د القاعدې د مشر الظواهري تازه ویډیو؛ د ژوندوني ثبوت لپاره یې وروستیو پېښو ته اشاره کړې

ایمن الظواهري

د عکس سرچینه، Al-QAEDA

د عکس تشریح، ایمن الظواهري

د القاعده له لوري یوه تازه ویډیو خپره شوې ده چې ثابته کړي د دغه تنظیم مشر ایمن الظواهري لا ژوندی دی.‌

د ۲۰۱۱ کال په مئ میاشت کې چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن د امریکا په پوځي‌ عملیاتو کې د پاکستان په اېبټ اباد کې ووژل شو نو ایمن الظواهري یې پر ځای د دې ډلې نوی مشر وټاکل شو.

ډاکټر ایمن الظواهري څو کاله د اسامه د مرستیال په توګه کار کړی و او داسې ګمان کېږي چې د سپتمبر یوولسمې بریدونو د عملي کولو تر شا د دوی لاس و.

د یادولو ده چې د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې د الظواهري په اړه داسې مالومات خپاره شول چې ناروغ و او مړ شوی دی.

دا تازه ویډيو د همدې روانې اپرېل میاشتې پر پنځمه نېټه خپره شوې ده. په ويډيو کې الظواهري د یوې داسې پېښې په اړه خبرې کوي چې څو میاشتې مخکې یاني د فبرورۍ پر اتمه په هند کې پېښه شوې ده.

د هند 'لویه مېرمن': مسکان خان

په ویډیو کې د مسلمانې هندۍ نجلۍ مسکان خان په اړه خبرې شوې دي چې د حجاب پر سر د ناندریو له کبله یې نوم په ټوله نړۍ کې مشهور شو.

مسکان خان

د عکس سرچینه، VIRAL VIDEO

د عکس تشریح، مسکان خان

القاعده دې ویډیو ته په انګلیسي ژبه د هند د 'لویې مېرمنې' نوم ورکړی دی. په ویډیو کې ایمن الظواهري مسکان خان ته د درناوي مراتب وړاندې کوي او ستایي یې.

د مسکان خان ویډيو په فبرورۍ میاشت کې هله پر خواله رسنیو ډېره لاس په لاس شوه چې دا پکې د هند په جنوبي ایالت کرناټکا کې د یوه ډله هلکانو له لوري ګواښل کېږي او دا یې په ځواب کې د الله اکبر نعاره اوچتوي.

د القاعدې له لوري په خپرې شوې ویډيو کې ایمن الظواهري په سټه روغ رمټ ښکاري.

ویډيو یې داسې ځای ثبت شوې ده چې د ده له پخوانیو ویډیوګانو سره توپیر لري. تر ده شا ته سیمه یا بیګراونډ هغه نه دی چې په پخوانیو ویډيوګانو کې به دی پکې راڅرګندېده. دا د دې ښکارندويي کوي چې دا ویډيو تازه ثبت شوې ده.

ایمن الظواهري او اسامه بن لادن

د عکس سرچینه، Getty Images

تر دې وړاندې د ۲۰۲۰ په اکتوبر کې چې کله د ایمن الظواهري د ناروغۍ او مړینې اوازې او خبرونه خپاره شول نو د القاعدې له لورې ګڼې ویډیوګانې نشر شوې. خو په ټولو کې الظواهري په ځینو تاریخي او نظریاتي موضوګانو باندې خبرې کړې وې نو ځکه دا ثابتول سخت وو چې دا په ریښتیا هم نوې ویډيوګانې دي او که نه؟ له همدې کبله دا شک ورو ورو حقیقت ته په نژدې کېدو شو چې ښايي د الظواهري د ناروغۍ او مړینې اوازې ریښتیا وي.

د القاعده د دغه مشر تازه خپره شوې ویډيو شاوخوا نهه دقیقې ده چې د دې ډلې د الشباب میډيا سیل له لوري پر ټيلي ګرام او راکېټ چېک خپره شوې ده .