مسکان خان چې په هند کې د حجاب پر سر د راپورته شوي کړکېچ پېژندګلوۍ په څېره بدله شوه

Muskaan Khan
    • Author, عمران قریشي
    • دنده, بي بي سي

مسکان خان په غیر ارادي توګه د هغو هندیو مسلمانو ښځو د استازولۍ په څېره بدله شوې، چې په خپل هېواد کې د حجاب موضوع پر سر راپورته شویو ناندریو کې مبارزه کوي.

په یوه ویډیويي کلیپ کې چې پر خواله رسنیو خورا ډېر لاس پر لاس شوی، مسکان خان داسې حال کې لیدل کېږي چې د ګڼ شمېر کسانو په شتون کې پوهنځي ته ننوځي.

هلته ولاړ ځوانانو زعفراني رنګه څادرونه پر اوږو کړي، چې له هندو مذهب او سخت دریځو هندوانو ډلو سره اړوند بلل کېږي.

دا کسان پوهنځي ته د مسکان خان له ننوتو سره سم د 'جې شري رام '' یا د ''رام بریا '' شعارونه ورکوي.

په داسې حال کې چې دا کسان پرلپسې د مسکان خان پر وړاندې شعار تکراروي، دا ځای پر ځای درېږي او ''الله اکبر '' ناره تکراروي.

په همدې وخت کې د پوهنځي مسوولین دا تر ودانۍ پورې بدرګه کوي.

مسکان خان د کرناټکا ایالت له ماندیا ښاره چې دا ویډیويي کلیپ پکې ثبت شوی، بي بي سي ته وویل:

''زه یوازې دا غواړم چې د خپلو حقونو او زدکړو لپاره ودرېږم او غوښتنه یې وکړم. زه له دې سره هېڅ ستونځه نه لرم، چې دوی څه اغوندي. ''

نوموړې وايي، خلک کولای شي چې پوهنځي کې زعفراني څادرونه واغوندي یا پټکي پر سر کړي، کټ مټ هغسې چې دې حجاب کړی.

Students at a college in Byndoor

د عکس سرچینه، Umesh Marpally

د عکس تشریح، کرناټکا ایالت کې ګڼ شمېر هندو محصلین له زعفراني څادرنو سره تعلیمي ادارو ته ځي.

هند کې د مسکان خان په څېر میلیونونه مسلمانې ښځې حجاب کوي یا بورکې اغوندې، خو دا وروستیو کې دا موضوع ناندریزه شوې ده.

دا ناندرۍ هغه مهال پیل شوې، چې د کرناټکا ایالت یوه لیسه کې شپږ مسلمانو نجونو په ټولګۍ کې پر حجاب د بندیز خلاف احتجاج وکړ.

لیسې منتظمین وايي، نجونې کولای شي په ودانۍ کې دننه حجاب وکړي، خو په ټولګي کې به بې حجاب کېني.

دا موضوع هغه وخت لا پسې پراخه شوه، چې ځينې نورو ښوونځیو هم ورته بندیزونه ولګول او توکمپالو هندوانو د دې بندیز ملاتړ په موخه غونډې او لاریونونه وکړل.

د همدې غونډو او لاریونونو په منځ کې د تاوتریخوالي له پېښو وروسته ایالتي چارواکو ځايي ښوونځي او پوهنځي وتړل او د سې شنبې پر ورځ د ایالت عالي محکمې د دې موضوع قضیې څېړنه پیل کړه.

په ورته مهال د تعلیمي ادارو ګڼ شمېر هندو محصلینو او زدکوونکو زعفراني رنګه شالونه اغوستي او د ډلو په بڼه ګرځي.

Students at Kundapur government PU college

د عکس سرچینه، Umesh Marpally

د عکس تشریح، تېره اونۍ یوه ویډیو خپره شوه چې د یوه ځايي پوهنځي مخې ته په حجاب کې ولاړې نجونې پکې لیدل کېږي.

مسکان خان چې د یوه ځايي سوداګر لور ده وايي، د دې قضیه کې هلته ولاړ کسان ''پردي '' وو او د پوهنځي محصلین یا د دې ټولګیوال پکې نه وو.

دا وايي کله چې پوهنځي ته ورسېده هلته یې په بورکه کې درې، څلور محصلینې ولیدې چې ودانۍ ته د ننوتو مخه یې نیول شوې وه او د همدې زعفراني رنګه څادرونو درې، څلور هلکانو ودانۍ ته د دې ننوتلو مخه نیولو هڅه هم وکړه.

دا وايي: ''دوی خپل څادرونه رپول، جې شري رام شعارونه یې تکرارول، له مایې وغوښتل چې حجاب لېرې کړم، هله به ودانۍ ته د ننوتلو اجازه راکوي، دوی وګواښلم. ''

نوموړې وايي، همالته یې د مقاومت پرېکړه وکړه:

''دېرش، څلوېښت کسان مې په شاوخوا کې راټول شول، شعار یې تکراراوه، یو ځل بیا یې ګواښ وکړ چې تر څو مې حجاب نه وي لېرې کړی، ودانۍ ته مې نه پرېږدي، هو! د الله اکبر ناره مې وکړه، کله چې زه له وېرې سره مخ شم، الله (ج) یادوم، دې سره مې قوت زیاتېږي. ''

نوموړې وايي، په همدې مهال د پوهنځي مسوولین راغلل او تر ودانۍ پورې یې بدرګه کړم.

مسکان خان وايي، د خواله رسنیو کارنو مننه کوي چې دا یې ستایلې ده:

''دوی ډېره ونازولم، منندویه یې یم. ''

نوموړې زیاتوي، ''د هندوانو او مسلمانو تر منځ پر تبعیض باور نه لرم، خو دې هلکانو زما د تعلیم مخه نیوله او زه یوازې د خپل حق لپاره درېږم. ''