د ولسمشر پوتین مخالف سیاستوال "جرمني ته د درملنې لپاره لېږدول کېدای شي"

د عکس سرچینه، Reuters
هغو روسي ډاکترانو چې پر کریملین د نیوکه کوونکي سیاستوال الکسي نوالني درملنه کوي، اوس منلې چې نوموړی د درملنې لپاره جرمني ته لېږدول کېدای شي.
ښاغلی نوالني پرون 'پنجشنبه ' د هوايي سفر بهیر کې ناروغ شو او له هغه راهیسې په کوما حالت کې دي.
د سابیریا اومسک ښار روغتون ډاکترانو مخکې ټینګار کاوه، چې د سخت روغتیايي حالت له کبله نوموړی بهر ته د لېږدولو جوګه نه دی.
د ښاغلي نوالني پلویان ګومان کوي، نوموړي ته زهر ورکړل شوي او پر چارواکو د یوه جرم پټولو تور پورې کوي. په طبي الاتو یوه سمبال الوتکه چمتو ده، چې ښاغلی نوالني جرمني ته ولېږدوي.
رپوټونو کې ویل شوي، ښايي په څو راتلونکو ساعتونو کې ښاغلی نوالني له هېواده وایستل شي.
د انټرفاکس خبري اژانس په رپوټ کې ډاکتر اناتولي کالینیچکوف له قوله ویل شوي:
''د ناروغ حالت کې ثبات راغلی او اوس موږ داسې وضعیت کې یو چې د خپلوانو له لوري یې بل چېرې کومې طبي مرکز ته د لېږدولو پر غوښتنه هېڅ اعتراض نه لرو. ''
مخکې د ښاغلي نوالني پلویانو د یوه رپوټ یادوونه کوله، چې 'مرګوني مادې ' پکې یاده شوې او په وینا یې نه یوازې د ښاغلي نوالني لپاره خطرناکه ده، بلکې د شاوخوا کسانو لپاره هم خطرناکه کېدای شي.
خو بل لور ته یوه ډاکتر ویلي، په معایناتو کې هېڅ زهر نه دي لیدل شوي.
۴۴ کلن الیکسي نوالني په روسیه کې د فساد پر ضد د خپل کمپاین له کبله مشهور دی او د ولسمشر پوتین پر حکومت سختې نیوکې کوي.
د نوموړي ټیم غړي ګومان کوي، د تومسک ښار په هوايي ډګر کې د نوموړي څښاک په کافي کې زهرجنه ماده اچول شوې وه.
فعالانو له جرمني نه د درملنې لپاره برلین ته د نوموړي لېږدولو لپاره یوه الوتکه استولې ده.
د سایبریا په اومسک روغتون کې چې د ښاغلي نوالني درملنه پکې کېږي، سر طبیب ډاکتر مخکې وویل، روغتیايي وضعیت یې یو څه ښه شوی دی، خو لا هم بې ثباته دی.

د عکس سرچینه، EPA
د ډاکتر الکساندر موراخوسکي په وینا، د ښاغلي نوالنې له لېږدولو مخکې باید قانوني پړاوونه بشپړ شي.
خو د ښاغلي نوالني ټیم کسانو په خبره په روغتون کې د نوموړي پاتې کېدل به 'مرګوني ' چاره وي.
د ښاغلي نوالني ویاندې کیرا یارمېش پر ټویټر لیکلي و:
''د ښاغلي نوالني پر لېږدولو بندیز به د هغه پر ژوند د برید په مانا وي. ''
الیکسي نوالني په روسیه کې د اداري فساد پر ضد پراخ کمپاین چلوي او له همدې کبله مشهور دی.
نوموړی د ولسمشر ولادمیر پوتین ګوند (متحده روسیه) "د غلو ډله" بولي، او د خپل کمپاین له کبله څو څو ځله زنداني شوی هم دی.
په ۲۰۱۱ کال کې نوموړي د ولسمشر پوتین پر ګوند نیوکې وکړې چې په پارلماني ټاکنو کې یې درغلۍ کړې وې، او له کبله یې پنځلس ورځې زنداني شو.
په ۲۰۱۳ کال کې دی پخپله د فساد په تور ونیول شو او زنداني شو، خو ټینګار یې کاوه چې پر ضد یې قضیه سیاسي ده.
الیکسي نوالني هڅه وکړه چې د ۲۰۱۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند شي، خو له دې کبله یې نوماندي رد شوه چې د فساد قضیه یې درلوده.










