طالبانو لخواه يرغمل شوې بهرنۍ جوړه څنگه پاکستان کې وژغورل شوه؟

د عکس سرچینه، Handout FBI
- Author, جسېکا مورفي
- دنده, بي بي سي، ټورانټو
کاناډايى جاشوا بویل او امریکايۍ کېټلن کولمن چې طالبانو سره تړلې یوې یاغي ډلې پنځه کاله بندیان ساتلي وه، څو اونې وړاندې وژغورل شول. خو دغو دوو تنو بهرنیو په افغانستان کې څه کول؟
د جاشوا بویل یو ملګری، الېکس اېډورډ، وايي '' دوه کاله پخوا مو یو ثبوت ولیده چې هغوی ژوندي دي''.
'' فکر مې کاوه چې ښايي مړه شوي وي، او داخبره مې په زړه کې منلې وه.''
جاشوا بویل وا کېټلن کولمن په ۲٠۱۲ م کال کې هغه وخت وتښتول شول چې د جګړې ځپلي افغانستان یوې ډیرې خطرناکې سیمې ته تللي وه.
په یوه وروستي بریښنالیک کې چې جاشوا بویل د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر پر ۸ مه نیټې د کولمن والدینو ته استولی و، ویل شوي چې دوی د افغانستان په یوې '' نا خوندي'' سیمې کې دي.
دواړه کسان پنځه کاله بندیان وه، ځپل شوي او ځورول شوي وه. بویل وايي د دوی یو ماشوم چې د مور په نس کې وو د دوی د نیونکو لخوا ووژل شو.
اېډورډ وايي کله چې لومړی خبرشو چې ملګری یې له کولمن سره- چې هغه وخت اوه میاشتنۍ مېندواره وه، افغانستان ته تللی- نه پوهېده چې ولې دوی '' دغسې یو بد او خطرناکه کار کړى دی''.
د کورنۍ غړو او دوستانو یې ویلي چې بویل او کولمن خیالپرسته ساده ګان و، داسې یوه جوړه وه چې ټینګه ژمنتیا او بشردوستانه تمایلات یې درلودل.
له خوشي کېدو وروسته یوې مرکې کې، بویل وویل دی او کولمن له خلکوسره د مرستې په خاطر افغانستان ته تللی وه.
هغه وویل د '' یو زیارت کونکي'' په توګه یې یو ماموریت درلوده.
ده خبریالانوته وویل چې'' د نړۍ ترټولو بې وسې لږکۍ ډلې'' سره د مرستې لپاره تللی وو. هغه عادي کلیوال خلک چې د طالبانو ترلاس لاندې داسې سیموکې ژوند کوي، چې هیڅ کومه نادولتي خیریه موسسه، مرستندويان او حکومت هیڅکله نه دي بریالي شوي چې ورته اړینې مرستې ورسوي.''
دا چې دغې جوړې(میړه او ښځې) دقیقا د څه ډول مرستې کولو نیت درلوده، داسې یوه پوښتنه ده چې تراوسه نه ده ځواب شوې.

د عکس سرچینه، AFP
۳۱ کلنه، کولمن، فېلاډلفیا ته تقریبا ۱۰۰ میله نژدې د پنسلوانیا په یوه واړه ښار، سټیورټسټون، کې لویه شوې وه.
۳۴ کلن بویل، د کاناډا اوټاوا ښار ته نژدې، سمیټ فالز سیمه کې لوی شوی وو.
دواړه پر انټرنېټ یوله بل سره پېژندلي، او ویل کېږي چې دواړو د "سټار وارز" فلمونو مينوال و. هغوی په ۲۰۱۱ کې واده وکړ.
د فېلاډلفیا یوې مجلې په ۲۰۱۶ م کال کې د دوی ځینو ملګرو سره مرکې کړې وې او هغوی ویلي و چې کولمن یوه دینداره عیسوۍ وه چې سفرکولو سره یې مینه درلوده او ټوکې ټکالې یې خوښېدې '' ستر زړه یې درلود، پرلپسې خوشبینه، ماجرا خوښونکې، ټوکي اوغیر نورماله وه، فکر یې په ځای نه و."
اېدورډز وايي بویل په خپله ویل چې دی '' یو سوله خوښوونکی، د تاوتریخوالي مخالف، د مېنونایټ ډلې غړی هیپي ماشوم دی" چې یوه جنجالي سابقه یې درلوده.
بویل، د لنډ وخت لپاره د ګوانټانامو یو پخواني بندي، عمر خدر، له خور، زینب خدر، سره واده کړې و. له دې امله په کاناډا کې له یوې ډیرې بدنامې کورنۍ سره په تړاو درلودو مشهور شوی و.

د عکس سرچینه، Handout FBI
د خدر کورنۍ مشر، چې په ۲۰۰۳ کې په پاکستان کې ووژل شو، اوسامه بن لادن سره په نژدې اړیکو درلودلو تورن وو.
زېنب په ډاګه د خپلو نظریاتو په بیانولو مشهوره وه، د ترهګریزو بریدونو له غندلو یې انکار کاوه.
عمر خدر، چې په ۱۵ کلنۍ کې د امریکايي ځواکونو لخوا په افغانستان کې نیول شوی و، ۱۰ کاله په ګوانټانامو کې بندي او د یوۀ امریکايي عسکر په وژلو تورن و.
منتقدین تور لګوي چې هغه د نیول کېدو په وخت کې یو بنسټپاله جنګیالی و.
خو د عمر پلویان هغه یو ماشوم عسکر بولي او بویل د بشري حقونو د یوۀ پلوي په توګه د عمر له قضیې سره ژوره لېوالتيا درلوده.
زېنب خدر سره د بویل واده په ۲۰۱۰ کې پاې ته ورسېد.
د اسوشیېټډ پرس خبري آژانس رپوټ وايي امریکايي مامورین باور لري چې د خدر کورنۍ سره د بویل پخواني اړیکي د ده او د ده د ښځې تښتول کېدو سره هیڅ تړاو نه لري.
د منځنۍ آسیا له ماجرا ډک سفر له پيله وړاندې، کولمن خپلو ملګرو ته ویلي وو چې د خپل شپږ میاشتني سفر په ترڅ کې به یوازې ''خوندي ستانونو'' یا خوندي سیمو ته لاړشي.
خو په کوم پړاو کې ده خپله دا پریکړه بدله کړه.

د عکس سرچینه، Handout FBI
په ۲٠۱۲ م کال کې، یو بریتانيوي د قرغېزستان پلازمېنې، بېشکېک، کې جاشوا بویل او کولمن سره لیدلي و.
ریچرډ کرونین، دا کیسه کوي چې بویل سره - د تاریخي سیلانیانو په اړه یوه اوږده شپني بحث وروسته یې څرنګه ده ته قناعت ورکړ چې افغانستان ته لاړ شي.
بویل او کولمن په روسیې او د پخواني شوروي جمهوریتونو، قزاقستان، تاجکستان او قرغېزستان کې سفرونه کړي و.
غوښتل یې چې افغانستان ته هم لاړ شي.
'' له جاشوا مې وپوښتل افغانستان کې کومو ځایونو ته ځي او ده په ځواب کې وویل ' ټولو ته'.
کرونین د دوی د کتنې په اړه یو بلاګ کې ولیکل '' هغه وویل سفر به یې خوندي وي په دې شرط چې هغو سیمو ته لاړ نشي چې بهرني عسکر او طالبان په کې دي لکه د هیواد جنوبي سیمې."
کله چې په افغانستان کې و، کرونین خبرشو چې بویل او کولمن هلته ورک شوي دي.
کرونین وروسته د ټورانټو سټار خبریال ته چې د دې دواړو کسانو د اوږدې مودې بندیتوب په اړه یې رپوټونه ورکول، وویل:'' هیله کوم چې جاشوا او کورنۍ یې په خوندي ډول راووځي. غواړم ځینې پوښتنې ورڅخه وکړم. یقین دی چې تاسو به یې هم لرئ.''

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
په ۲٠۱۳ کې، له میاشتو میاشتو خپګانه ډکې معما وروسته، د بویل او کولمن کورنۍ خبرې شوې چې دغې تري تم شوې جوړې ته څه پېښ شوي دي.
له کابله بهر یوې غرنۍ سیمې، د وردگو ولایت کې د سفر پرمهال، له طالبانوسره تړلې یوې ډلې، حقاني شبکې لخوا یرغمل شوي.
یو سړی چې ګومان کېده له طالبانوسره اړیکي لري د بویل او د هغه د لور دوه ویډیوګانې د بریښنالیک په مټ د کولمن کورنۍ ته لیږلې وې، او د امریکا له متحدو ایالتونو او کاناډا یې غوښتنه کړې وه چې د نیونکو له لاسه د هغوې د خلاصېدو لپاره دې نور ګامونه پورته کړي.
د دغې جوړې کورنيو ته لېږل شويو څلورو ويډيوگانو نه لومړۍ هغه کې يې دوى ستومانه، بې روحیې او ګنګس ښکاره کېدل.
کولمن د بندیتوب پرمهال خپل لومړی زوی زېږولی و.
د بویل اوکولمن کورنیو په ۲٠۱۴م کال کې دوه لومړۍ ویډیوګانې وروسته له هغې خپرې کړې چې امریکايي عسکر بو بېرګډال چې هغه هم طالبانو نیولی و، را خلاص شو.
هغوی هیله کوله چې د ویډیوګانو خپرېدل به د دغو دوو کسانو خوندي راخلاصېدو سره مرسته وکړي.
د هغوی وروستۍ ویډیو ۱۰ میاشتې وړاندې خپره شوه، له کرسمس نه لنډه موده مخکې. په دې ویډیوکې بویل او کولمن له دوو ماشومانوسره لیدل کېږي.
پدې ويډیوکې، کولمن د دوی وضعه د یو '' وحشتناک خوب'' په توګه توصیفوي.
دوی سره ناوړه رویه او له تاوتریخوالي ډګ چلند شوی وو. بویل په یوې مرکې کې وايي دوی یې تل له یوځایه بل ځای ته لیږدول، معمولا په داسې خونه کې ساتل کېدل چې د تشناب له کوټې به ډېره لویه نه وه.
داسې وختونه هم وو چې بویل او کولمن به جلا کېدل او وهل کېدل.
بویل دا هم ویلي چې د دوی یوه ورځنۍ ستونزه بې بدلونه ستومانه کونکی ژوند وو، ورځې تشې اواوږدې ښکارېدې او د ډکولو لپاره یې څه نه وو.
بې بي سي ته په یولنډ بریښنالیک کې، بویل وویل چې خپل وخت یې د خپلو دوو زامنو په زدکړې او روزنه تېروه.
'' موږ تل غوښتل چې د خپلو اولادونو پوهنه روزنه په کورکې وکړو- خو له وړاندې نه پوهېدو چې دا کار به د کتابونو، کاغذ او قلم پرته کوو... خو د هغه څه په مرسته مو کوله چې راسره وو، د زړو خځلو په شکولو به مو شمسي نظامونه جوړول، د لرګیو ټوټو سره به مو حساب ورزده کوله، د بوتلونو له سرپوښونو به مو قطب نما جوړوله، او داسې نور."
بویل اسوشیېټډ پرس ته وویل دوی پریکړه وکړه چې د بندیتوب پرمهال ماشومان وزېږوي ځکه چې'' د یرغملو په توګه به ناست یو، ډېر وخت به لرو. موږ غوښتل هرڅومره چې شونې وي ډېر ماشومان ولرو، او نه مو غوښتل وخت ضایع کړو. کېټلن په خپلو دیرشمو کلونوکې ده او وخت په تېرېدو دی.''

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د بویل او کولمن د بندیتوب په کلونوکې دهغوی کورنۍ او دوستانو د دوی د برخلیک په اړه ظاهرا د امریکا د متحدو ایالتونو او کاناډايي مامورینو د دلچسپي د نشتوالي، او د رسنیو او عامو خلکو د بې تفاوتي له امله ناهيلي څرګنده کړه.
د دوی یو دوست په ۲۰۱۶ کې د فېلاډلفیا مجلې ته د کولمن په هکله وویل:'' د افسوس خبره ده. هغه یوه انسانه ده. کورنۍ لري. هغه یواځې '' یوه امریکايي تښتول شوې ښځه نده''
اېډورډز وايي کله چې به یې د "سټار وارز" او "فایرفلای فلمونو" له مينوالو مرسته غوښته چې د دې قضیې په اړه عام خلک وپوهوي، هغوی ډېره دلچسپي نه ښوده. بویل د دواړو مینه وال وو.
خو اوس ده ته روښانه شوې چې ولې یې خلک دې موخې لپاره نشوای راټولولای.
هغه وايی '' خلک معمولا یو څه سره مرسته کول نه غواړي مګر دا چې پوه شي چې یو سم کار کوي، او د جاشوا او کېټلن په وضعه کې یولړ ډېر پیچلي عوامل موجود و.''
'' هغوی په افغانستان کې څه کول؟ د خدر کورنۍ سره یې ولې تړاو درلوده؟ هڅه مې وکړه څومره چې مې کولای شوای دغو پوښتنوته ځواب ورکړم، خوځینو لاملونو د خلکو پر احساساتو باندۍ ستر اغېز درلود.''
اېډورډز وايي:'' د حیرانتیا وړ ده چې ولې زموږ په ټولنې کې هیچا د کاناډايي ماشومانو په اړه چې طالبانو نیولي و کومه ځانګړې اندېښته نه څرګندوله.''

په ۲۰۱۵ کې، د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو متقاعد افسر د امریکا د سنا د یوې کمیټې پر وړاندې د بویل، کولمن او دهغوی د ماشومانو د ژغورنې د یو پلان په اړه شاهدي ورکوله چې د بندیانو د یوې غټې تبادلې یوه برخه وه.
د ځانګړو ځواکونو یوې ډلې ته دنده ورکړل شوې وه چې بو بېرګډال بیرته امریکا ته بوځي.
متقاعد افسر جېسن امرین د سنا کمیټې ته د شاهدي ورکولو په ترڅ کې د بویل او کولمن نومونه هم یادکړي وو او ویلي یې وو چې'' موږ پردې هم پوهېدو چې هلته په پاکستان کې ځینې ملکي یرغملیان هم وو چې هیڅوک یې د آزادولو په فکر کې نه وو نو دا یې هم زموږ په ماموریت کې شامل کړل''.
د ژغورنې پلان عملي نه شو، خو بېرګډال بالاخره په ۲۰۱۴ کې طالبانوسره د بندیانو د یوې ناندره ییزې تبادلې په ترڅ کې آزاد شو.
داسې ښکارېده چې بویل او کولمن ور ورو هېرېږي.
نو له پنځو کلو وروسته د دوی خوشي کېدل یوه ناڅاپي خبره وه.
د اکتوبر پر ۱۲مه، پاکستاني او امریکايي مامورینو تایید کړه چې پاکستاني عسکرو د یو بریالي خو خطرناکه ماموریت په ترڅ کې دا کورنۍ ژغورلې ده. هغو وويل پاکستاني امنيتي ځواکونو د هغه ګاډي پر ټایرونو باندې ډزې کړې وې چې دغه کورنۍ په کې لیږدول کېدله.
بویل، کولمن او د هغوی درې ماشومان خوندي شول او خپل هېواد ته وخوځېدل.
عایشه احمد، د ټورنټو په پوهنتون کې د سیاسي علومو کارپوه چې جهادي ډلو په اړه یې څیړنې کړي، وايي تصادفي نه وه چې دا ژغورنه په داسې وخت کې وشوه چې د امریکا او پاکستان اړیکي ډېر ترینګلي وه.
هغه وايی:'' دا چې پاکستانیان ولې دومره لیواله وه چې دا کار وکړي دا دی چې د ټرمپ نوې ادارې سره د اړیکو ښه کولو ته یې سخته اړتیا درلوده.''
ددې کورنۍ د خوشې کېدو له امله ښاغلي ټرمپ په نادره توګه د پاکستان ستاینه وکړه او وې ویل دا'' یوه نښه ده چې [پاکستان] د امریکا دا غوښتنې عملي کوي چې وايي په سیمه کې د امنیت ټینګولو لپاره باید نورګامونه پورته کړي''.
عایشه احمد وايي:'' د پاکستان پوځ او استخباراتي ټولنه په خپلو محاسبوکې ډېر واقعبینه دي - هغوی سټراتیژیستان دي. هغوی جیو پالیټیکس( جغرافیایی سیاسي چارو) ته پام کوي، اوږدمهاله لوبه کوي.''
د پنجشنبې پر ورځ، د سي آی اې مشر مایک پومپیو یوې واشنګټن مېشته څیړندویه موسسې ته وویل بویل او کولمن د هغوی اوږد بندیتوب پرمهال پاکستان کې ساتل کېدل. دا خبره د پاکستاني مامورینو پخوانیو ادعاګانو سره تضاد لري


د عکس سرچینه، Reuters

کاناډا کې له ښکته کېدو وروسته، جاشوا بویل پر خپلو پخوانیو نیونکو نیوکې وکړي.
هغه وايي'' جنایتکارو بدکارانو'' پر کولمن باندې جنسي تیری وکړ او ددوی څلورم ماشوم یې چې یوه نجلۍ وه- په زوره زیان کړه- او ووژله.
طالبانو دا خبره رد کړیده چې ګواکې پرکولمن باندې تېری شوی او ادعا یې کړې چې ماشوم د سقط جنین یا د ماشوم د زیان کېدو له امله مړشوی.
بویل بي بي سي ته ددوی د یو نیونکی په اړه وویل چې د هیواد له لویدیځ څخه وو او ده کولای شوای ورڅخه '' د اسلامي قانون او تاریخ د ځینو مشکلو او نادرو ټکو په اړه پوښتنې وکړي''.
کله چې دا سړی خبر شو چې ځینو ساتونکو جنسي تیری کړی، دی د اسلامي دولت ډلې ته وتښتېده'' هڅه یې کوله ريښتیانی جهاد ومومي'' او ژمنه یې وکړه چې '' اسلامي دولت ډلې ته به ددې ظلمونو، او دحقاني شبکې د ریاکاري په اړه ووايي''.
بویل لیکی:'' ما په بشپړه توګه ورته عفوه وکړه، او کایتلان وویل هغه به یې هم هغه وړې ګناه ګانې وبښي چې د دې پرخلاف یې کړیدي، خو هغه څه نشي بخښلای چې له ماشومانوسره یې کړیدي او په پېل کې یې دخپلې ډلې څخه په شوق سره او په پټوسترګو ملاتړ کاوه.''

د عکس سرچینه، AFP
د اوس لپاره، بویل،کولمن او دهغوی درې ماشومان په اونټاریوکې د بویل د والدینو په کورکې د خپلې نوې موندلې آزادۍ ورځې تیروي.
ماشومان د نیکه او انا له پام لرنې او پالنې برخمن دي، او بویل ویلي چې هغوی ورو ورو له نویو شرایطو سره ځان عیاروي، خو دا کورنۍ اوس هم په یوې وړې خونې کې ټول یوځای ویده کیږي.
بویل د ان بي سي یوې خپرونې ته وویل'' دا لویدیځې نړۍ ته ښه راغلی ندی، دا کاناډا ته ښه راغلی ندی، دا ژوند ته ښه راغلی دی''.
کولمن له آزادۍ راهیسې تراوسه په څرګنده خبرې ندي کړي او دیوې ناڅرګندې ناروغۍ له امله په روغتون کې بستري شوې.
بویل خبریالانوته وویل دی او ښځه یې اوس غواړي چې خپلو ماشومانو ته یو خوندي کور ودان کړي او دی ژمن دی چې '' په هره بیه چې وي سم کارونه وکړي.''
'' په وروستي تحلیل کې به، زموږ د اعمالو د نیتونو پربنسټ، نه د هغو د پایلو له مخې، زموږ ټولو په اړه قضاوت کېږي.''











