جرمني ته د روسیې ګاز لېږد له بندېدو وروسته بیې لوړې شوې

Pipes at the landfall facilities of the 'Nord Stream 1' gas pipeline are pictured in Lubmin, Germany, March 8, 2022.

د عکس سرچینه، Reuters

له هغه وروسته چې روسیې چارواکو جرمني او د مرکزي اروپا ځینې نورو هېوادونو ته د ګازو لېږد بند کړ، په اروپا کې د ګاز بیې لوړې شوې دي. په اروپا کې د ګاز بیه نژدې دوه سلنه زیاته شوې، چې پر اوکرایین د روسیې له یرغل راهیسې دومره لوړوالی نژدې ریکارډ کچې ته نژدې بلل کېږي.

منتقدین پر روسیې تور پورې کوي، چې له ګازو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي. له هغه وروسته چې روسیې جرمني ته د ګازو غځېدلې نورد سټریم یو نل لیکې له لارې د ګاز لېږد ودراوه، دا نل لیکه اوس د معمول حالت پرتله له پنځو ایله یوه برخه فعاله پاتې ده.

د اوکرایین له جګړې مخکې جرمني د ګازو نیمه اړتیا د روسیې له ګازو پوره کوله، چې نیمايي یې د همدې نورد سټریم یو نل لیکې له لارې او پاتې نوره برخه یې پر ځمکه د غځېدلو نل لیکو له لارې جرمني ته رسېدله.

د جون میاشتې په پای کې د دې ګازو کچه یو - څلورمې برخې ته راټیټه شوه. د روسیې ګاز شرکت ګازپروم بیا د دې لپاره د توجیح په توګه وايي، د یوه ټربائین ترمیم په پار یې د ګاز لېږد کم کړی دی. خو جرمني حکومت وايي، د ګازو لېږدو کمولو لپاره هېڅ تخنیکي لامل نه شته.

بل لور اوکرایین چارواکي پر مسکو تور پورې کوي چې د اروپا پر ضد 'د ګاز جګړه ' کوي او ځکه یې لېږد کموي چې په خلکو کې 'وېره - ترهه ' خپره کړي.

بل لور پولنډ وايي، د روان کال تر پایه به د ګازو لړ کې د روسیې له اړتیا ووځي.

د پولنډ لومړي وزیر ماتیوسز موراویکي په خبره: ''همدا اوس هم روسیه موږ هغسې نه شي ګواښلای لکه د بېلګې په توګه جرمني چې ګواښي. ''

که څه هم بریتانیا د روسیې ګازو لېږد کې د خنډونو له کبله مخامخ نه اغېزمنېږي، ځکه دا هېواد ایله پنځه سلنه ګاز له روسیې واردوي، خو ماهرین وايي، په نړیوال بازار کې به د بیو لوړوالي له کبله بریتانیا کې هم د ګازو پر بیو څه نه څه اغېز وشي.

له روسیې نه د ګازو ترلاسه کولو کې د وروستي کموالي له کبله اروپايي هېوادونه تر فشار لاندې دي چې پر روسي ګازو تکیه کمه کړي او دغه راز ګرانه ښکاري چې د ژمي له رارسېدو مخکې به دوی وتوانېږي د ګازو اړتیا پوره کړي.

پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته اروپايي مشرانو په دې هکله خبرې کړې دي، چې پر روسي سونتوکو د تکیې کمولو لپاره څه ډول لارې، چارې باید ولټول شي.