د پاکستان پارلمان عمران خان ته د نه باور رایې په هکله غونډه کوي

تحریکِ عدم اعتماد

په پام کې ده، د پاکستان په قامي اسمبلۍ یا ولسي جرګه کې نن د لومړي وزیر عمران خان پر ضد د اپوزیسیون ګوندونو له لوري د بې باورۍ وړاندې شوي تحریک لپاره رایې اچوونه وشي.

د اسمبلۍ غونډه به له ځايي وخت سره سم د ورځې ۱۱ نیمې بجې رسماً پیلېږي.

د اسمبلۍ غونډې په هکله خپاره شوي معلومات ښيي چې غونډه به د قران کریم له تلاوت وروسته د معمول له پوښتنو، ځوابونو سره چې د نن غونډه د نفتو لوړېدونکو بیو له کبله د خلکو ستونزو ته ځانګړې شوې، پیل شي.

له دې وروسته به د لومړي وزیر خلاف د اپوزیسیون پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند یوه مشر میا محمد شهباز شریف له لوري د وړاندې شوي تحریک عدم اعتماد یا بې باورۍ تحریک په هکله د پارلمان غړو رایې وغوښتل شي.

د پاکستان پارلمان له ودانۍ د بي بي سي خبریاله فرحت جاوېد په خپل رپوټ کې وايي، د پارلمان ودانۍ په شاوخوا کې د پولیسو او مېلشه ځواک (ایف سي) ګڼ شمېر ځواکونه د امنیت خوندي ساتلو په موخه ځای پر ځای شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان پارلمان زنداني غړی علي وزیر د ورځې نژدې لس نیمې بجې د بې باورۍ تحریک لړ کې د خپلې رایې کارولو لپاره داسې حال کې د پارلمان ودانۍ ته ورسېد، چې پولیس هم ورسره ملګري وو.

د پاکستان لومړي وزیر په ظاهره پارلمان کې اکثریت له لاسه ورکړي او اپوزیسیون ګوندونو په پارلمان کې د ۱۷۴ غړو له یو ځای کولو سره ثابته کړې، چې د بې باورۍ تحریک کامیابېدو لپاره د اړین ۱۷۲ پارلمان غړو ملاتړ درلودو شرط یې پوره کړی دی.

د پاکستاني قانون له مخې قامي اسمبلۍ ته د بې باورۍ تحریک وړاندې کېدو له دریو ورځو تر اووه ورځو پورې باید پرې د پارلمان غړو رایه واخیستل شي، چې پر یکشنبه د دې تحریک له وړاندې کېدو اووه ورځې تېرېږي.

که عمران خان له واکه لرې شي څه به کېږي؟

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان کې د اپوزېسیون ګوندونه د لومړي وزیر عمران خان خلاف د 'نه باور رایې' پروسې له ثبتولو وروسته قامي اسمبلۍ کې د ملاتړو د شمېر له اړخه برلاسی ښکاري.

د اپوزېسیون دې برلاسۍ ته په کتو دا امکان ډېر دی چې عمران خان دې د یکشنبې ورځې له رای اچونې وروسته لومړی وزیر پاتې نه شي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ (ملي شورا) استازو جرګه ټولټال ۳۴۲ غړي لري او که د دوی تر نیمو ډېر (۱۷۲) د عمران خان خلاف رایه وکاروي، نو نوموړی به له واکه ګوښه کېږي.

که د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د لومړي وزیر خلاف د 'نه باور رایې' بهیر د څرنګوالي او تر هغې وروسته وضعیت په اړه پوښتنې لرئ، نو بي بي سي یې دغه مطلب کې د ځوابولو هڅه کړې.

د 'نه باور رایې' پروسه؛ ایا درغلي پکې ممکنه ده؟

قامي اسمبلي

د عکس سرچینه، AFP

د عمران خان خلاف د 'نه باور رایې' پروسه کې یوازې د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي رایې کارولی شي. د پارلمان رئیس به د یکشنبې پر ورځ د دغه بهیر تر پیلېدو وړاندې تالار ته د ټولو استازو وربللو لپاره پنځه دقیقې زنګ وکړنګوي، ځکه تر هغې وروسته د تالار دروازې تړل کېږي.

له دې وروسته د 'نه باور رایې' پروسې تر بشپړېدو پورې، چا ته له تالاره د وتلو او ننوتلو اجازه نشته.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ رئیس به د لومړي وزیر عمران خلاف د 'نه باور رایې' لپاره ثبت شوی متن واوروي، بیا به د اسمبلۍ له غړو وغواړي چې که څوک د دې بهیر ملاتړ کوي نو د تالار څنډه کې یوې ګالرۍ ته دې ولاړ شي.

دغه ځای کې به د قومي اسمبلۍ اداري کسان د ورغلو وکیلانو حاضري اخلي.

د قامي اسمبلۍ دغه غړي به تر هغې بېرته تالار ته نه ورګرځي چې رئیس بیا زنګ نه وي وهلی. تر هغې وروسته به د وکیلانو ګڼل پیل شي چې له بشپړېدو سره به یې رئیس شمېر اعلان کړي.

ایا پخوا هم د پاکستان کوم لومړی وزیر په دا ډول بېواکه شوی؟

عمران

د عکس سرچینه، ANADOLU AGENCY

که د عمران خان د بېواکه کولو دغه بهیر بریالی شي نو دا به د پاکستان تاریخ کې لومړی ځل وي چې د یوه لومړي وزیر خلاف د 'نه باور رایې' بهیر بریالی کېږي.

د یادونې ده چې د دغه هېواد سیاسي تاریخ کې په لومړي ځل د ۱۹۸۹ کال د نومبر پر لومړۍ نېټه د لومړۍ وزیرې بېنظر بوټو او تر هغې وروسته په ۲۰۰۶ کال د وخت د لومړي وزیر 'شوکت عزیز' خلاف هم قامي اسمبلۍ کې د 'نه باور رایې' بهیر چلول شوی و، خو دواړه ځله د اپوزېسیون په ناکامۍ پای ته ورسېد.

که عمران خان بېواکه شي، پاکستان به څومره موده بې لومړي وزیره وي؟

د پاکستان د قامي اسمبلۍ رئیس به د لومړي وزیر خلاف د نه باور رایې د بهیر پایله ولسمشر ته استوي او منشي به یې په دولتي جریده کې خپرېدو لپاره کار کوي.

دا کارونه په دودیز ډول دوه - درې ورځې اخلي چې تر هغې وروسته بیا د قامي اسمبلۍ ناسته رابلل کېږي.

که د عمران خان د بېواکه کولو بهیر بریالی شي نو ولسمشر به د قامي اسمبلۍ جلسه ورغواړي او د نوي مشر د ټاکلو لپاره به ټاکنې کېږي.

کله چې پخوانی لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني محکمې ته د سپکاوي قضیه کې بېواکه شوی و، نو څو ساعتونو کې دننه دننه تالار لپاره نوی مشر مشخص او راجه پرویز اشرف نوی لومړی وزیر وټاکل شو.

ایا عمران خان سره به یې کابینه او سلاکارن هم رخصتېږي؟

عمران

د عکس سرچینه، FACEBOOK.COM/IMRANKHANOFFICIAL

د لومړي وزیر خلاف د 'نه باور رایې' بهیر له بریالي کېدو سره کابینه لمنځه ځي او آن د لومړي وزیر ځانګړي مرستیالان هم پر خپلو دندو نشي پاتېدای.

د لومړي وزیر د بېواکه کېدو بهیر له بریا سره سم د هېواد د لومړي کس په توګه د هغه "وي وي ای پي" حیثیت هم لمنځه ځي.

نوی لومړی وزیر څنګه ټاکل کېږي؟

د لومړي وزیر د بېواکه کېدو بهیر له پای ته رسېدو وروسته د ولسمشر په غوښتنه د قامي اسمبلۍ نوې جلسه رابلل کېږي چې نوی مشر پکې وټاکل شي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ اخلي اصولو کې په دې اړه ډېر وضاحت نشته، خو په دودیز ډول د جرګې رئیس په دوو یا درېو ورځو کې جلسه راغواړي او ولسمشر دې موده کې د اساسي قانون د ۹۴یمې مادې پر بنسټ هغه ته د نوي لومړي وزیر تر مالومېدو پورې د چارو مسوولیت سپارلی شي.

جرګې ته د نوي لومړي وزیر د ټاکلو پروسه کې د یوه یا تر یوه د ډېرو نوماندانو د غوښتنلیکونو او اسنادو د څېړنې کار هم مخ کې پروت وي چې له بشپړېدو وروسته یې رایه اچول کېږي.

که د لومړي وزیر څوکۍ ته تر یوه ډېر نوماندان ولاړ وي نو د ګوند غړي او پلویان یې تالار کې جلا جلا خواو ته کینول کېږي.

پاکستان کې د چا د لومړي وزیر کېدو امکان ډېر دی؟

شهباز او نواز

د عکس سرچینه، Getty Images

د اپوزېسیون ګوندونو د مسلم لیګ (ن) مشر شهباز شریف د لومړي وزارت څوکۍ ته رامخ ته کړی او دا چې اوس په اسمبلۍ کې اپوزېسیون ډېر ملاتړي لري، نو احتمال ډېر دی چې شهباز شریف دې د پاکستان نوی لومړی وزیر وټاکل شي.

دغه کار لپاره باید د اپوزېسیون اېتلاف دا ډاګیزه کړي چې پر نوموړي یوه خوله دي.

له دې سره دا امکان هم نشي ردېدای چې اوسنی واکمن 'تحریک انصاف ګوند' دې هم د راتلونکي لومړي وزیر څوکۍ ته خپل نوماند معرفي کړي، ځکه د دغه ګوند مشرانو په وار وار ویلي چې د تر پایه د اپوزېسیون پر وړاندې مقابله کوي.

دا هم مالومه ده چې هغوی دې یو ځل بیا عمران خان لومړي وزارت ته د نوماند په توګه رامخ ته کړي، ځکه قانون د دغه کار مخه نه نیسي.

د نوي حکومت جوړېدو څومره وخت اخلي؟

عمران خان

د عکس سرچینه، PTI

ولسمشر به د پارلمان د نوي مشر په توګه بریالي نومانده ته پر همغه ورځ د لومړي وزیر په حیث لوړه ورکړي.

په همدې ورځ به د مرکزي حکومت د کابینې ځیني غړي هم لوړه وکړي، خو پاتې یې راتلونکو ورځو او وخت کې دا کار کولی شي.

که بېواکه شي نو عمران خان څومره وخت کې د لومړي وزارت له ماڼۍ کډه کوي؟

عام روایت دا دی چې که د عمران خان خلاف د نه باور رایې پروسه بریالۍ شي نو له همدې ورځې باید دفتر ته ونه ګرځي او که دفتر کې ترې شخصي وسایل او توکي پاتې وي، نو د دفتر کارکوونکي به یې د استوګنې ځای ته وروړي.

عمران خان له وړاندې خپل شخصي استوګنځي کې اوسي، چې د لومړي وزیر د کور حیثیت ورکړ شوی.

نوموړی د لومړي وزیر لپاره ځانګړی دولتي کور یوازې د رسمي ناستې پاستې لپاره کاروي.

که لومړی وزیر ځي، نو ولسمشر پاتې کېږي؟

عارم علوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عارف علوي

د اپوزېسیون ګوندونو د اېتلاف له اړخه د ولسمشر عارف علوي د استیضاح خبره هم کېږي. دوی د څلورواړو ایالتونو له اسمبلیو غوښتي چې د ښاغلي علوي د استیضاح بهیر هم بریالی کړي.

د اپوزېسیون ګوندونو اېتلاف پر دې سربېره ان قامي اسمبلۍ د رئیس او د هغه د مرستیال خلاف هم د 'نه باور رایې' بهیر د پیلولو هوډ څرګند کړی دی.