پاکستان کې ''هغه کس نیول شوی چې داعش ډلې ته یې د بېټ کواین له لارې پیسې لېږلې''

بېټ کواین

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ریاض سهیل
    • دنده, بي بي سي کراچۍ

د پاکستان کراچۍ ښار کې د ترهګرۍ ضد ادارې او ځايي پولیسو ادعا کړې چې د يوې داسې ډلې معلومات یې موندلي چې په وينا يې د ډيجيټلي کرنسۍ يا بېټ کواين په واسطه يې په سوريه کې د اسلامي دولت نومې ډلې وسله والو ته پيسې استولې.

پوليسو په کراچۍ کې د اېن اې ډي انجنرۍ پوهنتنون د وروستي کال يو محصل محمد عمر بن خالد نيولی دی چې په وينا يې 'د اسلامي دولت نومې ډلې له ښځینه غړو سره په اړيکه کې و. '

دغه محصل مخکې هم نیول شوی، خو ویل کېږي مور یې هغه مهال 'ډسمبر مياشت کې ' د زوی نيول کېدو پر مهال عالي محمکې ته یوه عریضه کې ویلي و چې زوی یې 'له هېڅ سیاسي ګوند سره تړاو نه لري. '

د مشکوک کس بيا نيول کېدل

د دوشنبې پر ورځ د ترهګرۍ ضد ځايي محمکې مشر عمر شاهد او د پولیسو یوه چارواکي راجه عمر په کراچۍ کې ګډې خبرې غونډې ته وویل چې تورن کس محمد عمر بن خالد يې د کراچۍ له کېنټ ریل تمځایه نیولی دی، چې په وینا یې مخکې هم دغه کس د ډسمبر پر ۱۷ نيول شوی و.

دې افسرانو وویل، دوی داسې معلومات ترلاسه کړي وو، چې ځينې کسان پاکستان کې پېسې ټولوي او له بېلا بېلو لارو يې له هېواده بهر اسلامي دولت نومې ډلې ته استوي.

د چارواکو په وینا له محمد عمر بن خالد نه د نیول کېدو پر مهال دوه موبایل ټیلیفونونه هم ترلاسه شوي وو، خو هغه مهال کوم کره ثبوت نه و او په ضمانت خوشي شوی و.

'موبايلونو رازونه څرګند کړل '

د ترهګرۍ ضد محکمې مشر عمر شاهد حامد وايي، د موبايلونو له پلټلو وروسته معلومه شوه چې 'نیول شوی کس له اسلامي دولت نومې ډلې سره اړيکي لري ' او په وينا يې 'دی د هغو کسانو په ډله کې دی چې پاکستان کې پيسې راغونډوي او سوريې ته یې استوي. '

دی وايي، 'دي کس ته نامعلومو خلکو د انلاين او موبايل له لارې پيسې استولې چې ده به بيا حيدر اباد کې د ضيا په نامه کس ته استولې، هغه به په ډالرو بدلولې او د بېټ کواين په واسطه به يې سوريه کې ترهګرو ته استولې. '

نوموړی وايي، 'د پيسو له ترلاسه کولو وروسته به عمر بن خالد ته خبر ورکول کېده او دغه لړۍ له تېرو دوو کلونو راهیسې دوام درلود.

د ښځو له لارې اړيکه

داعش

د عکس سرچینه، Getty Images

د پوليسو يوه مشر عمر خطاب له بي بي سي سره خبرو کې ادعا کړې چې په لومړي ځل ترهګرو ډلو ته د ډيجيټل پيسو د لېږد پېښه رامخې ته شوې ده.

دی وايي، 'عمر شخصي ګټې لپاره نه بلکې په فکري ډول له اسلامي دولت نومې ډلې سره تړاو درلود. '

عمر خطاب وايي:

'په سوريه کې د اسلامي دولت نومې ډلې دغړو مېرمنې چې په اردو هم پوهېږي د ټوېټر او نور ټولنيزو رسنيو له لارې په اړيکه کې وي او خواخوږي ترلاسه کوي، کله چې څوک پيسو ورکولو ته چمتو شي، بيا له محمد عمر بن خالد سره اړيکه نيسي. '

د ترهګرۍ ضد محمکه وايي، له ضمانت وروسته تورن کس تښتېدلی و خو دوی خبر شول چې دغه کس غواړي د ریل ګاډي له لارې له کراچۍ ووځي، خو دوی د ریل په تم ځای کې ونیو.