د اوکراییني ځواکونو پرمختګونه؛ مسکو تایید کړه چې پوځیان یې له ځینو سیمو ایستلي
روسي ځواکونه د اوکراییني پوځیانو عملیاتو کې د چټکو پرمختګونو په لړ کې د اوکرایین ختیځ کې له ځینو کوچنیو ښارونو په شا شوي دي.
اوکراییني چارواکي وايي د دوی ځواکونه د شنبې پر ورځ د ختیځ کوپیانڅک ښار ته ننوتل چې د روسي ځواکونو د اکمالاتو یوه مهمه لار او مرکز ګڼل کېده.
د روسیې دفاع وزارت بیا ویلي ځواکونه یې له ورڅېرمه ازیوم ښاره هم د دې لپاره په شا شوي چې بېرته سره منظم شي.
دغه وزارت همدا راز منلې چې پوځیان یې له درېیم مهم ښار بالاکلیا هم د دې لپاره وتلي چې ډونېڅک کې لومړی کرښې پیاوړې کړي.
که اوکراییني ځواکونه دغه تازه نیولې سیمې وساتلی شي، نو دا د روان کال اپریل کې د کیېف له شاوخوا د روسي ځواکونو تر وتلو وروسته دوی لپاره مهم پرمختګ وي.
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي شنبه په خپل ویډیو کنفرانس کې اعلان وکړ چې ځواکونو یې روانه میاشت د ځوابي عملیاتو له پیل راهیسې ۲۰۰۰ کیلومتر مربع خاوره بېرته ازاده کړې ده.
د ښاغلي زېلېنسکي له ادعا داسې ښکاري چې له دې خاورې نیمه تېرو ۴۸ ساعتونو کې بېرته نیول شوې، ځکه نوموړي د پنجشنبې ماښام د ۱۰۰۰ کیلومتر مربع خاورې د بېرته نیولو خبره کړې وه.

د عکس سرچینه، EPA
د مسکو له لوري له ازیوم ښاره د وتلو منښته ځکه مهمه ده چې دا ښار روسي ځواکونو لپاره یو ستر پوځي مرکز و.
په دې تړاو د روسیې اعلامیه کې راغلي چې ګواکې خپل ځواکونه یې د درې ورځنیو عملیاتو په لړ کې کې په منظم ډول له ازیوم او بالاکلیا ډونېڅک ته لېږدولي دي.
له دې سره د روسیې ټاس دولتي خبري اژانس ویلي خارکیېف کې د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمو اوسېدونکو ته سپارښتنه شوې چې خوندیتوب لپاره روسیې ته وکوچېږي.
د خارکیېف ګاونډ کې د روسیې د بېلګراد والي ویلي چې د دغو خلکو ورتګ ته یې چمتووالی نیولی دی.
د خارکیف په سویل ختیځ کې د اوکراییني ځواکونو پرمختګ به دوی په ختیځ کې د دونیڅک سیمې ته هم نږدې کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دونیڅک د روسيي پوځ لپاره یو له اصلي مرکزونو څخه ګڼل کېږي په ځانګړي ډول له تیرې فبرورۍ میاشت راهیسې چې روسیې په اوکرایین یرغل کړی دی.
خو په خارکیف سیمه کې د روسیې جګپوړي چارواکي ویتالي ګانچیف، د اوکراییني ځواکونو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د بالاکلیا ښار ته ننوتلي دي.
په ورته وخت کې چې اوکرایین د څه باندې ۱۰۰۰ کیلومتره مربع سیمې د بیرته نیولو ادعا کوي، د جمعې په ورځ د دغه هېواد په نورو برخو کې د روسیې د هوايي بریدونو د زیاتوالي رپوټونه ورکړل شوي.
د جمعې په ورځ، په شمال ختیځ کې د "سومي" سیمې والي وویل، چې د روسیې د هوايي بریدونو په ترڅ کې یو روغتون نړېدلی او څو تنه ټپیان شوي دي.
خو بي بي سي تر اوسه نه ده توانېدلې چې دا رپوټونه په خپلواکه توګه تائید کړي.













