د بارک اوباما او ګڼو نورو مشهورو امریکایانو ټوېټر حسابونه هک شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما او د مایکرو سافټ کمپنۍ مشر بېل ګېټس په ګډون د دغه هېواد د سیاست او ټیکنالوجۍ نړۍ د مشهورو کسانو ټوېتر حسابونه هک شوي دي.
د امریکا راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو نوماند جوبایډن، سندرغاړي کانیه وسټ، د ټسلا او سپېس اکس د بنسټګر ایلان ماسک، د امازون د بنسټګر جېف بیزوس ټوېټر حسابونه هم هک شوي او پکې د پیسو په تړاو پیغامونه خپاره شوي دي.
دې ډېری پیغامونو کې ژمنه کېږي چې هر څوک د بیټ کوین یوه حساب ته پیسې ولېږي دوه برابره به تر لاسه کړي.
د ټوټېر بنسټګر او مشر جېک ډورسي وايي، "ټوېټر کې موږ ته تر ټولو بده ورځ. دې پېښه باندې موږ ټول خپه یو".
نوموړی خپل ټوېتري پیغام کې زیاتوي:"موږ پلټنې کوو او چې پوره درک ترلاسه کړو، نو هر هغه څه به شریک کړو چې په ریښتیا څه پېښه شوې ده".
په هک شویو کسانو کې ایلان ماسک، جېف بیزوس او بېل ګېټس میلیاردران دي.
ویل کېږي څو سوه کسان په دې هک تېروتلي او تر یو لک ډېر ډالر دغه بېټ کوین حساب ته لېږل شوي دي.
ډېری هک شوي ټوېټونه ژر پاک کړل شول.
د مایکروساپټ کمپنۍ د مشر بېل ګېټس پر ټوېټر لیکلي: "ټول له ما غواړي چې شتمني مې وبښم اوس یې وخت را غلی، تاسو زر ډالر را ولېږئ، زه به دوه زره ډالر در ولېږم".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د ایلان ماسک رسمي ټوېټر کې هم ورته خبره شوې، چې ویل یې څومره پیسې چې بیټ کوېن ته ولېږئ "راتلونکي یوه ګړۍ کې" به دوه برابره شي.
د دې ټویټ دوام کې د بیټ کوین حساب پر لېنک لیکلي: "نن د کووېډ-۱۹ په خاطر د بښلو احساس کوم".
د هر چا حساب چې هک شوی په میلیونونو څارن یا فالور لري.
د سایبر امنیت کمپنۍ یا کراوډ سټرېک یو بنسټګر دیمیتري الپروویچ له رویټرز سره خبرو کې دا هک خواله رسنیو کې تراوسه تر ټولو بد هک کېدل بولي.
د بېل ګېټس ویاند هم اې پي خبري اژانس ته ویلي، داسې ښکاري چې دا د ټوېټر لپاره لویه مسله ده چې ور سره مخ کېږي.









