امریکايي څارګرو څنګه ایمن الظواهري پيدا او تر وژلو وڅاره؟

د عکس سرچینه، AL-QAEDA PROPAGANDA
- Author, مېټ مورفي
- دنده, بي بي سي
د امریکا ولسمشر جو بایډن تېر کال له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو د اعلان پر مهال ژمنه وکړه چې اداره به یې طالبانو ته اجازه ورنکړي چې افغانستان بیا د ترهګرو پر خوندي پټنځای واړوي.
له دغو څرګندونو هدف د دې روښانول وو چې د بایډن حکومت لپاره له دوو لسیزو د ترهګرۍ ضد روانه جګړه پای ته نه ده رسېدلې.
له افغانستانه د امریکا پر وتلو لا کال نه و اوښتی چې د جو بایډن جګپوړي امنیتي سلاکاران نوموړي سره اړیکه کې وشول او ورته ویې ویل چې استخباراتو یې افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر "ایمن الظواهري" د ځای ځایګي څرک لګولی دی.
د خورا مهم هدف موندنه
د بایډن ادارې یوه جګپوړي غړي خبریالانو سره د بندو دروازو تر شا ناسته کې وویل دی فکر کوي چې الظواهري تېر کال د لوېدیځ له ملاتړه د برخمن افغان حکومت له پرځېدو وروسته افغانستان ته ستون شوی.
د بایډن یوه سلاکار ویلي امریکايي څاګرو له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دا هېواد په کلکه څاره او لیدل یې چې د القاعده مشر کرار کرار ورته راستنېږي.
د الظواهري په اړه ویل کېږي چې هغه له خپلې ښځې او لور سره د کابل دې تر ټولو مهمه سیمه کې د لوړو امنیتي دیوالونو تر شا دې پراخ پراته کمپاونډ کې مېشت و.

هغه ژوند ته داسې سیمه خوښه کړې وه چې کابل کې تر ټولو عصري ده.
تېر حکومت کې پر ځینو چارواکو سربېره، ګڼو بهرنيو سفارتونو له همدې سیمې فعالیت کاوه او دېپلوماتان یې هم همدلته مېشت وو.
اوس د طالبانو حکومت یو شمېر مشران هم په دې سیمه کې اوسي.
د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي ای اې) د روان کال اپرېل کې لومړی د ولسمشر جو بایډن سلاکارانو او بیا پخپله هغه ته یوه ځانګړې لیدنه کې وویل چې څارګرو یې یوه داسې شبکه موندلې چې د القاعده د مشر او د هغه د کورنۍ مرسته کوي.
امریکايي څارګرو کرار کرار د دغه کور د اوسېدونکو د ناستې پاستې، چار چلن او تګ راتګ جزییات ټولول.
دوی کې یوه مېرمن هم تر نظر لاندې وه چې د الظواهري د ښځې په توګه پېژندل کېده.
د چارواکو په وینا هغې داسې لارې چارې کارولې چې هېڅوک یې د کابل دې خوندي استوګنځي کې تر مېړه لاسرسی ونه موموي.
امریکايي څارګرو ولیدل چې الظواهري دغه کور تر راتګ وروسته بهر نه وځي، خو وخت ناوخت د کور برنډې ته سر ورښکاره کوی او د ودانۍ لوړ دیوالونه ارزوي.
د تاریخي برید پلان

د عکس سرچینه، AFP
بایډن پر دې پوهېده چې امریکا ته د تر ټولو مطلوب کس د وژلو هڅه له خطر بیخي تشه هم نه ده.
الظواهري اوسېدو ته له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه انتخاب کړې وه او ولسمشر بایډن سره ذهن کې له افغانستانه د وتلو وروستو ورځو کې کابل کې د ډرون د یوه بل برید تجربه هم وه چې د ۷ ماشومانو په ګډون ۱۰ بې ګناه کسان پکې وژل شوي وو.
په مې او جون میاشتو کې د امریکا د ولسمشر پام تر ډېره د اوکرایین پر جګړه متمرکز وو او په کور دننه د وسلو د کنټرول او د اقلیم بدلون په قوانینو کې تعدیل هم بوخت ساتلی و.
خو له دې سره سره یې د استخبارتو د لوړې کچې یوې کوچنۍ ډلې په پټه د دغه برید د پلان پر جوړولو کار کاوه.
د ولسمشر بایډن ټينګار پر دې و چې دغه برید کې باید له الظواهري پرته د هغه د کورنۍ غړو، طالب چارواکو او عامو افغانانو ته د زیان نه اوښتلو ډاډ ترلاسه شي.
د امریکا ولسمشر د جولای په لومړۍ نېټه جګپوړي چارواکي راوبلل چې د سي ای اې مشر وېلیم برونز او د ملي استخباراتو مشره ایورل هېنس هم پکې وه.
د ښاغلي بایډن په اړه ویل کېږي چې دې غونډه کې یې په ډېره لیوالتیا برخه واخیسته او جزییات یې په بشپړ غور واورېدل.
ویل کېږي د استخباراتي مشرانو سپینې ماڼۍ کې دې جلسې ته کابل کې د ایمن الظواهري استوګنځي ته د یوه ورته کور کاپي هم ځان سره وړې وه.
د یوه جګپوړي سلاکار په وینا ولسمشر بایډن په ځانګړې توګه د دې پر ډاډمنېدو ټینګار کاوه چې دغه عملیات په غلې توګه وشې او د خطر کچه د امکان تر حده کمه وساتل شي.
ویل کېږي هغه د اوونۍ وروستیو کې کمپ ډېوېډ ته له تګ وړاندې بیا د دې ودانۍ خاکه وکته او د هغې اړوند مالومات یې و ارزول.
امنیتي او استخباراتي مشرانو راتلونکو اوونیو کې سپینه ماڼۍ کې ناستو ته دوام ورکړ، د دغو عملیاتو تر ټولو محتاط پلان یې جوړ او هڅه وکړه چې د ولسمشر بایډن هرې ممکنې پوښتنې ته ځواب پيدا کړي.
په دې منځ کې د وکیلانو یوې کوچنۍ ډلې د دغه برید پر قانوني اړخ کار کاوه او بلاخره دې پایلې ته ورسېدل چې د القاعده شبکې د مشرۍ رول او د بریدونو پراخ ملاتړ ایمن الظواهري یو مشروع هدف ګرځوي.
ولسمشر بایډن د جولای پر ۲۵مه په وروستي ځل د خپلو جګپوړو سلاکارانو له رابللو او د هغوی د لیدلورو له اورېدو وروسته د دغو عملیاتو اجازه ورکړه.
تر برید وروسته څه وشول

د استخباراتي مشرانو پر بنسټ ځايي وخت د سهار شپږ او ۱۸ دقیقې له یوه ډرونه دوه 'هېل فایر' توغندي وتوغول شول او کټ مټ هماغه برنډه پرې ولګېده چې د القاعده شبکې مشر ورته د خپل معمول عادت له مخې راوتلی و.
پېښه کې د نوموړي د کورنۍ بل هېڅ غړي ته زیان ونه رسېد.
دا د "هېل فایر یا د دوزخ اور" د توغنديو برید و چې چاودېدونکي توکي پکې نه دي کارول شوي بلکې ۶ تېره تېغونه لري چې هدف ته له رسېدو سره د توغندي له څنډو راوځي.
شېبه وروسته زرګونه میله لېرې واشنګټن کې ولسمشر بایدن ته خبر ورکړ شو چې برید بریالی و.
د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت تر برید لنډ وخت وروسته رسنیو ته وویل چې پر یوه تش کور توغندی لګېدلی او مرګژوبله نه لري. خو طالبانو د ورځې پای کې د بې پیلوټه الوتکې برید تایید کړ.
امریکايي چارواکي وایي طالبانو دې موده کې د الظواهري د کورنۍ غړي بل ځای لېږدولي او د هغه د حضور شواهد له منځه وړي دي.
د بي بي سي خبریال د دوشنبې پر ورځ د دې پښې ځای ته ورغلی و خو یوه طالب ساتونکي یې مخه ونیوه او ورته ویې ویل چې هلته لیدو ته څه نشته.

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکایي چارواکي وايي ګڼو استخباراتي سرچینو دغه برید کې د الظواهري د وژل کېدو پخلی کړی.
خو د هغو استخباراتي سرچینو په اړه تر اوسه هم ګڼې پوښتنې موجودې دي چې امریکا یې د القاعده تر مشره ورسوله.
لا روښانه نه ده چې د الظواهري جسد تر برید وروسته چېرته لېږدول شوی.
هغو امریکايي ځواکونو چې اسامه بن لادن یې ایبټ اباد کې وواژه، د هغه مړی هم ځان سره وړی و او وروسته یې وویل چې د سمندر تل کې یې ښخ کړی.
امریکا وايي دا کار یې د دې لپاره وکړ چې د اسامه قبر د توندلارو په مزار بدل نشي.










