ایران: د داعش لس غړي نیول شوي چې د محرم پر مراسمو یې برید ته تیاری نیولی و

د ايران د استخباراتو وزارت وايي د یوې نښتې په پایله کې یې د داعش ډلې لس غړي نیولي او د دوی دوه ا منیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي.
د ايران د استخباراتو وزارت نن (پنجشنبه) یوه بیان کې وویل دغه لس تنه د هېواد په لوېديځ او جنوب دو سيمو کې نيول شوي دي.
په خبرپاڼه کې د دغو کسانو د نيول کېد د ځای په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
د دې پېښې په اړه د ايران د دولتي راډيو تلویزيون په يوه راپور کې لیدل کېږي، يو کس چې سترګې يې تړل شوې د کامرې پر وړاندې اعتراف کوي چې په ايران کې يې د عاشورا په ورځو کې د "استشهادي عملياتو" اراده لرله.
په دې تلویزیوني راپور کې ښکاري چې نيول شوی کس وايي، "د ابو عبدالله انصاري په نامه په داعش کې فعال و او د شيعه وو په ضد عملياتو لپاره ايران ته راغلی دی. " دغه کس په روانه فارسي خبرې کوي.
د رپوټ بله برخه کې څو تنه پر سړک ښکاري چې په ظاهرا په پټه توګه ترې فلم ريکارډ شوی دی.
په دې راپور کې د نيول شويو کسانو پوځي وسايل هم ليدل کېږي چې په هغو کې د موبايل په څېر مخابرې، کمپيوټر، وسلې او چاودېدنکي توکي شامل دي.

د استخباراتو وزارت اسرائيل تورن کړي چې "ايران ته د دغو کسانو د ننوتلو په پلان کې یې لاس درلود او هڅه یې کوله د دې ډلې له لارې د شيعه وګړو په مذهبي مراسمو کې ترهګريز عمليات ترسره کړي. "
داعش يوه سني اسلامپاله ډله ده چې څو کاله وړاندې په عراق او سوريه کې د ناکراريو په ترڅ کې رامنځ ته شوه او د يوې مودې لپاره يې د دغو دوو هېوادونو لويه برخه تر خپلې ولکې لاندې راوستې وه.
دا لومړی ځل نه دی چې د ايران حکومت ادعا کوي چې داعش او اسرائيل يو له بل سره اړیکي لري خو ايران په دې اړه هېڅ ډول اسناد نه دي وړاندې کړي.
داعش ډله اوس په عراق، سوريه او افغانستان کې په پټه فعاليت کوي.
په دې وروستيو کې په افغانستان کې د داعش او القاعده د حضور په اړه راپورونه خپاره شوي خو طالبان وايي چې دا راپورونه حقيقت نه لري او په افغانستان کې داعش ډله له منځه تللې ده.
خو د تېرې يکشنبې په ورځ د القاعده مشره ايمن الظواهري د امريکا ډرون بريد کې په کابل کې ووژل شو.
په عراق کې کله ناکله د دغه هېواد د پوځ او داعش ډلې تر منځ د نښتو خبرونه خپرېږي.
د ایران استخباراتو وزارت په خبرپاڼه کې له هغو کسانو چې د محرم د مياشتې په مراسمو کې ګډون کوي غوښتل شوي چې د "مشکوکو پېښو پر مهال دې احتياط وکړي او د اطلاعاتو وزارت مطبوعاتي دفتر ته دې خبر ورکړي. "
په ۲۰۱۶ کال کې داعش په تهران کې لوی بريد وکړ چې په ترڅ کې يې تر ۲۰ ډېر کسان ووژل شول.










