ایمن الظواهري: د سترګو له ډاکټرۍ د القاعده تر مشرۍ

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وویل، د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د سي ای اې په ډرون برید کې کابل کې وژل شوی.
ایمن الظواهري څوک دی؟
د سترګو دغه مصري ډاکټر د مصر الجهاد ډلې بنسټ اېښودو کې ګډون کړی و. او د ۲۰۱۱ کال مې کې کې پاکستان کې د القاعدې شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته د القاعدې شبکې مشر وټاکل شو.
تر دې مخکې الظواهري ته د بن لادن د ښي مټ او د القاعدې شبکې د بریدونو د اصلي طراح په سترګه کتل کېدل.
ځینې کارپوهان اټکل کوي چې نوموړی په امریکا کې د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر د ۱۱ بریدونو اصلي طراح و، خو هغه وخت یې د اسامه بن لادن ترنامه وروسته دویم کتار کې نوم راتله، او د امریکا په هغه نوملړ کې و چې د القاعدې شبکې د ۲۲ مطلوبو غړو په تړاو یې خپور کړی و.
د امریکا حکومت د الظواهري د موندلو یا یې په اړه د کره مالوماتو ورکولو پرسر ۲۵ میلیون ډالر جایزه اعلان کړې وه.
ځینې کارپوهان وايي د مصر الجهاد ډله د تېرې پېړۍ ۹۰مه لسیزه کې له القاعدې شبکې سره یوځای او یولاس شوې وه، خو په پای کې پر القاعدې لاسبرې وه.
الظواهري په وروستي ځل د ۲۰۰۱ کال اکتوبر میاشت کې د افغانستان سوېل ختیځ خوست ولایت کې لیدل شوی، هغه مهال امریکا د طالبانو د حکومت پرضد پراخ بریدونه پیل کړي وو.
الظواهري هغه مهال د افغانستان او پاکستان په سرحدي غرنیو سیمو کې د خواخوږو قبایلي ملګرو په ملګرتیا پټ کړای شو.
"د القاعدې ویاند"

د عکس سرچینه، Reuters
الظواهري د القاعده د ویاند په توګه مطرح شو. هغه په ۲۰۰۷ کال په ۱۶ وېډیويي او غږیزو پیغامونو کې راڅرګند شو، چې هماغه کال د اسامه پرتله ۴ برابره ډېر راڅرګند شوی و.
اټکل کېږي چې د ۲۰۰۶ کال جنورۍ پر ۱۳مه هم له افغانستان سره پر پوله د پاکستان قبایلي سیمو کې امریکا پر الظواهري توغندیز برید کړی و.
په هغه برید کې د القاعدې څلور غړي وژل شوي وو، خو الظواهري روغ رمټ ترې وتلی و.
ده له برید دوه اونۍ وروسته یوه وېډیويي پیغام کې د امریکا ولسمشر جورج بوش ته ګواښ وکړ که وس یې ورسېږي، نو دی [بوش] او پر ځمکه ټول قوت به یې ووژني.
د ۲۰۰۷ کال جولای کې یوه بل پیغام کې یې د نړۍ پر مسلمانانو غږ کړی و چې له جهادي خوځښتونو او القاعده شبکې سره یوځای شي.
په همدې پیغام کې الظواهري د القاعده شبکې راتلونکې ستراتیژي هم اعلان کړه، ده وویل، په لنډمهال کې به القاعده له "صلیبیانو او یهودو" سره پر همغږي کوونکو خپل بریدونه ډېر کړي، چې موخه یې امریکا او په لوېدیځ کې د امریکا ملګړي او اسرائیل وو.
خو نوموړي د اوږدمهاله ستراتیژۍ په اړه وویل، د سعودي او مصر په څېر د نړۍ ځینې نظامونه به ړنګ کړي، هغه د القاعده جنیګالي هڅولي وو چې افغانستان، عراق او سومالیا کې د اسلامپالو سخت دریځو پوځي روزنې ډېرې کړي.
د ۲۰۱۱ کال جون پر اتمه، الظواهري په یوه بل پیغام کې امریکا ته ګواښ وکړ چې بن لادن به له قبر هم د امریکا "ترهولو" ته دوام ورکړي.
"ځانګړې کورنۍ"
الظواهري د مصر قاهره کې د ۱۹۵۱ کال د جون پر ۱۹مه زیږېدلی، دی د منځنۍ پوړې یوه کورنۍ کې زیږېدلی، چې ګڼ ډاکټران او دیني پوهان پکې وو.
نیکه یې ربیع الظواهري د الازهر د جامع جومات شیخ تېر شوی، او یو تره یې د عربي هېوادونو د ټولنې سرمنشي هم تېر شوی.
د بریتانیا دائرة المعارف لیکلي، الظواهري د قاهرې سوېلي المعادي کلي کې لوی شوی، ماشومتوب کې تر ډېره د سید قطب له کتابونو او لیکنو اغېزمن شوی.
الظواهري په زلمیتوب کې د اسلامي سیاسي حرکتونو فعالیتونو کې ډوب شوی، دی لاهم ښوونځي کې و چې سیاسي فعالیت یې پیل کړ، په پنځلس کلنۍ کې له ناقانونه ګرځول شوې اخوان المسلمین ډلې سره د غړیتوب په تور ونیول شو.
خو د هغه سیاسي فعالتیونو دی د قاهرې پوهنتون کې د طب له پوهنځي لیرې نه کړ، له دې پوهنتون په ۱۹۷۴ کال فارغ شو.
بیا یې پوځ کې درې کاله د ډاکتر په توګه خدمت وکړ او په ۱۹۷۸ کال یې جراحۍ کې ماسټري وکړه.
د ۱۹۸۰ او ۱۹۸۱ کلونو منځ کې، د سرې میاشتې د یوه مرستندوی په توګه د خیبر پښتونخوا پېښور ښار ته ولاړ او هلته یې د افغانستان د جګړې زیانمنو شویو کډوالو درملنه کوله، په دې وخت کې څو ځله افغانستان ته تللی او راغلی او هلته یې جګړه له نژدې کتلې ده.
"رادیکال ځوان"

د عکس سرچینه، Getty Images
په پیل کې الظواهري د خپلې کورنۍ پر دود روان و، د قاهرې یوه کونج کې یې طبي ازموینه کوله، خو ژر هغو اسلامي ډلو ورجذب کړو چې د مصري حکومت پرځول یې هدف و.
دی په ۱۹۷۳ کال د مصر اسلامي جهاد ډلې له بنسټ اېښودو سره له دې ډلې سره یوځای شو.
په ۱۹۸۱ کال، د وخت د ولسمشر انور سادات د وژلو په تور ونیول شو.
سادات له اسرائیلو سره د سولې تړون په لاسلیکولو د اسلامپالو فعالانو غوسه وپاروله، همدا وو چې ده د خپلو منتقدینو نیول پیل کړل.
د محاکمې په یوه ناسته کې الظواهري د تورنو کسانو د ویاند په توګه راڅرګند شو، دا چې هغه روانه انګلیسي ویله، ځکه ویاند وټاکل شو. نوموړي محکمې ته وویل: "موږ مسلمانان پر خپل دین ایمان لرو او د اسلامي دولت جوړېدو او اسلامي ټولنې رامنځ ته کېدو هڅه کوو".
که څه هم دی د سادات د وژلو تور کې سپین وخوت، خو د ناقانونه وسلې په لرلو تورن او درې کاله بندي شو.
له خپلو اسلامپالو زنداني ملګرو سره، الظواهري د مصر زندان کې له هر ډول کړاو او ربړونې سره مخامخ شو، چې ویل کېږي همدې کار دی لا ډېرې سخت دریځۍ ته ورټېل واهه.
په ۱۹۸۵ کال تر خوشي کېدو وروسته سعودي عربستان ته ولاړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
بیا لنډ وخت بېرته پېښور او افغانستان ته ستون شو، پېښور کې یې د مصر اسلامي جهاد ډلې یوه څانګه پرانیسته او پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرمهال یې د ډاکټر په توګه کار کړی.
ده په ۱۹۹۳ کال د اسلامي جهاد ډلې مشري پرغاړه واخیسته، او مصر کې یې د هغه وخت د لومړ÷ی وزیر عاطف صدقي د وژلو د هڅې په ګډون د ځینو بریدونو مشري کوله.
ددې ډلې ډېرېدونکو بریدونو چې مصر کې تر ۱۲۰۰ ډېر کسان پکې ووژل شول، د مصر حکومت د پرځېدو لامل شو. دوی غوښتل یو اسلامي دولت جوړ کړي.
په ۱۹۹۷ کال، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، الظواهري د (طلائع الفتح) په نامه د اسلامي جهاد جلا شوې ډلې مشر د مصر الاقصر ښار کې د بهرنیو سیلانیانو د وژلو تر شا و.
بیا دوه کاله وروسته، پر الظواهري د مصر د ننه بریدونو کې د لاس لرلو په تور د مصر پوځي محکمې په غیاب کې په اعدام محکوم کړ.
لوېدیځ هدفونه

د عکس سرچینه، Getty Images
له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد له وتلو وروسته، باور کېده چې الظواهري بلغاریا، ډنمارک او سویس کې اوسېدلی او ځینې وخت یې د بلقان سیمې، اتریش، یمن، عراق، ایران او فیلیپین ته په مرموز پاسپورټ سفرونه کړي.
د بریتانیا دائرة المعارف لیکلي، بن لادن په ۱۹۹۲ کال سودان ته ولاړ او هلته یې د ۱۹۹۵ کال جون کې الظواهري ورسره یوځای شو، خو د مصري ولسمشر حسني مبارک د وژلو هڅه یې ناکامه شوه، همدا وو چې د نړیوالو د فشار له کبله سودانیانو الظواهري او بن لادن او ملګري یې له خپلې خاورې وشړل.
د ۱۹۹۶ کا ډیسمبر میاشت کې، داسې رپوټونه خپاره شول چې الظواهري په روسیه کې تر نیول کېدو وروسته د فعالې وېزې نه لرلو په تور شپږ میاشتې د چیچنیا له لارې داغستان ته د تللو له کبله بندي شوی دی.
د الظواهري په لاس لیکل شوې مقالې له مخې، روسي چارواکي دده په شخصي کمپیوټر کې په عربي متنونو پوهېدو کې پاتې راغلل، همدا وو چې د ده هویت یې مالوم نه شو کړای.
په ۱۹۹۷ کال، الظواهري د افغانستان جلال اباد ښار ته - چېرې چې بن لادن و- ولاړ.
یو کال وروسته د الجهاد او پنځه نورې رادیکالې ډلې له بن لادن او القاعده شبکې سره یوځای شوې، او د "یهودو او صلیبیانو پرضد د نړیوال جهاد اسلامي جبهه" یې جوړه کړه.
د جبهې په اعلانېدو په امریکا کې د ولسي وګړو د وژلو دیني فتوا یې په لومړي ځل صادره کړه، شپږ میاشتې وروسته، په کینیا او تنزانیا کې د امریکا پر دوو سفارتونو هممهاله دوو خونړیو بریدونو کې ۲۲۳ کسان ووژل شول.
له فضايي رادار د الظواهري له خبرو او اړیکو په ډاګه شوه چې ګنې القاعده ددغو بریدونو تر شا وه.
له بریدونو دوه اونۍ وروسته، واشنګټن په افغانستان کې د سخت دریځو اسلامپالو پوځي مرکزونه وویشتل. په بله ورځ الظواهري له یوه پاکستاني خبریال سره ټیلیفون کې وویل: "امریکایانو ته ووایه دا توغندي او ګواښونه او دوښمنانه کارونه یې موږ نه شي ترهولی. اوس نو جګړه پیل شوه".










