۲ تنو وروستی ځل په ۱۹۷۹ کې د شهزاده فیلېپ د تره لارډ ماونټبېټن جنازه دغسې بدرګه کړې وه.
د بریتانیا د نوي پاچا په ګډون به د شاهي کورنۍ مشران هم په بدرګه ورسره روان وي.
مذهبي مراسم به ښايي د ویسټ مېنسټر کلیسا د مشر ډېوېډ هویل او د کېنټربري کلیسا آرچ بېشپ جسټېن وېلبي له لوري ترسره شي.
تمه ده د جنازې د مراسمو د درناوي او دعا وروستۍ وینا به د بریتانیا اوسنۍ لومړۍ وزیره ليز ټرس وکړي.
په ویسټ مېنسټر کلیسا کې دننه به څه کېږي؟
د جنازې له مراسمو وروسته به د ملکې تابوت د لندن هایډ پارک کانر ته وړلو نه مخکې د ویسټ مېنسټر ابې یا کلیسا نه د وېلېنګټن ارچ پورې د یوه پلي تګ په ترڅ کې ولېږدول شي.
د ملکې د تابوت وروستی سفر به تر ماسپښين وروسته په وینسرکېسل کې د جارج چاپل ماڼۍ پر لور وي.
وینسر ماڼۍ ته د جنازې بدرګه
جارج چاپل د یادې کلیسا هغه برخه ده چې د شاهي کورنۍ له لوري ودونو، عیسویت قبولو او د جنازې مراسمو ته ځانګړی شوی دی. دا هغه ځای دی چې شهزاده هېري او مېګن هم واده پکې وکړ او د ملکې الېزبت-دویمې د مېړه شهزاده فیلېپ جنازه پکې ترسره شوې وه.
د ملکې تابوت به هلته شاهي طاق ته ښکته کړای شي.









