داسې پسورډ چې ۲۴۰ میلیون ډالر ارزښت لري، خو هېر شوی

بیټ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د کورونا وېروس پیلېدو سره بیټ کوین تر ۷۰۰ سلنې ډېره وده کړې ده.

سن فرانسیسکو کې جرمن پروګرامر سټېفن توماس بس دوه ځلې وخت لري چې سم پاسورډ ورکړي او ۲۴۰ میلیون ډالر ترلاسه کړي.

هغه لس کاله مخکې د پسورډونو کارولو څرنګوالي په هکله روزنیزه ویډیو جوړه کړه او ۷۰۰۲ بیټ کوین جایزه ورکړل شوه.

هغه مهال هر بیټ کوین له ۲ تر ۶ ډالرو ارزښت درلود.

توماس ډیجیټالي بټوه کې کېښودل او هېرې یې کړل.

اوس هر بيټ کوین ۳۴ زره ډالر ارزښت لري او د توماس ډیجیټلي بټوه ۲۴۰ میلیون ډالر ارزښت پیدا کړی دی، خو پسورډ یې ترې هېر دی.

دا پسورډ د ایرون کي په نوم کوچني هارډ ډرایو ته د لاسرسي کیلي ده چې د توماس ډیجیټلي بټوې ته د رسېدو لپاره پټ مالومات پکې دي.

توماس تراوسه اته ځلې ناسم پسورډ کارولی او که دوه ځلې بیا ناسم پسورډ وکاروي، دا هارډ ډرایو لاک یا کولپ کېږي او بیا هیڅکله خپلې پیسې لیدلی نه شي.

د بیټ کوین بیه تېره اونۍ له څلوېښت زرو ډالرو پورته شوه، یا نې له یوې میاشتې کم وخت کې دوه برابره شوه.

د کورونا وېروس پیلېدو سره دې پیسې تر ۷۰۰ سلنې ډېره وده کړې ده.

توماس وايي، پخوا یې دا پسورډونه ډېر کارولي وو، خو ټول ناسم وختل.

هغه نیویارک ټایمز ته ویلي: "پر بستره څملم او فکر کوم، بیا له نوې ستراتیژي سره کمپیوټر ته کېنم، خو بیا هم کار نه کوي او ناهیلی کېږم. "

د توماس د ستونزې له رسنیز کېدو وروسته د اینټرنېټي امنیت کارپوه الېکس ستاموس ویلي، شپږ مایشتې وخت غواړي چې د توماس پسورډ کشف کړي او بدل کې له توماس د بیټ کوینونو لس سلنه غواړي.

هغه ټوېټر کې لیکلي: "د ۲۲۰ میلیون بیټ کوېنونو لپاره لس ځلې پسورډ مه وهه... کار کارپوهانو ته وسپاره چې ۲۰ ایرون کي وپلوري او شپږ میاشتې وخت ورکړه چې لار پیدا کړي. زه یې سموم، زنګ راته ووهه. "

خو یوازې توماس دا ستونزه نه لري.

د پیسو اړوند پسورډونه نادود او ډېر ځله هېرېږي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د پیسو اړوند پسورډونه نادود او ډېر ځله هېرېږي.

چینالیس شرکت چې د پیسو پسورډونو اړوند مالومات شني، اټکلوي چې د اوسنیو ۱۸،۵ میلیون بیټ کوېونونو شل سلنه یا ورکې دي یا داسې بټوو کې دي چې اخیستل کېدی نه شي.

دا شل سلنه د ۱۴۰ میلیارد ډالرو سره برابرې دي.

پر ۲۰۱۳ د ټیکنالوجۍ یوه کارمن په تېروتنه یو هارډ ډرایو ایسته وغورځاوه چې ۷۵۰۰ بیټ کوین پکې وو.

هغه وخت یې ارزښت څلور میلیون ډالر، خو اوس تر ۲۵۰ میلیون ډالرو ډېر دی.

والټ ریکاوري شرکت چې ډیجیټل کیلیو پیدا کولو خدمتونه وړاندې کوي وايي، هره ورځ ترې د مال اړوند پسورډونو د پیدا کولو ۷۰ سلنه غوښتې کېږي او دا د تېرې میاشتې درې برابره دي.

د پیسو پسورډونو نادود ماهیت سبب شوی چې ډېر کسان یې د هېرولو یا ورکولو له امله پیسو ته لاسرسی پیدا نه کړي.

په دوی کې ډېری د بیټ کوین لومړني مالکان دي چې فکر یې نه کاوه لس کاله وروسته به دا پیسې دومره ارزښت پیدا کړي.

د لاس انجلس برډ یسار هم وايي، تېرو څو کلونو کې یې سلګونه ګړۍ خپلې ډیجیټلي بټوې ته د لاسرسي هڅې کړې دي.

دی څو داسې کمپیوټرونه لري چې زرګونه بېټ کوین پکې دي او اوس سلګونه میلیون ډالر ارزښت لري چې ده د بیټ کوین ټیکنالوجۍ لومړنیو کلونو کې ترلاسه کړي وو.

د ویډیو تشریح، پېښور: د کور پخلی چې انلاین پلورل کېږي