د ایمن الظواهري د مړینې خبر څومره رښتیا دی؟

أيمن الظواهري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، أيمن الظواهري په زلمیتوب کې اسلامي فعالیتونه پیل کړی وو، چې بیا وروسته پاکستان او افغانستان ته ولاړ.

ځینو خبري وېبپاڼو، فعالانو او خبریالانو یوه میاشت وړاندې د "طبیعي لاملونو" له کبله د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د مړینې نا تایید شوي خبرونه خپاره کړي وو.

دا خبر څومره سم دی؟

خبریال حسن حسن له هغو لومړنیو کسانو و،‌ چې پر ټوېټر یې دا خبر خپور کړ، هغه لیکلي وو "دا خبرونه په ځینو بندو سرچینو کې لاس په لاس شوي او ځینې خو د تایید شویو خبرونو په څېر چلن ورسره کوي."

دی زیاتوي، په سوریه کې د القاعده شبکې د یوې څانګې "حراس الدین/ د دین ساتونکي" اړوندو خواله رسنیو ګروپونو کې د ایمن الظواهري د مړینې خبر خپور شوی دی.

د "سایټ" وېبپاڼې مشرې ریتا کاټز چې د سخت دریځو ډلو فعالیتونه څاري، هم په ځینو ټویټونو کې د ناروغۍ له کبله د القاعدې شبکې د مشر د مړینې خبر خپور کړی چې په وینا یې یوه میاشت وړاندې مړ شوی خو زیاتوي چې "القاعده شبکې دا خبر لا نه دی تایید کړی".

دا لومړی ځل نه دی چې د القاعده شبکې د یوه جګپوړي مشر د مړینې خبر خپرېږي، له څه مودې راهیسې د الظواهري د روغتیا په اړه هم ګڼ شکونه پیدا شوي.

ریتا کاټز د القاعده شبکې د مخکېنیو وتلو ځینو قومندانانو د وژل کېدو خبرونو ته اشاره کړې چې وايي هغه مهال نه وو تایید شوي، خو څو میاشتې وروسته تایید شول.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

دا وايي: "دا ډله هڅه کوي د خپلو مشرانو د وژل کېدو/مړینې خبرونه پټ کړي او په یوه مناسب وخت کې یې اعلان کړي".

ریتا کاټز وايي، لا روښانه نه ده که د الظواهري مړینه تایید شي، د هغه ځای ناستی به څوک وي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د القاعده دویم کس وژنه

له نیویارک ټایمز ورځپاڼې وروسته اوس اسیوشیټیډ پرېس خبري اژانس هم په تهران کې د القاعده ډلې د دویم مهم مشر محمد المصري او د هغه د لور د وژل کېدو خبر خپور کړی.

د دې خبري اژانس په رپوټ کې د څلورو اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو په حواله ویل شوي چې نوموړی د اسرائیل او امریکا په ګډه همکارۍ وژل شوی دی.

رپوټ زیاتوي امریکا په تهران کې د محمد المصري د اوسېدو د ځای او نوم په اړه اسرائیل ته مالومات ورکړي وو.

دوه امریکايي چارواکو اسیوشېټیډ پرېس ته ویلي المصري د اسرائيلو د استخباراتو ادارې د کیدون څانګې له خوا وژل شوي چې ظاهرا د مهمو کسانو د ترور دنده لري.

دا اژانس وايي چې دا دوه چارواکي یو یې د امریکا د اطلاعاتي ټولنې غړی دی هغه ټولنه چې مخامخ له دې عملیاتو خبره ده او بل یې د امریکا د مرکزي استخباراتو سي آی اې پخوانی چارواکی دی چې د دې عملیاتو له جریان خبر کړل شوی.

له دې وړاندې په لومړي ځل د امریکا "نیویارک ټایمز" ورځپاڼې د القاعده شبکې د دویم مهم مشر د وژل کېدو خبر هم خپور کړی دی.

یادې ورځپاڼې د ځینو امریکايي استخباراتي چارواکو له خولې ویلي: "عبدالله احمد عبدالله چې په ابو محمد المصري مشهور او په ۱۹۹۸ کال افریقا کې د امریکا د دوو سفارتونو الوځولو په پلان تورن و، د تېرې اګسټ میاشتې پر ۷مه ایران کې د امریکا په امر د اسراییلي جاسوسانو په لاس وژل شوی".

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نیویارک ټایمز دا خبر رد کړی. ددغه وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي، هېواد یې په شدت پخپله خاوره کې د القاعده شبکې د غړو شتون ردوي.

څو ورځې وړاندې، د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي وو، غزني ولایت کې یې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې د القاعدې شبکې دویم مهم مشر ابو محسن المصري وژلی دی.

که څه هم د الظواهري د مړینې خبر لا نه دی تایید شوی او په ایران کې د دغې شبکې د دویم مشر د وژنې ضد او نقیض خبرونه خپاره شوي، خو پر خواله رسنیو یې د مړینې خبرونه د تایید شویو خبرونو په شان خپاره شوي.

ابو محسن المصري

د عکس سرچینه، @NDS

د عکس تشریح، ابو محسن المصري د امریکا د فدرالي څېړنیز ادارې د هغو کسانو په نوملړ کې دی چې دغې ادارې ته ډېر مطلوب دي.‌‌

د خواله رسنیو ځینو عرب کاروونکو اټکل کړی چې پاکستان کې د بن لادن تر وژل کېدا وروسته القاعده شبکه کمزورې شوې او "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې راپورته کېدو ته زمینه برابره شوه.

ځینې وايي، د امریکا اداره په ۲۰۱۱ کال کې کله چې الظواهري د القاعده شبکې مشر شو، په نسبي ډول یې القاعدې شبکې ته ډېر پام نه دی اړولی، دا ځکه چې د الظواهري مشرتابه کمزوری ګڼي چې ښايي په پای کې پخپله دا ډله ختمه شي.

خو ځینې بیا پر دې اند دي چې الظواهري امریکا او نورې نړۍ ته تر بن لادن کم خطرناک نه دی.

که هر څه وي، الظواهري د القاعده شبکې او مصر کې د جهادي ډلو جوړښت کې رغنده رول لوبولی چې د اسامه بن لادن ښی مټ ګڼل کېده.

نوموړي لومړنۍ زدکړې مصر کې کړې،‌ بیا قاهرې پوهنتون ته شامل شوی او هلته یې جراحۍ کې زدکړې کړې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

هغه په زلمیتوب کې اسلامي فعالیتونه پیل کړی وو، چې بیا وروسته پاکستان او افغانستان ته ولاړ.

له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته، داسې اټکل کېده چې الظواهري بلغاریا، بیا ډنمارک او سویټزرلنډ کې اوسېدلی او د بلقان اړوندو سیمو ترمنځ د تګ راتګ او اتریش، یمن، عراق، ایران او فیلیپین ته د سفرونو لپاره یې جعلي پاسپورټونه کارولي.