د رویټرز خبریال دانش صدیقي په کندهار کې ووژل شو

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان سوېل ته د کندهار ولایت په سپین بولدک کې د رویټرز خبري اژانس عکاس خبریال دانش صدیقي د جمعې په ورځ ووژل شو.
د هند وګړی دانش صدیقي د رویټرز د هغو خبریالانو له ډلې و چې نړۍ کې د خبریالۍ یوه غوره جایزه پولیټزر یې هم ګټلې ده.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي بي بي سي ته وویل، ښاغلی صدیقي سهار اته بجې د سپین بولدک ولسوالۍ مرکز کې "د طالبانو د برید له امله ووژل شول."
ښاغلي احمدي د پيښې په اړه جزییات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې دغه خبریال د وسله والو مخالفینو په ډزو وژل شوی.
بل لور ته د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، له دوی سره د رویټرز دفتر یا هم خپله خبریال دانش د جګړې ډګر ته د تګ په اړه تماس نه دی نیولی او نه هم دامعلومه ده چي نوموړي څه رنګ او دچا په ډزو وژل شوی دی.
رویټرز خبري اژانس هم د یوه افغان قومندان له خولې وايي، افغان ځانګړي ځواکونه د سپین بولدک بازار د نیولو په حال و چې ښاغلی دانش او یو افغان افسر د طالبانو ډزو کې ووژل شول.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي صدیقي پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې.
د ارګ په اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي: ''د نوموړي او مطبوعاتو کورنۍ ته د تسلیت او غمشریکۍ مراتب وړاندې کوم او یوار بیا د بیان ازادۍ او د ازادو رسنیو او خبریالانو ساتنې ته د افغانستان دولت قاطع ژمنتیا څرګندوم. ''
رویټرز اژانس زیاتوي، د روانې اونۍ لومړیو کې دانش له افغان ځانګړو ځواکونو سره سپین بولدک ته لاړ چې د کمانډو ځواکونو او طالبانو جګړه رپوټ کړي.
رویټرز دا هم وايي، د سهار لومړیو کې د جګړې پر مهال صدیقي لاس ته ټپي شوی و او کله چې طالبانو د سپین بولدک له مرکز شاتګ کاوه، دی تر درملنې لاندې و.
دا اژانس د ځايي چارواکو له خولې وايي، له دې پېښې وروسته دانش پر رپوټ بوخت او له دوکاندرانو سره یې خبرې کولې چې طالبانو بیا برید وکړ.
خپلواکو رسنیو تراوسه د نوموړي د وژل کېدو د څرنګوالي په تړاو څه نه دي ویلي.
د رویټرز مشر مایکل فریدنبرګ او مسوول مدیر الساندرا ګالوني وايي، په دې هکله سملاسي نور مالومات ټولوي.
دوی دانش "مخکښ خبریال، مینه ناک مېړه او پلار او ډېر مهربان همکار" بولي او وايي، "دې سخته شېبه کې د نوموړي کورنۍ ته فکر وړي دي."
سهار افغان چارواکو د سپین بولدک د بیرته نیولو لپاره د عملیاتو پیلولو خبره وکړه.
طالبانو د جولای پر ۱۴ له بلوچستان سره پر پوله سپین بولدک بندر، وېش بازار او سپین بولدک ولسوالي ونیوه.
غبرګونونه

د عکس سرچینه، DIBYANGSHU SARKAR
د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله د خبریال دانش صدیقي په وژل کېدو خواشیني ښودلې ده.
د دې شورا اعلامیه کې راغلي، پر خبریالانو او ولسي وګړو بریدونه جنګي جنایت او د اسلامي او بشري اصولو خلاف کار دی.
په ډیلي کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي هم د دانش صدیقي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې. نوموړی وايي: ''تېره شپه په کندهار کې د یوه دوست دانش صدیقي د وژل کېدو خبر سخت خواشینی کړی یم. کله چې ترهګرو پر هغه برید وکړ، دی له افغان امنیتي ځواکونو سره و، ما ورسره دوې اونۍ مخکې کابل ته د ده د تګ پر وخت لیدلي وو. ''
دانش صدیقي د هند پلازمېنې ډیلي اوسېدونکی و او د همدې ښار په جامعه ملیه پوهنتون کې یې د ژورنالیزم لوړې زدکړې کړې وې. نوموړي له تېرو لسو کلونو راهیسې له رویټرز خبري اژانس سره دنده درلوده.
افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړې اداره یا نۍ هم د دانش صدیقي پر وژل کېدو خواشیني ښيي او له افغان حکومت غواړي چې د نوموړي وژل وڅېړي، چې مالومه شي دا خبریال د کومې ډلې له خوا ووژل شو.
د دې ادارې د اعلامیې له مخې دا څېړنې به مرسته وکړي چې د دې خبریال وژونکی مالوم او محکمې ته کش کړل شي.








