بېټ کوین: اېل سلوادور د 'انټرنیټي' پیسو چلن رسمي کوي

د عکس سرچینه، Reuters
د ایل سلوادور ولسمشر نایب بوکېلې ویلي خپل هېواد کې د بېټ کوین مجازي یا اېنټرنیټي پیسو چلن رسمي کوي.
که د هغه دا پلان د کانګرس لخوا تایید شي نو اېل سلوادور به د نړۍ لومړی هېواد شي چې دغه ډیجیټلي پولي واحد ته رسمیت ورکوي.
اېل سلوادور په مرکزي امریکا کې پروت دی او رسمي پیسې یې امریکايي ډالر دي.
اوس د دغه هېواد ولسمشر نایب بوکېلې وايي بیټ کوین به بهر مېشتو سلوادوریانو سره مرسته وکړي چې کور ته په اسانه پیسې ولېږي.
ښاغلي بوکېلې فلورېډا کې د بیټ کوین په اړه یوې ناستې ته ویلي: "دا چاره به لنډمهال کې له کارموندنې او رسمي اقتصاد ته د هغو زرګونو کسانو په ور شاملېدو کې مرسته وکړي چې اوس ترې بهر پاتې دي."
هغه دا راز زیاته کړې چې په دې کار سره به اېل سلوادور کې پانګونه هم پیاوړې شي.
نوموړی وايي په دې تړاو مصوبه به راتلونکې اوونۍ کانګرس ته واستوي.
ښاغلی نایب وايي د دې مصوبې په تصویبېدو سره به ۷۰ سلنه سلوادوریانو ته چې بانکي حسابونه نه لري، مالي خدمات برابر شي.
د اېل سلوادور د اقتصاد ستره برخه له بهر دغه هېواد ته پر لېږل کېدونکو پیسو ولاړه ده.
تر دوه میلیونو ډېر سلوادوریان بهر مېشت دي خو خپل اصلي ټاټوبي سره ټینګ اړیکي پالي او هر کال خپل هېواد ته تر ۴ میلیاردو ډېر ډالر استوي چې د اېل سلوادور د ناخالصو کورنیو تولیداتو (جي ډي پي) ۲۰ سلنه جوړوي.

د عکس سرچینه، Reuters
د پیسو د لېږد اوسني خدمات د فیس بدل کې ترسره کېږي، څو ورځې وخت اخلي او کله ناکله ان د دې اړتیا هم پکې پېښېږي چې دا پېسې په فیزیکي ډول د اشخاصو په وسیله ولېږدول شي.
ښاغلی بوکېلې وايي د نوموړي پلان به "د میلیونونو کسانو ژوند او راتلونکی" ښه کړي.
خو نوموړي په دې تړاو د خپلې پالیسۍ بشپړ جزیات نه دي شریک کړي.
بیټ کوین مجازي شتمني ده چې نیغ په نیغه له واقعي اقتصاد سره هېڅ اړیکي نه لري او تېرو کلونو کې یې ارزښت ګڼې لوړې ژورې کتلې دي.
دمګړۍ د نړۍ ډېری مرکزي بانکونه هم د خپلو ډیجیټلي پیسو د رامنځ ته کولو پر امکان او شونتیا غور کوي.
په دې لړ کې همدا تېره اپرېل میاشت د انګلنډ بانک اعلان وکړ چې د دیجیټلي پیسو په جوړولو بوخت دی.
بې ساری او زړور ګام

د عکس سرچینه، Reuters
د مکسیکو او مرکزي امریکا خبریال 'ویل ګرانټ' د اېل سلوادور د ولسمشر لخوا بیټ کوین ته د رسمیت ورکولو پرېکړه بې ساری او زړور ګام بللی دی.
هغه خپله شننه کې ښاغلی بوکېلې یو ځوان، مشهور او د رسنیو لپاره پام اړونکی مشر بللی چې دا ګام به یې محبوبیت لا پسې زیات کړي.
خو نوموړی زیاتوي چې د هغه ډېرېدونکې اتوکراتیکې لیوالتیاوې د واشنګټن د اندېښنې لامل ګرځي.
په شننه کې راغلي چې په دې تړاو لا هم ګڼې پوښتنې شته چې اېل سلوادور څه ډول ډیجیټلي پیسو ته رسمیت ورکوي، ځکه دا کار د دغه هېواد په مالي بیخ بناوو کې ژورو بدلونونو ته اړتیا لري.
ویل ګرانټ لیکي: "په هره توګه، دا یو داسې ګام دی چې 'د راتلونکي پولي واحد' په توګه به د بیټ کوین تصویر پیاوړی کوي او ښاغلی ابوکېلې به د خپلو ملاتړو منځ کې د یوه نوښتګر یا مبتکر په توګه دروي.









