د پاکستان پارلمان مشر د تحریک انصاف ګوند ۱۱ پارلمان غړو استعفاوې تائید کړې

تحریک انصاف

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي لندن

د پاکستان قامي اسمبلۍ یا ولسي جرګې مسوولین وايي، د دې جرګې مشر راجا پروېز اشرف د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) اړوند لسو پارلمان غړو استعفاوې تائید کړې دي.

د ملي اسمبلۍ سکرتر له دفتره په دې لړ کې یو رسمي بیان هم خپور شوی دی. په دې بیان کې ویل شوي، پارلمان مشر د پاکستان اساسي قانون د ۶۴ مادې لومړي بند واک له مخې د دې کسانو استعفاوې منلې دي او د پاکستان ټاکنو کمېسیون ته دې لړ کې اعلامیه استول شوې ده.

په هغو کسانو کې چې استعفا یې منل شوې، علي محمد خان فیصل محمد خان، شوکت علي، فخر زمان خان، فرخ حبیب، اعجاز احمد شاہ، جمیل احمد خان، محمد اکرم چیمه، عبدالشکور شاد، ډاکتره مهرالنسا شیرین مزاري او شاندانه ګلزار خان نومونه شامل دي.

د قامي اسمبلۍ په اعلامیه کې ویل شوي، چې دې استازو د تېر اپریل میاشتې پر ۱۱ نېټه استعفاوې کړې وې. بل لور د قامي اسمبلۍ مشر پرېکړې ته غبرګون کې د پاکستان اطلاعاتو پخواني وزیر او تحریک انصاف ګوند غړي فواد چودري سخت غبرګون څرګند کړی.

نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ''سپیکر قاسم سوري (د تحریک انصاف ګوند حکومت پر مهال د قامي اسمبلۍ مشر) له مخکې استعفاوې تائید کړې او ټاکنو کمېسیون ته یې استولې دي، نن چې اسمبلۍ مشر ۱۱ استعفاوې منلې دي، هېڅ قانوني حیثیت نه لري، دا ستاسې ناسم ګومان دی، چې د دې وکیلانو په انتخابي حوزو کې به ضمني ټاکنې وکړئ، هېواد د ټولټاکنو پر لور روان دی، او اوسني واکمن د ټولټاکنو مخه نه شي نیولای. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

په ورته مهال د واکمن سیاسي ائیتلاف 'پي ډي‌ ایم ' مشر مولانا فضل الرحمان وايي، حکومت به ټاکلې موده پوره کوي او ټاکنې به په ټاکلي وخت ترسره کېږي.

نوموړي په اتحاد کې د شاملو بېلا بېلو سیاسي ګوندونو له ګډې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، ''د عمران خان دروغجن دریځ ته به ماتې ورکړل شي او د قانون لاس به ژر د دې ملي مجرم ګرېوان ته ورسېږي. ''

نوموړي د پاکستان له ټاکنو کمېسیونه وغوښتل چې د تحریک انصاف ګوند له لوري له بهره د پانګې ترلاسه کولو قضیه کې ژر تر ژره پرېکړه وکړي.

فضل الرحمان

د عکس سرچینه، Ptv

د عکس تشریح، مولانا فضل الرحمان د واکمن ائیتلاف له غونډې وروسته وویل، ټاکنې به په ټاکلي وخت کېږي.

مولانا فضل الرحمان دغه راز حکومت ته وړاندیز وکړ چې د اساسي قانون د اې ۶۳ مادې د تشریح لپاره سترې محکمې ته غوښتنلیک وړاندې کړي چې یو بشپړ منصفه پلاوی وکولای شي ''هېواد له سیاسي او قانوني کړکېچه وباسي. ''