سي ای اې: تښتول شوې کورنۍ پنځه کاله پاکستان کې ساتل شوې

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سي ای اې مشر.

د امریکا د څارګرې ادارې سي ای اې مشر وايي، تېره اونۍ موندل شوې امریکايي- کناډايي کورنۍ پنځه کاله پاکستان کې ساتل شوې ده.

په واشنګټن کې یوه اندیځ یا فکري مرکز ته وینا کې مایک پمپیو وویل:

"تېره اونۍ ښې پایلې ته ورسېدو، موږ څلور امریکایي وګړي وموندل، چې پنځه کاله پاکستان کې ساتل شوي و".

دا لومړی ځل دی چې یو امریکايي چارواکی په ډاګه وايي، موندل شوې کورنۍ پاکستان کې ساتل کېده.

دا کسان پر ۲۰۱۲ کال افغانستان کې تښتول شوي وو، د لومړنیو معلوماتو له مخې وسلوالو دا کسان پاکستان ته لېږدول، خو د امریکايي څارګرو د مرستې له مخې د پاکستان پوځ له ډیورنډ کرښې سره عملیات وکړل او دا کورنۍ یې خوشې کړه.

ر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا کورنی نږدې نهه ورځې مخکې وموندل شوه.

د پاکستان پوځ هم په یوه بیان کې ویلي چې قبایلي سیمې کورمې ایجنسۍ ته دا کسان تازه له افغانستان لېږدول شوي وو چې ویې ژغورل.

په ژغورل شویو کې کاناډايي مېړه جاشوا بویل، د هغه امریکايي مېرمن کېټلن کولمېن او د دوی درې بچیان دي.

د پاکستان پوځ دا هم ویل چې د امریکايي څارګرو پټ معلومات د منلو و، ځکه دوی عملیات وکړل او دا کسان یې خوشي کړل.

خو اوس د سي ای اې مشر وايي، دا کورنۍ پنځه کاله پاکستان کې ساتل شوې ده.

له دې مخکې یوه امریکايي چارواکي له نوموښودنې پرته ویلي و، دا سې شواهد نشته چې وښيي تښتول شوې کورنۍ په افغانستان کې ساتل کېده.

د اسامه په هکله نوي معلومات خپرول

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسامه د پاکستان په ایبټ اباد کې ووژل شو.

د سي ای اې مشر دا هم وویل چې امریکا به په څو رالونکو ورځو کې د پاکستان په ایبټ اباد کې د القاعده د مشر د وژلو په هکله د عملیاتو سندونه خپاره کړي.

د امریکا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۱ کال د مۍ پر ۲ د پاکستان د پلازمېنې په څو پنځوس کېلومترۍ کې او د یوې پوځي اډې په پنځه سوه مترۍ کې د القاعده پخوانی مشر اسامه په خپل کور کې وواژه.

د امریکا په دغو عملیاتو پسې د اسلام اباد او واشنګټن اړیکي بې خونده شول.

افغان طالبانو ته خبرداری

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

مایک پمپيو د افغانستان په هکله خبرو کې وویل، امریکا ټوله هڅه کوي چې وسلوال طالبان د سولې خبرو ته جرګه کړي.

د نوموړي په خبره، طالبان باید وپوهېږي چې د جګړې ډګر کې لوبه نشي ګټلی.

د امریکايي چارواکو دا څرګندونې په داسې مهال دي چې په دې وروستیو ورځو کې وسلوالو طالبانو په پکتیا، غزني او کندهار کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته سخته مرګ ژوبله واړوله.