بلېنکن: طالبان دې امریکایی وګړی مارک فرېرېکس په سملاسي توګه خوشی کړي

Secretary of State Antony Blinken

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي طالبانو ته یې دا په ډاګه ویلي هیڅ شونې نه ده چې د یوه امریکا یرغمل ساتلو په دوام سره دې د دوی حکومت مشروعیت تر لاسه کړي.

دا بیان د امریکايي مارک فرېرېکس د یرغمل نیولو د دوه کاله پوره کېدو په مناسبت چې نن دجنورۍ له ۳۱مې سره برابره ده د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوې اعلامیې کې ورکړل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راعلي چې دوی د ښاغلي مارک خبره له طالبانو سره په هره غونډه کې راپورته کړې او د هغه خوشی کولو د دوی لومړیتوب دی.

اعلامیه کې راغلي سره له دې چې ښاغلی مارک هېڅ ګناه نه ده کړې نوموړی د طالبانو لخوا برمته ساتل شوی دی.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم په یوه ټوېټ کې د طالبانو پر مشرانو غږ کړی چې فرېرېکس په عاجله توګه خوشي کړي او ویل شوي چې دوی به د هغه د خوشي کولو لپاره کار ته دوام ورکړي.

فرېرېکس انجینر دی او د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی افسر و چې دوه کاله وړاندې کابل کې وتښتول شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي د هغه خوشې کول یې لومړیتوب دی او طالب مشرتابه ته به دا پيغام راتلونکې کې هم ضرور ورکوي چې فرېرېکس باید سمدستي او سلامت خوشې کړل شي او د یرغمل کولو له چارې دې لاس واخلي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت پخوا ویلي وو چې نوموړی د خپل کتاب لپاره په څېړنه بوخت و او داسې ښکاري چې غوښتل یې په همدې لړ کې پاکستان ته لاړ شي.