د ولسمشر پوتین مخالف سیاستوال الیکس نوالنې محاکمه بیا پیل شوه

نوالنې

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په یوه ویډیو لینک کې الیکس نوالنې دزندان په جامو کې لیدل کېږي

د روسیې اپوزېسیون زنداني مشر الیکس نوالنې محاکمې یو بل پړاو پلازمېنې مسکو ته نژدې هغه زندان کې دننه پیل شوی، چې کلک امنیت یې ساتل کېږي.

پر ښاغلي نوالنې د فساد تازه تورونه لګېدلي دي.

نوموړي د زهرو ورکولو له یوې پېښې وروسته نژدې یو کال کېږي چې په زندان کې ساتل کېږي.

نوموړی اوس د بند یوه دوه کلنه دوره تېروي.

د نوې محاکمې له مخې د نوموړي زندان سزا تر لسو کالو پورې اوږدېدای شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پر ښاغلي نوالنې د تازه لګېدلو تورونو په هکله 'شک ' څرګند کړی او په وینا یې ښاغلي نوالنې او ملګري یې 'پر رسمي فساد د رڼا اچولو له کبله په نښه شوي دي. '

ښاغلي نوالنې ته سایبریا کې زهر ورکړل شوي وو، او د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې هغه مهال ونیول شو چې د همدې زهرو درملنې لپاره د جرمني له سفره هېواد ته ستون شو.

په ورپسې میاشت کې نوموړي ته د ټګۍ برګۍ یوه قضیه کې د درې نیم کاله بند لغو شوې سزا له شرایطو د سر غړونې له کبله سزا ورکړل شوه.

ښاغلي نوالنې ادعا کوله چې دا سزا سیاسي انګېزه لري، خو تر څه مودې په کوما حالت کې و او و نه توانید شرایط پوره کړي.

په تازه محاکمه کې پر نوموړي تور پورې شوی چې د خپل سازمان لپاره یې د بسپنې څلور اعشاریه اووه میلیونه ډالر غلا کړي دي.

د روسیې قانون له مخې د داسې تورونو سزا تر لس کالو پورې بند کېدای شي. نوموړی پرې لګېدلي تورونه ردوي او محکمې ته په دې تړاو وویل: تاسې په هر صورت زما سزا اوږدول غواړئ، څه کولای شو؟ د یوه کس برخلیک پرتله د خلکو فعالیتونه ډېر مهم دي، زه نه ډارېږم. ''