د امریکا ملي امنیت سلاکار: د طالبانو لخوا د نیول شوي امریکايي د خوشې کېدو هڅې روانې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان ویلي امریکا په فعال ډول هڅه کوي چې د طالبانو لخوا یو بندي شوی امریکايی وګړی راخوشې کړي.
هغه دا څرګندونې نن یکشنبه (۲۰ فبروري) 'سي این این' خبري شبکې ته کړي خو د دې موضوع "حساسیت" ته په اشارې یې له ډېر څه ویلو ډډه کړې.
ویل کېږي دمګړۍ څلور بریتانیايي او یو امریکايی وګړی له طالبانو سره بندي دي.
په دوی کې ازاد بریتانوی خبریال 'پیتر جوونال' هم دی چې له څلورو لسیزو راهیسې یې افغانستان کې کار او ژوند کړی.
د هغه ښځې حسینا سید اسوشېتډپرېس ته ویلي چې مېړه یې د تېر ډسمبر په ۱۳مه نیول شوی.
د طالبانو لخوا د نورو نیول شویو کسانو په اړه تر اوسه رسمي مالومات نه دي خپاره شوي.
طالبانو هم د دغو بهرنیو اتباعو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي خو د فبرورۍ لومړیو کې یې دوه خپلواک بهرني خبریالان او د هغوی افغان همکاران پلازمېنه کابل کې نيولي وو.
دغو خبریالانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو له ادارې 'یو این ایچ سي ار' سره قراردادي دنده درلوده او په افغانستان کې یې دننه د بې ځایه شویو کسانو تصویرونه اخیستل.
دغه خبریالان وروسته بېرته خوشې شول او د طالبانو یوه ویاند بلال کريمي بي بي سي پښتو ته په دې اړه ویلي وو: "دغه بهرني اتباع چې ځانونه يې يوې نړيوالې موسسې ته منسوبول، د دې لپاره چې پېژندپاڼې، جوازنامې او لازم اسناد يې نه لرل توقيف شوي وو، چې د هويت له تثبيت وروسته خوشي شول".
د یادونې وړ ده چې د امریکا حکومت وايي د دوی یو بل وګړی 'مارک فرېرېکس' هم له څه باندې دوو کلونو راهیسې طالبانو سره بندي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې جنورۍ په ۳۱مه په یوه بیان کې ویلي و طالبانو ته یې په زغرده ویلي دا شونې نه ده چې د یوه امریکا یرغمل ساتلو په دوام سره دې د دوی حکومت مشروعیت تر لاسه کړي.
فرېرېکس انجینر او د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی افسر دی او دوه کاله وړاندې کابل کې وتښتول شو.









