تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا ته د چین خبرداری: د تایوان خپلواکي به جګړه پیل کړي
چین د امریکا متحده ایالتونو ته خبرداری ورکړی چې له چین نه د تایوان د بېلتون او خپلواک هېواد کېدو لپاره هر ډول هڅه به چینايي ځواکونو ته د پوځي عمل پیلولو موقع ورکړي.
د چین د دفاع وزیر وي فینګ په لومړي ځل د امریکا له دفاع وزیر لویډ اسټن سره سنګاپور کې د اسیا امنیتي سرمشریزې په څنډو کې ولیدل.
ښاغلي وي وویل، له چین نه د تایوان جلا کېدل به چینايي پوځ ته "په هر قېمت چې وي د جګړې" له غوراوي پرته بل څه پرې نه ږدي.
وروسته ښاغلي اسټن د چین پوځي فعالیت "د امنیت څپ څپانده کوونکی او پاروونکی" وباله.
ده وویل، د چین د الوتکو داسې ثبت شوې شمېرې شته چې ټاپو ته څېرمه کابو هره ورځ چورلېږي.
د امریکا دفاع وزیر د چین دا کړنه "په سیمه کې د ټیکاو او خوندیتوب ګډوډولو" هڅه بللې ده.
چین تایوان ته - چې کورواکې اداره لري- د خپلې خاورې د یوې برخې په سترګه ګوري، همدا ده چې د چین دفاع وزیر یې پر تایوان د امریکايي وسلو د خرڅلاو غندلو ته اړایستلی دی.
د هغه ویاند ویلي: "که څوک له چین نه د تایوان د بېلتون جرأت وکړي، د چین د ازادۍ ولسي پوځ پر وړاندې به له جګړې پرته بل غوراوی نه وي، که په هر قېمت تمام شي او د تایوان د خپلواکۍ هر ډول هڅه به له منځه یوسي، د خپل هېواد او خاورې د ساتنې لپاره به سرښندنو ته چمتو شي".
اسټن وویل، امریکا د اوسني وضعیت کابو کولو ته ژمنه ده او مني چې چین یو خپلواک هېواد دی او د تایوان د خپلواکۍ مخالفت کوي.
نوموړي ټینګار کړی چې د زور له لارې باید د شخړو د حل هېڅ هڅه ونه شي.
د امریکا او چین د دفاع وزیرانو ترمنځ دا لومړنۍ ناسته د "شانګهای-لا" سرمشریزې په څنډو کې نژدې یو ساعت وغځېده.
ښاغلي وي وویل، خبرې "په ارامه فضا کې ترسره شوې" او دواړو لوریو دا خبرې دوستانه وبللې.
اسټن د چین له پوځ سره د اړیکو د پرانیستو لیکو د بقا پر اهمیت خبرې وکړې چې په وینا یې د دواړو خواوو ترمنځ باید له هر ډول ناسم پوهاوي ډډه وشي.
تایوان په تېره مې میاشت کې ویلي وو د خپلې هوايي دفاع لپاره یې سیمې ته د چین ۳۰ استول شویو الوتکو ته د خبرداري لپاره جنګي الوتکې ورخوشې کړې وې.
د تایوان د دفاع وزیر ویلي وو، هلته یې ۲۲ تایواني جنګي الوتکې استولې وې.
چین او تایوان: حقیقتونه
- ولې د چین او تایوان ترمنځ اړیکي ترینګلي دي؟ چین او تایوان د تېرې پېړۍ ۴۰مه لسیزه کې د جګړې پرمهال سره جلا شول، خو بجینګ وايي یو وخت به دا ټاپو له چین سره - که ان زور ته هم اړتیا وه- یوځای کړي.
- تایوان څنګه اداره کېږي؟ دا ټاپو خپل اساسي قانون لري، خپله مشرتابه له دیموکراتیکې لارې غوره کوي. د پوځي ځواکونو شمېر یې ۳۰۰٫۰۰۰ پوځیانو ته رسېږي.
- څوک تایوان په رسمیت پېژني؟ ډېر کم هېوادونه تایوان په رسمیت پېژني. او ډېری هېوادنه یې پرځای بیجینګ کې حکومت په رسمیت پېژني. د امریکا متحده ایالتونه له تایوان سره رسمي اړیکي نه لري، خو داسې یو قانون لري چې دغه ټاپو ته د خپل ځان د دفاع لپاره دفاعي وسیلې ورکولی شي.