د امریکا ډرون برید کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته کابل کې حیرانتیا

- Author, لیز دوسيت
- دنده, د بي بي سي نړیوالو چارو خبریاله
د هغو عملیاتو لومړنۍ نښې چې له میاشتو راهیسې ورته چمتووالی کېده، د یکشنبې پر ورځ ګهیځ وختي داسې څرګندې شوې چې دوې خورا زورورې چاودنې وشوې.
د ګوماني فکرونو او نظرونو یوه لړۍ خپره شوه، چې د شېرپور سیمې پر دې ''تش کور '' د څه شي او د چا لخوا ګوزارونه وشول؟ شېر پور داسې یوه سیمه ده، چې په تېرو دوو لسیزو کې د ځینې جنګسالارانو او فاسدو چارواکو د لوړو - دنګو بنګلو له کبله بدنامه وه او د یوې بدرنګه جګړې له لارې د ترلاسه شوې شتمنۍ مرکز بلل کېده.
کابلیانو به چور پور باله، یانې د غلو - غدیو مرکز. طالبانو په دې سیمه کې ځینې تشې ودانۍ ترلاسه کړې دي، دا ودانۍ د لوېدیځو هېوادونو هغه سفارتونو ته نژدې دي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې دروازې تړلې دي.
د هرې ورځې په تېرېدو سره د دې معمې برخې رابرسېره کېدې، پر اسلامي دولت نومې ډلې د احتمالي برید فکر، د امریکايي ځواکونو ډرون کارولو خبرې سره نورې پوښتنې هم راپورته شوې،
چې پر ځمکه د امریکايي ځواکونو ښکېلتیا فکر هم پکې شامل و، خو دا معما د سې شنبې پر ګهیځ څرګنده شوه. کله چې د کابل شپه سبا شوه، او رپوټونه خپاره شول چې امریکا د القاعده مشر ایمن الظواهري په یوه ډرون برید کې وژلی دي، موږ هڅه وکړه، د سپینې عصري سوپرمارکیټ او افغان غضنفر بانک ته نژدې دې غځېدلي سړک ته ځان ورسوو، چې دې سیمې ته غځېدلی دی.
یوه غوسه ناک طالب ساتونکي وسله پورته کړه، چې موږ له دې ځایه وشړي. له بلې خوا پلي د بنګلې شاته ورسېدو. ساتونکو او کارګرو راته هغه ودانۍ په نښه کړه، چې د پرله پورې ودانیو په منځ کې د یکشنبې پر ورځ په نښه شوې وه او د بالکون یوه برخه یې په چت پورې نیم ځوړند پاتې وه: ''دلته څوک پکې مېشت وو؟ څه فعالیت مو پکې ترسترګو شوی؟ او ځواب دا و چې دا یو تش پاتې کور و '' نو پوښتنه راپیدا کېږي چې ایا دا له ځواب ورکولو ډډه کول وو او که د طالبانو د رسمي دریځ یوه ازانګه وه؟
د نژدې شاوخوا ودانیو څښتنانو وویل، دوی ته څو ساعته مخکې ویل شوي وو، چې بامونو ته به څوک نه پرېږدي، ان خپلو کارکوونکو ته به هم هلته اجازه نه ورکوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایمن الظواهري د وژل کېدو خبر د برېښنا په څېر لور په لور د خواله رسنیو له لارې خپور شو، خو د چادنې دې ځای کې عجبه خاموشي ښکاري. د نژدې سړک هر لور ته د دوبي په دې توده ورځ د ترافیکي بهیر دوام لري. خو هغسې چې دقیقې تېرېږي، نور خبریالان راځي، نور لاروي همدلته درېږي او د طالبانو نور ساتونکي هم همدلته راځي.
موږ د لویې لارې څنګ ته ولاړ یو، یو طالب ساتونکی زموږ یوه همکار ته وايي: که مې خبرې ته غوږ نه نیسې، بیا به دې د ټوپک په ژبه پوه کړم. د افغان خبریالانو یوه ډله راورسېده، یوې خبریالې ژړل، د هغه سړک په اوږدو کې چې دې ودانۍ ته غځېدلی، کامره او د خبریالۍ نور الات ترې په زور اخیستل شوي، خو وروسته بېرته ورکړل شوي وو.
اوس نو هغه خبرې په نسبتاً لوړ غږ کېدې، چې مخکې په ټیټ غږ وې، یوه پکې دا وه چې تېرو میاشتو کې په دې ځای کې عربان لیدل شوي، خو چا دا جراات نه کاوه، چې په دې هکله ډېر وغږیږي.
یوه ځايي افغان خبریال راته وویل: ''له تېرو څو میاشتو راهیسې مو دلته ځینې خلک لیدل چې افغانان نه وو. دوی ځايي ژبې نه ویلي، نه پوهېږو څوک وو. '' د ایمن الظواهري د مړینې خبرې چې امریکا ته د مطلوبو کسانو د لیست په سر کې یې نوم راغلی، مخکې هم شوې دي. تېر کال هم ویل کېدل، چې نوموړی د ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.
د ده په هکله ګومان کېده چې که ژوندی هم وي، د افغانستان او پاکستان تر منځ غرنیو سیمو کې به وي. خو اوس معلومه شوه، چې نوموړی د طالبانو د مشرتابه مېلمه و، په داسې یوه ودانۍ کې مېشت و، چې د کابل په زړه کې موقعیت لري او ویل کېږي چې د طالبانو د حکومت کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني اړوند ده. د یادونې ده، چې د سراج الدین حقاني نوم هم په هغه لیست کې شامل دی، چې امریکا پرې بندیزونه لګولي دي.
دا پېښه د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د القاعده مشر اسامه بن لادن وژنې ته ورته بلل کېږي چې د پاکستان یوې پوځي اډې ته نژدې پر هواره ځمکه یوه ودان کور کې مېشت و. یو بل ممثالت یې دا هم دی چې د سپتمبر له ۱۱ مې وروسته امریکا ته غبرګون کې طالبانو وویل، اسامه بن لادن یې د افغانانو له دود - دستور سره سم یوازې یو مېلمه دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
داسې فکر کېده چې له دوه کاله جنجالي خبرو وروسته به د ۲۰۲۰ کال هغه هوکړه به دې بنسټیزې پوښتنې ته حل راپیدا کړي. د هغو خبرو په بهیر کې موږ ته بیا بیا ویل کېدل چې د طالبانو هغه ژمنه چې افغانستان به بیا خوندي پټنځای نه کړي، په څرګندو ټکیو لیکل کېږي. خو هغه هوکړه چې پټې ضمیمې هم ورپورې غوټه وې، دومره صریح هم نه و.
طالبانو ژمنه کړې چې له خپلې خاورې به پر امریکا د برید مخنیوی کوي. خو دوی هېڅکله په څرګند ډول نه دي ویلي چې د الظواهري په ګډون به له جهادي ملګرو سره اړیکي پرې کوي چې د طالبانو له امیر یا مشر ملا هبت الله اخندزاده سره یې بیعت کړی دی.
د پروسږ کال اګست پر ۱۵ مه چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، له هغه راهیسې داسې رپوټونه په تکرار سره خپرېدل چې القاعده وسله وال له پاکستانه افغانستان ته ځي او په ورته مهال طالبانو په تکرار سره ویل چې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي.
طالبانو په کابل کې پر یوې ودانۍ د برید له کبله امریکا تورنه کړه، چې له هوکړې یې سرغړوونه کړې. د طالبانو ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي: ''د داسې کړنو تکرار به شته فرصتونو ته زیان ورسوي. ''
دا نازک حالت داسې مهال رامنځته شوی، چې طالبان د یوې کلنې واکمنۍ وروسته هم په نړیواله کچه د قانوني جواز او رسمیت پېژندنې لپاره هڅې کوي او دوی به نه غواړي کوم نازک بهیر له خطر سره مخامخ کړي. امریکا او نورو لوېدیځوال هم له داسې وضعیت سره مخامخ دي، چې نه پوهېږي په افغانستان کې له پراخېدونکي بشري بحران سره هممهاله څنګه له افغانانو سره داسې حال کې مرسته وکړي، چې ډېری طالب مشران اوس هم د ترهګرۍ اړوند بندیزونو په لیست کې دي.
په سیمه کې له اسلامي دولت نومې سخت دریځې ډلې سره جګړه هم د امریکا په ګټو کې شامله ده، چې له طالبانو سره یې ګډ دښمن دی. طالبان له هغه راهیسې چې کابل کې یې واک ترلاسه کړی، پر یوه داسې پړي تګ کوي چې لوړ ځوړند دی،
دوی به څنګه د القاعده په ګډون چې له دوی سره یې اوږدمهاله تعلق درلود، له نړیوالو جهادي ډلو سره څنګه اړیکي پالي؟
پر خواله رسنیو بیا یو بل تود بحث روان دی. ځینې پر امریکا تور پورې کوي چې یو بل جنګي جرم یې کړی، یوه بله بې محاکمې وژنه یې کړې.
طالبان به څنګه وتوانېږي له یوې جګړه ییزې ډلې ځان په یوه داسې حکومت بدل کړي چې په نړیواله کچه په درنه ورته وکتل شي، خو په ورته مهال خپل محافظه کار حیثیت هم پر ځای وساتي؟
دغه لوړ ځوړند پړی اوس تمبېږي او ټوله نړۍ ورته ګوري.









