د ولسمشر پوتین مخالف سیاستوال ته "زهر ورکړل شوي"

نوالني

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، الیکسي نوالني د ولسمشر پوتین یو سخت مخالف بلل کېږي

په روسیه کې د ولسمشر ولادمیر پوتین یو سخت مخالف سیاستوال الېکسي نوالني‌ د بې هوښۍ په حالت کې په روغتون کې بستر دی. د ښاغلي نوالني ویانده وایي، نوموړي ته زهر ورکړل شوي دي.

۴۴ کلن الیکسي نوالني په روسیه کې د فساد پر ضد د خپل کمپاین له کبله مشهور دی او د ولسمشر پوتین پر حکومت سختې نیوکې کوي.‌

ویانده یې کیرا یارمېش وایي،‌ ښاغلی نوالني د هوایي سفر پر وخت په الوتکه کې ناروغه شو او له همدې کبله الوتکې په اومسک ښار کې بېړنۍ ناسته وکړه.

نوموړې وایي، ښاغلي نوالني‌ په الوتکه کې یوازې یوه پیاله چای څښلی و،‌ او دوی شک لري چې په هماغه چای کې زهر ورکړل شوي‌ دي.‌

خو د اومسک ښار د بېړنیو پېښو روغتون یوه مرستیال مشر ویلي، تر اوسه دوی په کره توګه نشي‌ ویلی چې ایا الیکسي نوالني ته زهر ورکړل شوي‌ که بل څه شوي.‌

د روغتون چارواکي ویلي، د الیکسي نوالني وضعیت د اوس لپاره ښه دی، خو جدي ناروغ دی.‌

خو ویانده یې وایي،‌ ډاکټرانو په پیل کې سپینه خبره کوله، خو اوس مالومات نه شریکوي او د معایناتو پایلې هم په بېلا بېلو پلمو ځنډوي.

اغلې یارمېش وایي، روغتون کې اوس په ګڼ‌ شمېر کې پولیس او نور امنیتي کسان راټول شوي‌ دي.‌

په تېره جون میاشتې نوموړي پر هغه ټولپوښتنه سختې نیوکې وکړې چې ولسمشر ولادمیر پوتین ته یې د دوو نورو دورو لپاره د ولسمشر پاتې کېدو لار هواره کړه.‌

هغه مهال ښاغلي نوالني وویل،‌ دا ټولپوښتنه یوه کودتا او له اساسي قانون سرغړونه ده.‌

الیکسي نوالني څوک دی؟

The emergency hospital in Omsk where Mr Navalny is being treated

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، الیکسي نوالني د اومسک ښار په روغتون کې بستر شوی

الیکسي نوالني‌ په روسیه کې د اداري فساد پر ضد پراخ کمپاین چلوي او له همدې کبله مشهور دی.‌

نوموړی د ولسمشر ولادمیر پوتین ګوند (متحده روسیه) "د غلو ډله" بولي، او د خپل کمپاین له کبله څو څو ځله زنداني شوی هم دی.‌

په ۲۰۱۱ کال کې نوموړي د ولسمشر پوتین پر ګوند نیوکې وکړې چې په پارلماني ټاکنو کې یې درغلۍ کړې وې،‌ او له کبله یې پنځلس ورځې زنداني شو.‌

په ۲۰۱۳ کال کې دی پخپله د فساد په تور ونیول شو او زنداني‌ شو،‌ خو ټینګار یې کاوه چې پر ضد یې قضیه سیاسي ده.

الیکسي نوالني هڅه وکړه چې د ۲۰۱۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند شي، خو له دې کبله یې نوماندي رد شوه چې د فساد قضیه یې درلوده.‌