د ولسمشر پوتین مخالف سیاستوال د نه خوړو اعتصاب او محاکمه

د عکس سرچینه، Court handout via Reuters
الیکسي نوالنې له زندانه د روسیې یوې محکمې کې داسې حال کې راڅرګند شو، چې د سر ویښته یې خریلي و، څېره یې له ګونځو ډکه وه او د خپل هېواد پر ولسمشر ولادیمر پوتین یې تور پورې کړ، چې هڅه کوي پر روسیې 'د تل لپاره ' واک وچلوي او 'یوازې په واکمنۍ پورې د نښتو ' په هکله فکر کوي.
پر ولسمشر پوتین د سختو نیوکو له کبله د نوموړي دوه نیمه کاله زندانه سزا له پیله راهیسې د روسیې اپوزېیسیون دغه سیاستوال لومړی ځل عام محضر کې ولیدل شو.
ښاغلي نوالنې د ویډیو لینک له لارې داسې حال کې محکمې ته غږیده، چې د خپلې درملنې په تړاو یې د نه خوړو ۲۴ ساعته اعتصاب له کبله د زندان کالي له ورایه ښکاریدل چې بدن پورې یې ځوړند دي، خو لهجه یې د تل په څېر پیاوړې وه.
نوموړي وویل ولسمشر پوتین ''یو داسې پاچا ته ورته و، چې کالي یې نه درلودروسیان یې لوټل '' او له ښه راتلونکي یې محروم کړل.
د نوموړي په خبره د روسیانو حالت ''غلامۍ ته واوړول شو '' قاضي د ښاغلي نوالنې هغه استناف غوښتنه رد کړه، چې د دویمې نړیوالې جګړې د هغه یوه روسي اتل سپکاوي په تور پرې لګول شوې وه، چې د کریمیلن په پلویتوب یوه ویډیو کې څرګند شوی و.
داسې حال کې چې ښاغلی نوالنې محکمې ته غږیده، په مسکو کې یوې بله محکمه کې د څارنوالانو پر هغه غوښتنلیک غور کېده چې د ''د سخت دریځۍ '' په تور یې د نوموړي پر ټولو تنظیمونو د بندیز لګولو غوښتنه پکې کړې.

د عکس سرچینه، Reuters
بل لور ته د ښاغلي نوالنې نژدې کس لیوند ولکووف د محکمې پرېکړه د وړاندوینې وړ وبلله او په وینا یې د ملاتړو او کارکوونکو د نیول کېدو له وېرې یې تر درې درزنو پورې د ''نوالنې مرکزونه '' خوشي کړي دي.
دغه دفترونه ۲۰۱۷ کال کې د نوالنې هغو هڅو لړ کې چمتو شوي وو، چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې ښاغلی پوتین وننګوي، خو په هغو سیالیو کې د الیکسي نوالنې د برخه اخیستو مخه نیول شوې وه.
د دوشنبې پر ورځ مسکو څارنوالانو د محکمې له پرېکړې مخکې د دې دفترونو ټول فعالیتونه لغو کړل او د فساد پر ضد د نوالنې تنظیم 'ایف بي کي ' پر فعالیتونو هم بندیزونه لګېدلي.









