هند کې د حجاب پر موضوع د ناندریو له کبله ایالتي ښوونځي تړل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
نوبل جایزه ګټونکې ملالې یوسفزۍ د هغو شپږ هندیو نجونو د ملاتړ غږ پورته کړی، چې غواړي له حجاب سره په ټولګي کې د کېناستو اجازه ورکړل شي.
د هند کرناټک ایالت دا محصلینې له څو اونیو راهیسې په خپل پوهنځي کې پر حجاب د بندیز پر ضد احتجاج کوي او ملالې یوسفزۍ دا بندیز 'بوږنوونکی ' بللی.
د دې بندیز له کبله په کرناټک ایالت کې د فرقه ییز تاوتریخوالي پېښو رپوټونه ورکړل شوي دي او له همدې کبله تر درې ورځو پور د ایالت ښوونځي تړل شوي دي.
په هند کې د دې موضوع پر سر ناندرۍ راپورته شوې او د کرناټک ایالت تر اعلی محکمې پورې رسېدلې ده.
یوې محصلې اعلی محکمې ته عریضه کې ویلي چې د هند اساسي قانون له مخې یې د مذهبي ازادۍ لړ کې حجاب کول حق دی.
بل لور ملالې یوسفزۍ چې په ۱۵ کلنۍ کې د نجونو زدکړو حق غوښتنې له کبله پرې طالبانو په سوات کې برید وکړ، له هندي مشرانو غوښتي چې ''د مسلمانو ښځو څنډې ته کول پرېږدي. ''

د عکس سرچینه، Umesh Marpally
۲۴ کلنې ملالې په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:
''په حجاب کې تعلیمي ادارو ته د نجونو تګ مخنیو بوږنوونکې (چاره) ده. پر ښځو د لږ یا ډېرو کالیو اغوستو له کبله د اعتراض لړۍ روانه ده. ''
دې هندیو پېغلو له هغه وروسته احتجاج پیل کړ، چې د پوهنځي انتظامیې په ټولګي کې د حجاب له کاروولو منع کړې.
دا ناندرۍ د ایالت نورو سیمو ته هم وغځېدې او تېره اونۍ په یوه ویډیويي کليپ کې د حجابي ښځو پر وړاندې د یوه بل پوهنځي تړل شوې دروازې هم ولیدل شوې، چې له کبله یې احتجاجونه هم شوي.
بل لور هندو سخت دریځې ډلې بیا د دې بندیز ملاتړ لپاره هم راوتلې.
د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د دواړو لوریو تر منځ د سې شنبې پر ورځ د اخ و ډب پېښې هم شوې، چې ځینې کسان پکې ټپیان شوي هم دي. د ایالت اعلی وزیر بسوراج بومايي تر دریو ورځو پورې د تعلیمي ادارو تړلو اعلان تر څنګ له (زدکوونکو، محصلینو، استادانو او له ټولو کرناټک اوسېدونکو دارامۍ او یو موټیوالي) غوښتنه کړې.









