اقتصادي ژوند؛ د لګښت کمولو او بچت زیاتولو ۶ عادتونه

د عکس سرچینه، Getty Images
له تنخا اخیستلو مخکې مو تل پیسې تمامیږي؟ تل هڅه کوئ لګښت مو کم او بچت مو زیات شي، خو ډېری وخت نه بریالي کېږئ؟
دغه مطلب کې شپږ داسې ټکي یاد شوي چې ښايي موږ یې نه پېژنو، خو کول یې راته مالي ستونزې پیدا کوي.
د پیسو بچتولو په هکله څه نظر لرئ؟
که هغه کارونه چې له اقتصادي پلوه درته ضرري وي، خو د مخنیوي لپاره یې کوچنی تدبیر هم نه لرئ، ښه ده چې د ټولنیزې کارزېږي او د "خپلې پیسې فنا نه کړئ" کتاب لیکوالې ملیسا براون سپارښتنې ولولئ.
داسې لارې چارې چې له مالي ستونزو مو ژغورلو کې مرسته کوي.
۱ سیالي

د عکس سرچینه، Melissa Browne
د اوسني نسل ستونزه له ګاونډي یا سیال سره سیالي نه ده، بلکې د خواله رسنۍ اینفلوینسرونه دي چې موږ یې نه وینو، خو په ګرانبیه او اوسمهالو توکو ډک دي.
اوسنۍ نړۍ کې د پرتلې یا مقایسې کلتور وداکمن دی.
ټول وخت خپل ارزښت د داسې خلکو په مقابل کې ارزوو چې خواله رسنیو کې ژوند کوي، خو موږ ته واقعیت نه ښيي.
حل لار څه ده؟
خواله رسنیو کې دا ډول کسان د ملګرو له نوملړ لرې کړئ، داسې خلکو پسې شئ چې د حال بهترولو لپاره مو له توکو پلورلو پرته نورو چارو ته وهڅوي.
۲ پرلپسې لګښت

د عکس سرچینه، Getty Images
یو وخت تاسو کاري وخت کې د سودا لپاره پلورنځیو ته تلئ، ځینې پلورنځي هم اونۍ کې یوه ورځ تر ډېر وخت پرانیستي و.
ولې خپل باور بدل کړو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
اوس څنګه؟ پرلیکه یا انلاین پېر چانس در کوي چې ان د جمعې شپو کې چې د تلوېزون له لیدلو یا کورني کار ستړي کېږئ، نو خپل ملفون یا موبایل ټلېفون سره پیسې لګوئ.
د شپې ورځې بې ځایه لګښت د پېزوانولو یا مهارولو لپاره ښه دا ده چې د خپل خرید یا پېر وخت او ډول ته پولې او بریدونه کېږدئ.
لکه د اونۍ یوه ځانګړي وخت کې سودا وکړئ، چې که بیا تلوېزون ګورئ زړه تنګېدلو وخت کې بیا پرلیکه سودا ته مخه نه کړئ.
۳ کرېډېټ کارټونو ته اسان لاسرسی

د عکس سرچینه، Getty Images
یوازې کارېډېټ کارتونه ستونزه نه ده، لنډمهالي پورونه یا په ځنډ د پیسو ور کولو مقابل کې په توکي ډېرې پیسې ور کول یا ډېرې اسانتیاوې هم تاسو هڅوي چې اوس سودا وکړئ او وروسته یې پور ور کړئ.
څېړنې وايي، کله چې کرېډېټ کارېږي، له لس سلنې ډېرې پیسې لګوو، ځکه فکر کوو چې پیسې مو خپلې نه دي.
که له یوه ډېر کرېډېټ کارتونه لرئ او داسې لږ پېښېږي چې د هغه له مخې هره میاشت پورونه ور کړئ، یا له اندازې ډېر لګښت لرئ او د پیسو ور کولو لپاره بچت پیسې مصرفوئ، پکار ده د کرېډېټ نه کارولو پرېکړئ وکړئ او هرڅه په نغدي کارت وکړئ.
۴ ډېر غوراوي او ټاکلو کې بې وسي

د عکس سرچینه، Getty Images
اوسنۍ نړۍ کې ډول ډول خوراکونه او له خوړو پرهېز یا غذايي رژیم شته، تاسو سابه خور کېدلی شئ، له کاربوهایډرېټونو یا زیات یا ټیټ ګیلیسټرول خوړو پرهېز وکړئ، یا دا چې یوازې هغه مېوې وخورئ چې له ونې را ټولې شوې دي، په دې ډول څه فکر کوئ چې بیا هم د خوړو انتخاب کې ګنګس کېږئ.
د ځوانانو پنځه مهمې ستونزې
کله چې د بچت او پانګونې خبره کېږي، دومره معلومات را پیدا شي چې ډېری وخت موږ ته پرېکړې سختېږي.
همدا دلیل دی چې له بنسټ یې پیل کړو. باید په دې وپوهېږو چې د لګښت انګېزه مو څه ده او ژوند کې څه موخې لرو.
په دغه حالت کې مناسپ پلان جوړولی شو.
۵ له پوهاوي پرته پېر

د عکس سرچینه، Getty Images
ډېر کسان د ورځني عادت بدلولو هڅه نه کوي.
بلاخره د ژوند د ۳۰ کلونو لسیزې منځنیو کې ویښېږي او له ځان پوښتي: څنګه تر دې ځای راغلم؟
د دې په ځای غوره ده پوه لګښتی اوسئ او خپل ژوند کې پلان ولرئ.
جامې مو ځمکه ورانوي
له ځان وپوښتئ: که د خپلې خوښې ژوند جوړ کړم، څه ډول به وي؟
وروسته هغه لارې ولټوئ چې همغه ژوند درته ریښتیا کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له فکر او پوهې پرته د توکو انبارولو او پېرلو د مخنیوي لپاره غوره دا ده چې یوه ۳۰ ورځنۍ دوره په پام کې ونیسو او دغه وخت کې د یوې میاشتې لپاره یوازې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې برابرې کړو.
داسې د لګښت عادتونه بیا جوړولی شو. دا لار مو په یوه پوه لګښتي انسان بدلوي.
یوه میاشت خواله رسنۍ پرېږدئ

د عکس سرچینه، Getty Images
۶ د خپلې میاشتنۍ تنخا غلام یاست
تر ډېر موږ د عاید یوه سرچینه لرو، خو تر تنخا اخیستو میاشت کې خپل ټول عاید لګوو او هرڅه بیا له سره پیلوو.
ښه ده بانکي حساب داسې برابر کړو چې د یوې سترې کاسې په ځای یې له څو کوچنیو کاسو وخورو.

د عکس سرچینه، Getty Images
لکه د ورځني لګښت لپاره یو حساب لرل، یو د پور ور کولو، یو د بچت او بل هم د کوچني لګښت.
عاید مو په دغه ډول ووېشئ او د ورځني لګښت لپاره یوازې هغه پیسې مصرف کړئ چې ورځني لګښت ته مو بېلې کړې دي.
دا هم ښه ده چې بل عاید پسې وګرځئ لکه دویم کار، نیم وخت کار، پانګونه، جایداد اخیستل یا هم نور.








