طالبانو د ژغورل شوي کاناډايي تورونه رد کړل

د عکس سرچینه، Getty Images
طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوې ویناپاڼه کې د خوشي شوي کاناډايي هغه تورونه رد کړي، چې وايي د حقاني شبکې وسله والو یې لور وژلې او پر مېرمنې یې جنسي تېری کړی.
طالبان وايي، د جاشوا بویل نازیږېدلې لور د روغتیايي ستونزو له کبله ضایع شوې ده.
دوی وايي، دغه کاناډایۍ جوړه له نیول کېدا تر خوشي کېدو پورې 'د څو دقیقو لپاره هم له یو بل څخه نه دي جلا شوي'.
طالبان وايي، ''د بند په موده کې بندۍ ښځه ناروغه شوه، ځکه چې سیمه ډېره خرابره وه او ډاکټر ته یې لاسرسی اسانه نه و، همدا وو چې په نا مناسب وضعیت کې یوه ماشومه په طبیعي ډول نقصان شوه''.
دوی وايي، که طالبانو ددغو کسانو وژل غوښتل، نو اوس به له درو ماشومانو سره کور ته نه وو رسېدلي.
د طالبانو ویاند په مقابل کې امریکا د کابل شمال بګرام او د ګوانتانامو زندان کې له بندیانو سره په ناوړه چلند او ربړونې تورنوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
جاشوا بویل او د هغه میندواره مېرمن په ۲۰۱۲ کال د کابل لوېدیځ میدان وردګو ولایت کې د طالبانو له خوا وتښتول شول او بیا پاکستان ته ولېږدول شول.
دوی په پنځه کلن بند کې د حقاني شبکې په ولکه کې وو، چې درې بچیان یې هم زیږېدلي. درې بچیان یې د پنجشنبې په ورځ (تله ۲۰مه) له خپل مور او پلار سره د کاناډا تورنټو ته ورسېدل، خو د دوی په وینا، څلورم هغه یې چې لور وه، د برمته کوونکو له خوا ووژل شوه.








