د ټيسلا مشر په ۴۰ میلیارده ډالره د ټویټر پېرلو وړاندیز کړی

ایلن ماسک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایلن ماسک، د ټیسلا کمپنۍ مشر او د ټویټر رسنۍ سهم لرونکی

ایلن ماسک چې د ټیسلا کمپنۍ څښتن دی وايي، د خواله رسینو د لا ښه کولو لپاره وړ کس دی او چمتو دی چې ټویټر په ۴۰ میلیارده ډالره وپېري.

وروستیو کې مالومه شوه چې ښاغلی ماسک په ټویټر کې له ونډې اخېستلو وروسته، د دې خواله رسنۍ تر ټولو لوی ونډوال و.

هغه زیاته کړې: "که وړاندیز مې و نه منل شي، باید د یوه ونډوال په توګه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړم."

نوموړی وايي ټویټر په اوسنۍ بڼه پرمختګ نه شي کولای او دا رسنۍ باید خصوصي شي.

ښاغلي ماسک ته په بورډ کې د برخې اخیستو بلنه ورکړل شوې وه خو ټویټر د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغه دا وړاندیز رد کړی.

هغه همدا راز ویلي که د ټویټر د پېرلو وړاندیز یې ونه منل شي، خپل سهم به وپلوري.

ښاغلي ماسک وايي: " دا یو ګواښ نه دی، له بدلون پرته پانګونه هیڅ مانا نه لري، اړتیا ده چې دا چاره ترسره شي"

هغه د امریکا د امنیت او د مارکیټ ارزونې کمیسیون ته د خپلې قضیې په تړاو ویلي، په ټویټر یې پانګونه کړې ځکه، د هغه په خبره "زه په ټوله نړۍ کې د وینا پر ازادۍ باور لرم، او په دې باوري یم چې د وینا ازادي ټولنه کې د ډیموکراسۍ لپاره یوه لازمي اړتیا ده"

ټویټر ویلي، بورډ په غور د دې وړاندیز بیاکتنه کوي او داسې یوه پرېکړه به وکړي چې د ټویټر او سهم لرونکو په ګټه وي.

ښاغلی ماسک ۲۱۹ میلیارد ډالره پانګه لري او د نړۍ له شتمنو کسانو یو دی.

نوموړی د ټيسلا په نامه د برېښنايي موټرو کمپنۍ هم لري.

له څو اوونیو راهیسې داسې اوازې وې چې ایلن ماسک په پام کې لري، خپله ټولنیزه رسنۍ پرانیزي خو وروسته معلومه شوه چې نوموړي د ټویټر اخیستو پرېکړه کړې ده.

دا چې ماسک بورډ کې د برخې اخیستو بلنه رد کړې خلک حیران شوي او دې ته په تمه دي چې که ښاغلی ماسک ټویټر وپېري، مدیریت به یې څه ډول کوي.

ایلن ماسک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایلن ماسک

وروسته له هغې چې ټویټر ته معلومه شوه، ماسک په یاده خواله رسنۍ کې ۹،۲ سلنه ونډه لري، بورډ کې یې د برخې اخیستو بلنه ورکړه دوی ګومان کاوه چې ښايي دا وړاندیز یې اغېزمن تمام شي خو ښاغلي ماسک له وړاندې د ټول شرکت د پېرلو پرېکړه کړې وه.

د ټویټر اجرایوي مشر پاراګ اګروال د دوشنبې پر ورځ په یوه ټویټ پیغام کې لیکي وو " بورډ کې د برخې نه اخیستو په تړاو د ماسک پرېکړه غوره ده."

هغه زیاته کړې" بورډ کې وي که نه خو مونږ به تل د خپلو سهم لرونکو درناوی کوو، ایلن زمونږ د شرکت تر ټولو لوی سهم لرونکی دی او مونږ یې د نظر اورېدو ته چمتو یو"

ایلن ماسک پر ټویټر خپلو ۸۱ میلیونه څارونکو ته د پوښتنې په بڼه لیکلي، آیا فکر نه کوئ چې دا کمپنۍ د له منځه تلو خوا ته روانه ده؟