عمران خان ته د نه باور رایه؛ 'لومړی وزیر د ملي امنیت له غونډې وروسته پاکستانیانو ته وینا کوي'

د عکس سرچینه، RADIO PAKISTAN
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي لندن
د پاکستان اطلاعاتو وزیر فواد چودري وايي، لومړی وزیر عمران خان به نن ماښام پاکستانیانو ته وینا وکړي. د یادونې ده، چې پرون هم ویل شوي و، لومړی وزیر به وینا کوي، خو وروسته هغه وینا د جزیاتو له اعلان پرته وځنډول شوه.
له دې مخکې د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وویل، لومړي وزیر نن ماسپښین دوې نیمې بجې د پاکستان ملي امنیت کومېټې 'مهمه ' غونډه بللې او له دې وروسته به ماښام پاکستانیانو ته وینا وکړي.
نوموړي وویل، لومړی وزیر پرون و نه توانېد وینا وکړي او د ملي امنیت غونډې له کبله یې د پنجاب ایالت مرکز لاهور ته سفر لغوه کړی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
بل لور د پاکستان قامي اسمبلۍ یا ولسي جرګه نن د لومړي وزیر عمران خان خلاف د اپوزېسیون ګوندونو له لوري د عدم اعتماد یا بې باورۍ تحریک په هکله بحث پیلوي.
له ځايي وخت سره سم به ماسپښین څلور بجې دا بحث پیل شي.
د یادونې ده، چې د روانې اونۍ سر کې اپوزېسیون ګوندونو دا تحریک وړاندې کړ، چې د بریا لپاره یې اپوزېسیون د ۱۷۲ پارلمان غړو رایو ته اړتیا لري.
د چهارشنبې پر ماښام دې لړ کې واکمن تحریک انصاف ګوند ۱۴۰ تاییدي رایې درلودې او د پاکستان پارلمان ۱۹۶ غړي د اپوزېسیون ګوندونو تایید کاوه، چې غواړي لومړی وزیر عمران خان باید له دندې ګوښه شي.
د عمران خان واکمن تحریک انصاف ګوند او دغه راز د حکومت اتحادي ګوندونو یو شمېر پارلمان غړي هم اوس د اپوزېسیون ګوندونو ملاتړ کوي.
بل لور د پاکستان اطلاعاتو وزیر فواد چودري په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، لومړی وزیر استعفا نه کوي.
ښاغلی چودري لیکي: ''لومړی وزیر عمران خان داسې لوبغاړی دی چې د وروستي توپ لوبه هم کوي، استعفا نه ورکول کېږي، بلکې میدان به لګېږي (لوبه به پر میدان کېږي) چې دوستان او دښمنان به یې ټول وویني. ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
ښاغلي چودري پرون رسنیو ته وویل، د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه له لومړي وزیر خان سره په لیدنه کې ''نه خو له هغه استعفا غوښتې او نه هم لومړی وزیر استعفا کوي. ''
له دې مخکې لومړي وزیر عمران خان د اپوزېسیون ګوندونو له لوري د ده پر ضد د نه باور تحریک یوه داسې توطئه بلله، چې په وینا یې له هېواده بهر جرړې لري او دې لړ کې یې د یوه لیک یادونه کوله، چې په وینا یې پټ رازونه پکې شامل دي.
پرون ناوخته بیا د پلازمېنې اسلام اباد عالي محکمې قاضي القضات همدې لړ کې د یوه درخواست په ځواب کې وویل، محکمه باوري ده، چې لومړی وزیر داسې هیڅ معلومات نه افشا کوي چې ملي ګټو او امنیت ته زیان ورسوي او نه به داسې کوم ګام پورته کوي چې د ده د لوړې سره په ټکر کې وي.










