د نړۍ تر ټولو لوی د تازه اوبو کب کمبوډیا کې موندل شوی

د عکس سرچینه، Wonders of the Mekong
ساینسپوهان وايي د کمبوډیا په مېکونګ سیند کې موندل شوی سټېنګری کب چې درې سوه کیلو وزن لري، د نړۍ تر ټولو لوی کب دی چې تازه اوبو کې موندل کېږي.
له دې وړاندې ۲۰۰۵ کال په تایلنډ کې هم ورته کب موندل شوی و چې ۲۹۳ کیلو وزن یې و، دې سره نو اوس دې نوي کب د پخواني هغه رېکارډ مات کړی.
د یادونې ده چې په نړیواله کچه تازه اوبو کې د موندل شویو کبانو کوم رسمي ثبت شوی لېست نشته.
مېکانګ سیند کې د کبانو ګڼ نسلونه موندل کېدای شي، خو ډېرې کب نیونې او د اوبو ناپاکۍ دغلته د کبانو ځینې نسلونه د ختمېدو له ګواښ سره مخ کړي.
دغه سیند له چین، میانمار، تایلنډ، لاووس، کمبوډیا او وېتانامه تېرېږي.

د عکس سرچینه، Wonders of the Mekong
زېب هوګان چې مېکونګ سیند کې د کبانو د څېړنې یوې پروژې غړی دی وايي: "په تېرو شلو کلونو کې موږ د شپږو لویو وچو په مهمو سیندونو او دریابونو کې څېړنه کړې… په دې ترڅ کې مو چې د تازه اوبو څومره کبان موندلي، دا یې ثبت شوی تر ټولو لوی دی."
نوموړی زیاتوي: "د کبانو موندل او د بېلا بېلو نسلونو ثبتول یې زموږ لپاره یو هیله بښونکی کار دی. مهمه ده چې دا کب په مېکانګ سیند کې موندل شوی چې دم ګړۍ له ګڼو ننګونو سره مخ دی."
د دوی پروژه او د کمبوډیا د کبانو دولتي اداره په ګډه سره کار کوي او د کب نیوونکو یوه ډله یې ګومارلې چې دوی ته د لویو کبانو لیدلو پر مهال خبر ورکوي.
د ستېنګری کبانو نسل د ورکېدو له خطر سره مخ دی.
په تېرو څو میاشتو کې دا دویم سټېنګری کب دی چې د دوی ډله یې څاري، مې میاشت کې موندل شوی سټېنګری کب ۱۸۱ کیلو و.









