اوکرایین جګړه؛ په افغانستان کې د تېلو او ګاز بیې ټيټې شوې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبیدالله حسام
- دنده, بي بي سي
په اوکرايین کې جګړه او پر روسیې د لوېدیځو هېوادونو بندیزونه لامل شوي چې په افغانستان کې د تېلو او ګازو بیې په کمساري ډول ښکته شي.
د کابل د ځینو اوسېدونکو په وینا د هر لیټر پټرولو بیه ۲۵ او هر کیلو ګازو بیه لس افغانۍ ښکته شوې دي. خو همدغه بندیزونه بیا لامل شوي چې په اروپايي هېوادونو کې د تېلو او ګازو بیې په بېساري ډول لوړې شي.
د کابل اوسېدونکي وايي، څه موده وړاندې د هر لیټر تېلو بیه تر ۹۰ افغانیو پورته شوې وه، خو اوس د هر لیټر تېلو بیه ۶۵ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
د ګازو بیې په هکله ویل کېږي چې یوه کیلو له ۸۵ څخه ۷۵ افغانیو ته ښکته شوې. اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې ددې سونتوکو د بیو ښتکه کېدو لامل پر روسیې د لویدیځو هېوادونو بندیزونه دي.
د کابل د تیلو پلورونکي وايي، د هر ټن تېلو بیه له ۱۱۰۰ ډالرو څخه ۸۰۰ ډالرو ته راټیټه شوې ده.
په افغانستان کې د تیلو او ګازو بیې داسې مهال ټیټې شوې چې په ورستیو اونیو کې د روسیې او اوکرایین د جګړې له امله په اروپايي هېوادونو او امریکا کې د دغو سونتوکو بیې په بېساري ډول پورته شوې دي.
د بېلګې په ډول اوسمهال په بريتانیا کې یو لیټر پټرول ۱ اعشاریه شپېته پونډو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې دوې میاشتې وړاندې د یوه لیټر پټرولو بیه یو اعشاریه څلویښت پونډه وه.
ډیزل هم یو لیټر ان تر څه باندې یو اعشاریه اتیا پونډو پورې رسېدلي.
امریکا هم چې د نړۍ د نفتو لوی مصرفونکی هېواد دی او د روسیې د ګازو او تېلو ورادات یې منع کړي، د تېلو او ګازو بیې پکې په بېساري ډول لوړې شوې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، پر روسیې د لویدیځو هېوادونو بندیزونه لامل شوي چې روسیه اوس خپل صادرات اسیايي هېوادونو او افغانستان ته زیات کړي چې له امله یې د هېواد دننه د تېلو او ګازو بیې ټیټې شوې دي.
ښاغلی الکوزی وايي، د ګازو او تېلو ټیټېدو بل لامل په اسیايي هېوادونو کې د سونتوکو لپاره د ثابت نرخ ټاکل دي.
په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې اقتصادي کړکېچ زیات شوی دی، لسګونه زره خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي، ددغه هېواد اقتصادي چرخه چې ډېره برخه یې په بهرنیو مرستو څرخېده هم نژدې درېدلې ده.
په داسې حالت کې د سونتوکو د بیو ټېټېدو ته د افغانستان په ځآنګړي ډول د کابل اوسېدونکی خوښ دي.
خو ورته مهال کارپوهان له دې ویره لري چې د اوکرایين او روسیې ترمنځ د جګړې دوام ښايي د افغانستان په بازارونو کې د غنمو او نورو خوراکي توکو پر قیمتونو منفي اغېز وکړي او ورسره یې بیې لوړې شي.
دوی وايي که روسیه اړ شي چې خپل غنم زېرمه کړي، دا کولای شي په افغانستان کې د غنمو او وړو بیې لوړې کړي.










