د ایمن الظواهري پر وژل کېدو غبرګونونه

ایمن الظواهري

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د سي ای اې په ډرون برید کې کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو اعلان وکړ،‌ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، طالبانو کابل کې ایمن الظواهري ته د پنا ورکولو له واشنګټن سره له لاسلیک کړي هوکړه لیک سرغړونه کړې ده.

امریکا

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: "طالبانو کابل کې د القاعده مشر ته د پنا ورکولو او کوربتوب کولو سره د دوحې تړون په شدت نقض کړی. دوی نړۍ ته ډاډ ورکړی و چې د افغانستان له خاورې به هېڅ ترهګر د نورو هېوادونو امنیت ته خطر نه پېښوي. دوی د افغانستان له خلکو او له نړیوالې ټولنې سره د عادي اړیکو جوړولو او رسمیت پېژندلو له میلان ښودلو سره خیانت کړی.‌"

خبرپاڼه وايي، د الظواهري له مړینې وروسته نړۍ خوندي شوې او امریکا به د هغو کسانو پر وړاندې قاطعانه ګامونو اخیستو ته دوام ورکړي چې زموږ هېواد،‌ خلکو او شریکانو ته ګواښ پېښوي.

انټوني بلېنکن ویلي، ددې هوکړې له مخې، له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه ووتل.

نوموړي پر ټویټر لیکلي: "موږ له افغانستانه د ترهګرۍ راولاړېدونګو ګواښونو پر وړاندې پر خپلو ژمنو عمل وکړ.‌ نړۍ د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له مړینې وروسته په امن کې ده. د امریکا متحده ایالتونه به د هغو کسانو پر وړاندې خپل کار ته دوام ورکړي، چې زموږ هېواد، خلکو او ټلوالې ته ګواښ پېښوي".

بله خوا، سپینې ماڼۍ پر ټویټر یو انځور خپور کړی له ولسمشر بایډن له جګپوړو چارواکو سره په یوه غونډه کې پکې ښکاري.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

له انځور سره لیکل شوي چې د جولای پر لومړۍ نېټه، ولسمشر بایډن له خپل امنیتي ټیم سره د الظواهري د لیرې کولو په تړاو د ترهګرۍ ضد عملیاتو په اړه غږېږي.‌

په دې ناسته کې ولسمشر ته د عملیاتو لنډ معلومات ورکړل شول او د هغه خوندي کور نمونه وروښودل شوه چې الظواهري پکې پټ شوی و.‌

طالبانو تر اوسه کابل کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې د دوی حکومت منلې وه چې د امریکا ډرون الوتکو یکشنبه د کابل ښار شېرپور سیمه کې پر یوه کور برید کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و چې دا برید د دوحې له تړونه ښکاره سرغړونه ده او د تېرو ناکامو تجربو تکرارول دي.

هغه لیکلي چې دا ډول بریدونه د افغانستان او امریکا د ګټو په زیان دي او شته فرصتونو ته هم تاوان رسوي.

د یادې هوکړې له مخې چې دوحه کې لاسلیک شوې ده، طالبانو ژمنه کړې چې د لوېدیځ پر وړاندې فعالیتونو لپاره به بهرنیو جنګیالیو او ترهګرو ته افغانستان کې د اوسېدو او پنا ورکولو اجازه نه ورکوي.

کاناډا

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د الظواهري د وژل کېدو تر اعلان وروسته پر ټویټر لیکلي: "د ایمن الظواهري وژل کېدل نړۍ د خوندیتوب لوري ته یو ګام نوره نژدې شوې. کاناډا به له خپلو نړیوالو ملګرو سره د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې خپل کار ، سولې او امنیت راوستلو ته دوام ورکړي."

اوباما

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم ویلي، "د سپتمبر د یوولسې له بریدوونو څه باندې شل کاله وروسته، د ترهګرۍ یو مهم طراح او د القاعدې شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن پر ځایناستي ایمن الظواهري برید بالاخره نوموړی عدالت ته راکش کړ."

اوباما پر ټویټر لیکلي، "دا د ویاړ ځای دی چې د ولسمشر بایډن مشرتابه، او هغو څارګرو ادارو چې لسیزې یې ددې شېبې لپاره کار کړی، او د ترهګرۍ ضد بوختو کارپوهانو د هڅو پایله کې بالاخره ایمن الظواهري په داسې برید کې له منځه یووړ چې هېڅ ولسي وګړي ته پکې مرګ ژوبله وانه وښته".

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

نوموړی وايي، د نن شپې دا تاییدوي چې چې افغانستان کې له جګړې پرته د ترهګرۍ جرګړې رایستل ممکن دي. او زه هیله لرم د سپتمبر د یوولسمې د قربانیانو او هر هغه چا چې د القاعده په لاس ځورېدلي دا کار یوه کوچنۍ خوشالي او ارامي ورپه برخه کړي.

سعودي عربستان

په ورته وخت کې، سعودي عربستان ویلي د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر د هغه اعلان هرکلی کوي، چې د القاعده "ترهګرې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه یې کړی و".

ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي: "الظواهري د هغې ترهګرۍ سرلاری و چې په امریکا، سعودي عربستان او د نړۍ نورو هېوادونو کې یې د خونړیو ترهګریزو عملیاتو پلانونه او عملي کېدو چارې مخته وړلې او په دې بریدونو کې د سعودي په ګډون بېلابېلو هېوادونو زرګونه وګړي او د مختلفو دینونو پیروان ووژل شول."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 4
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 4

په خبرپاڼه کې راغليو د سعودي حکومت د ترهګرۍ د افت پر وړاندې د جنګېدو او د جرړې ایستلو لپاره پر نړیوالو ګډو هڅو ټینګار کوي.

د سعودي چارواکو ویليو نړۍ باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې د ولسي خلکو د ساتنې لپاره د همکارۍ یو نړیوال چوکاټ رامنځ ته کړي.

اسرائیل

د اسرائیلو لومړي وزیر یائیر لپیډ پر ټویټر د ایمن الظواهري د وژل کېدو په غبرګون کې لیکلي، "نړۍ نن خوندي ځای دی. مبارک مو شه".

نوموړی وايي، "امریکا په بریالیتوب ایمن الظواهري په نښه کړ.‌ ترهګرې ډلې او د دوی تمویلوونکي باید پوه شي چې تاسو په قرض شوي وخت کې اوسېږئ. د ازادۍ ځواکونه به تاسې عدالت ته راکش کړي".

اسټرالیا

د اسټرالیا لومړي وزیر پارلمان ته وینا کې د ایمن الظواهري د وژل کېدو غبرګون کې ویلي، "په دې سره باید ترهګر پوه شي چې افغانستان د دوی، د هغوی د تهرګرۍ او زموږ د بشریت پرضد د ترهګریزو بریدونو لپاره پټنځی نه شي کېدای".