امریکا ته د چین خبرداری: د تایوان په هکله له احتیاطه کار واخلئ

د چین بهرنیو چارو وزارت د امریکا ولسمشر جو بایډن وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره له امریکا متحدو ایالتونو غوښتي چې ''د تایوان په هکله باید هر ګام په احتیاط پورته کړي. ''

ولسمشر بایډن پرون ویلي و، که چین پر تایوان برید وکړي، امریکا به د تایوان دفاع وکړي.

که څه هم خو وروسته د سپینې ماڼۍ یوه ویاند ځینو امریکايي رسنیو ته وویل، چې د ولسمشر دا څرګندونې د پالیسۍ بدلون ته اشاره نه ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند د ولسمشر بایډن د خبرو تشریح په توګه وویل امریکا ''زموږ پالیسۍ کې هېڅ بدلون نه اعلانوي، زموږ پالیسي کې هیڅ بدلون نه دی راغلی. ''

بل لور د چین بهرنیو چار وزارت ویاند وايي:

''موږ له امریکا غواړو د یو موټی چین قاعده او د چین او امریکا درې ګډې اعلامیې په جدي توګه تعیب کړي، د تایوان په هکله په عمل او وینا کې محتاط واوسي او بېلتون پالو ته د هر ډول تېروتنې له اشارو ډډه وکړي، چې د چین او امریکا تر منځ اړیکو ته زیان و نه رسېږي. ''

د یو موټی چین قاعدې له مخې چین تایوان ته د خپل یوه بېل شوي ایالت په نظر ګوري، یو داسې ایالت چې که اړینه شي د زور له لارې به یې بېرته له ځان سره یو ځای کړي، خو تایوان بیا ځان یو خپلواک دولت بولي.

امریکا له تایوان سره رسمي دیپلوماتیک اړیکي نه لري، خو له تایوان سره د اړیکو په هکله د خپل یوه قانون له مخې چې وايي، تایوان ټاپو باید له ځانه دفاع وکړي، وسلې پرې پلوري.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند په تازه څرګندونو کې وايي:

''هیڅوک باید د ملي حاکمیت او خاورې تمامیت ساتلو لپاره د چین خلکو هوډ او وړتیا ته په ټیټ نظر و نه ګوري. ''

د چین ولسمشر د تایوان په هکله د یوه هېواد دوو نظامونو پر تګلاره ټینګار کوي.

د دې تګلارې له مخې چینايی چارواکي وايي، که تایوان له خپل اصلي ټاټوبي چین سره یو ځای شي، دولت، ازادي، او پوځ به یې پر خپل ځای پاتې شي، خو دا طرح په تایوان کې ډېر مینه وال نه لري.