عمران خان: د پاکستان ټاکنو کمېسیون جمهوریت ته زیان رسولی

عمران خان

د عکس سرچینه، FACEBOOK/@IMRANKHANOFFICIAL

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، اپوزېسیون ګوندونو هڅه کړې چې د سنا یا مشرانو جرګې په ټاکنو کې حکومتي غړي د ځان ملګري کړي او ثابته کړي چې تحریک انصاف ګوند محبوبیت له لاسه ورکړی.

د پنجشبې ورځې پر ماښام پاکستانیانو ته وینا کې ښاغلي خان وویل، اپوزېسیون هدف دا و چې د سنا ټاکنو له پایلو کار واخلي او د ده 'د حکومت سر ته د بې باورۍ توره ونیسي. '

ښاغلي خان د خپل هېواد پر ټاکنو کمېسیون هم نیوکه وکړه او په وینا یې د 'سري رایو کارولو له لارې یې مجرمان وژغورل. '

عمران خان به د شنبې پر ورځ د خپل هېواد له اسامبلۍ د باور رایه ترلاسه کوي.

نوموړي د خپل ګوند له پارلمان غړو وغوښتل چې د باور رایې ورکولو پر مهال 'د خپل وجدان له لارښوونې سره سم ' رایه ورکړي.

د مارچ دریېمې په ټاکنو کې د پلازمېنې اسلام اباد پر څوکۍ د حکومتي کاندید او د لومړي وزیر سلاکار عبدالحفیظ شیخ پر وړاندې پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني بریا تر لاسه کړه.

ګیلاني شیخ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پلازمېنې اسلام اباد پر څوکۍ د حکومتي کاندید عبدالحفیظ شیخ (کیڼ اړخ ته) پر وړاندې پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني بریا تر لاسه کړه.

په ظاهره د واکمن ګوند یو شمېر پارلمان غړو عبدالحفیظ شیخ ته له رایې ورکولو ډډه کړې چې د واکمن ګوند لپاره د اضطراب لامل بلل کېږي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند پر اپوزېسیون ګوندونو تور پورې کړی چې په مشرانو جرګه کې یې د خپل کاندید بریا لپاره رایې په پیسو اخیستې دي، خو د مسلم لیګ (ن) ګوند مرستیالې مریم نواز او د پیپلز ګوند عمومي منشي بلاول بوټو زرداري نن په خپلو څرګندونو کې په غیر مستقیم ډول دغه تورونه رد کړي دي.

لومړي وزیر خان د خپل هېواد پر ټاکنو کمېسیون هم سختې نیوکې کړې او په وینا یې دې ادارې په هېواد کې جمهوریت او اخلاقیاتو ته زیان رسولی.

د نوموړي په وینا عدلیه دې ادارې ته فرصت ورکړ (خو تاسې ولې د سري رایو ملاتړ وکړ؟)

ښاغلی خان وايي، دی غواړي معلومه کړي چې کوم ملګري مو پلورل شوي دي، خو ټاکنو کمېسیون رایې ناپېژاندې ساتلې او له دې کبله شونې نه ده، دغه کسان وپېژندل شي.)

د پاکستان سنا لپاره د پلازمېنې اسلام اباد دغې څوکۍ لپاره رايې اچوونکي د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي وو، خو تحریک انصاف ګوند او ملګرو یې اسمبلۍ کې له اکثریت درلودو سره سره بیا هم ناکامه شول.

د دغې څوکۍ تر ګټلو وروسته د اپوزیسيون سیاستوالو پر لومړي وزیر عمران خان غږ کړی چې له خپلې دندې دې استعفا وکړي، ځکه د دوی په خبره اکثریت غړي د ده ملګري نه دي.

د دوې په ځواب کې د واکمن تحریک انصاف ګوند غړي او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، لومړی وزیر عمران خان به پارلمان کې د باور رایه اخلي او هلته به يې درک مالوم شي،‌ چې ډېری غړي د چا پلویان دي.

علي وزیر هم رایې اچونې ته را پرېښودل شو

علي وزیر

د عکس سرچینه، MOSIN DAWAR TWITTER

د سنا مجلس دې ټاکنو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ او د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر هم د کراچۍ له زندانه خوشی شوی و، او اسمبلۍ کې د رايې تر اچولو وروسته بېرته کراچۍ ته لاړ او هملته به بیا زندان ته ځي.

یاده دې وي چې علي وزیر تېره دسمبر میاشت کې پېښور کې د پولیسو لخوا ونیول شو او وروسته د کراچۍ زندان ته ولېږدول شو.‌

پاکستان کې د اپوزیسیون مشرانو له څه مودې راهیسې پر حکومتي چارواکو غږ کاوه چې علي وزیر ته باید په دې ټاکنو کې د خپلې رایې اچولو حق ورکړل شي.

د قامي اسمبلۍ یو بل غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر محسن دوړ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې له زندانه د علي وزیر د خوشي کېدو لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.‌