بریتانیا کې د بېټ کواین نغدولو پر ماشینونو د بنديز امر شوی

Bitcoin on a keyboard

د عکس سرچینه، Reuters

بریتانیا کې د اقتصاد برخې چارواکي وايي، د ټولو دېجیتلي اسعارو (کرېپټو- اسعارو) د نغدولو ماشینونه (اې ټي اېم) ناقانونه دي او باید وتړل شي.

د ډیجیټلي اسعارو ماشینونه داسې کار کوي لکه قانوني د نغدو پيسو ماشینونه او خلک کولی شي د خپل بانک کارت په کارولو سره د بېټ کواین په څېر ډیجیټلي اسعار وپېري.

بریتانیا کې د ډیجیټلي اسعارو هېڅ یوې کمپنۍ ته داسې جواز نه دی ورکړل شوی چې د ډیجیټلي اسعارو د نغدولو ماشینونه چوپړ ته وړاندې کړي.

د بريتانيا د مالي چلند اداره (اېف سي اې) وايي، ټول ماشینونه باید وتړل شي او په دې برخه کې باید ګام وچت کړل شي.

د شمېرو له مخې په ټوله بریتانیا کې ۸۱ د ډیجیټلي پيسو ماشینونه شته دي.

د اقتصاد برخې چارواکي وايي، "مونږ په منظم ډول مصرفوونکو ته خبرداری ورکړی چې ډیجیټلي شتمنۍ ناقانونه ده او لوړ خطر لري خو داسې ښکاري چې خلک د دې پروا ډېره نه ساتي، که خلک دې برخه کې پانګونه کوي نو باید دې ته چمتو وي چې کېدای شي خپلې ټولې پیسې له لاسه ورکړي."

اقتصادي مسولینو د هغو کمپنيو نوملړ خپور کړی چې ښکاري په دې ډیجیټلي اسعارو کې ښکېلې وي.

د دوی په خبره د دې لست په خپريدو سره ۱۱۰ کمپنۍ تړل شوې دي.