جو بایډن: د القاعده مشر ایمن الظواهري مو کابل کې وژلی دی

د ویډیو تشریح، ‌د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ژوند ته لنډه کتنه

‌وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د سي ای اې په ډرون برید کې کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو اعلان وکړ،‌ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، طالبانو کابل کې ایمن الظواهري ته په پناه ورکولو واشنګټن سره له لاسلیک کړې هوکړه لیک سرغړونه کړې ده.

انټوني بلېنکن ویلي، د دې هوکړې له مخې، له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه ووتل.

نوموړي پر ټویټر لیکلي: "موږ له افغانستانه د ترهګرۍ راولاړېدونکو ګواښونو پر وړاندې پر خپلو ژمنو عمل وکړ.‌ نړۍ د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له مړینې وروسته په امن کې ده. د امریکا متحده ایالتونه به د هغو کسانو پر وړاندې خپل کار ته دوام ورکړي، چې زموږ هېواد، خلکو او ټلوالې ته ګواښ پېښوي".

د یادې هوکړې له مخې چې دوحه کې لاسلیک شوې ده، طالبانو ژمنه کړې چې د لوېدیځ پر وړاندې فعالیتونو لپاره به بهرنیو جنګیالیو او ترهګرو ته افغانستان کې د اوسېدو او پناه ورکولو اجازه نه ورکوي.

جو بایډن وویل، ایمن الظواهري د ترهګرۍ ضد عملیاتو په لړ کې وژل شوی دی. ده دا اعلان په یوه تلویزیوني وینا کې وکړ چې له سپینې ماڼۍ په ژوندۍ بڼه خپرېده.

ښاغلي بایډن الظواهري د زرګونو امریکایانو قاتل وباله او ویې ویل چې په وژلو سره یې عدالت تامین شوی دی.

بایډن وویل "زموږ استخباراتو د روان کال لومړیو کې د الظواهري د ځای ځایګي پته ولګوله - هغه د خپلې کورنۍ له نږدې غړو سره یو ځای کېدو لپاره کابل ته تللی و. د هغه د ځای په اړه پر روښانه او قانع کوونکي شواهدو له غور وروسته مې د جګړې له ډګره د تل لپاره د هغه د محوه کولو د دقیق ګوزار اجازه ورکړه."

د افغانستان لپاره د بي بي سي خبریال سکندر کرماني کابل کې د برید مشکوک هدف شوي ځای ته ورغلی
د عکس تشریح، د افغانستان لپاره د بي بي سي خبریال سکندر کرماني کابل کې د برید مشکوک هدف شوي ځای ته ورغلی

د ښاغلي بایډن په وینا دغه برید کې بل چا او ان د الظواهري د کورنۍ غړو ته هم مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

چارواکو ویلي الظواهري د یوه کور برنډه کې و چې بې پلوټه الوتکو پرې د دوو توغندو برید وکړ.

د امریکا ولسمشر دا هم روښانه نه کړه چې کابل کې د القاعده شبکې د مشر د حضور په اړه دا استخباراتي مالومات چا او څنګه ورکړي وو.

د امریکا ولسمشر خپله وینا کې د طالبانو هېڅ یادونه ونه کړه او دا یې هم ونه ویل چې ایا طالبان کابل کې د الظواهري پر شتون خبر وو، که څنګه.

بایډڼ

طالبانو تر اوسه کابل کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې د دوی حکومت منلې وه چې د امریکا ډرون الوتکو یکشنبه د کابل ښار شېرپور سیمه کې پر یوه کور برید کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و چې دا برید د دوحې له تړونه ښکاره سرغړونه ده او د تېرو ناکامو تجربو تکرارول دي.

هغه لیکلي چې دا ډول بریدونه د افغانستان او امریکا د ګټو په زیان دي او شته فرصتونو ته هم تاوان رسوي.

طالبانو له امریکا سره د دوحې تړون کې ژمنه کړې چې القاعده شبکې او نورو ترهګرو سازمانونو ته به افغانستان کې د حضور او له دغه هېواده چا ته د ګواښ پېښولو اجازه نه ورکوي.‌

د امریکا ولسمشر وویل له افغانستانه یې د خپلو ځواکونو د ایستلو پر مهال "د امریکا خلکو سره ژمنه کړې وه چې موږ به افغانستان او بل هر ځای د ترهګرۍ ضد کارنده عملیاتو ته دوام ورکوو او دقیقا همداسې مو وکړل."

هغه زیاته کړه د القاعدې مشر به "بیا هېڅکله افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدل نه کړي، ځکه هغه ولاړ او موږ به دا ډاډمنوو چې بل څه پېښ نه شي."

ښاغلي بایډن دا هم ویلي چې د ده اداره به د القاعده له اړخه د پېښو ګواښونو "څارلو او هغو ته رسېدو ته ادامه ورکوي، پروا نه لري که دا ګواښونه له هر ځای وي."

الظواهري څوک دی

Osama Bin Laden and Ayman al-Zawahiri - 2001

د عکس سرچینه، Reuters

ایمن الظواهري د ۲۰۱۱ کال می میاشت د پاکستان ایبټ اباد کې د امریکا په ځانګړو عملیاتو کې د القاعده شبکې د بنسټګر او مخکنی مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د دې ډلې مشر شو.

هغه مهال چې اسامه ژوندی و نو الظواهري یې تر ټولو نږدې کس او ښی لاس ګنل کېده.

ډېر هغه پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د ستمبر د ۹مې بریدونو متفکر مغز ګڼي.

امریکا د هغه پر سر د ۲۵ میلیون ډالرو جایزه ټاکلې وه.

هغه په وروستي ځل د ۲۰۰۱ کال اکتوبر کې د افغانستان په سویل ختیځ خوست کې لیدل شوی و او پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف له برید وروسته یې د ځای ځایګي په اړه مالومات نه وو.

الظواهري د ۱۹۵۱ کال د جون پر ۱۹مه د مصر پلازمېنه قاهره کې د ډاکترانو او علماو د منځنۍ کچې کورنۍ کې زېږېدلی او پخپله هم د سترګو جراح دی.

د هغه نیکه رابع الظواهري د الازهر امام اعظم او یو کاکا یې د عرب لیګ یا عربي ټولنې لومړنی سرمنشي و.

طالبانو سره بیعت

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images/.

د عکس تشریح، (له ښۍ خوا) ایمن الظواهري او ملا هبت الله اخونزاده

واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې په وار وار افغانستان کې د القاعده شبکې د حضور د پیاوړتیا او طالبانو سره یې د اړیکو د دوام ادعا مطرح شوې، خو طالبانو بیا بیا رد کړې ده.

ملګرو ملتونو د روان کال د مې میاشتو وروستیو کې ویلي و چې القاعده له طالبانو سره ټينګې اړیکي لري او مشر یې ايمن الظواهري د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخونزاده سره بیعت تازه کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې او ارزونې کمېټې هغه مهال یوه رپوټ کې ټېنګار کړی و چې د القاعده مشر د افغانستان په ختیځو سیمو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه اوسېږي او نور مشران یې هم افغانستان کې دي.

ملګرو ملتونو ويلي وو القاعده افغانستان کې وروستي بدلون او د طالبانو بیا واک ته رسېدو ته خوشاله ده، له طالبانو سره "ټېنګ اړیکي پالي" او په سیمه او افغانستان کې حضور لري.