امریکا د چین او تایوان تر منځ تاوتریخوالي ته ''ژوره اندېښنه لري''

د امریکا ملي امنیت سلاکار جک سولیوان وايي، هېواد یې د تایوان تنګي کې د هغو کړنو له کبله 'خورا اندېښمن دی ' چې د سیمې امنیت ګډوډوي.

د نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راځي، چې چینايي چارواکو د زور څرګندولو په توګه څلور ورځې پرلپسې د تایوان هوايي دفاعي زون ته ګڼ شمېر جنګي الوتکې واستولې.

تایوان ځان یو خپلواک دولت بولي، خو چین یې د خپلې خاورې بېله شوې برخه بولي.

له نوموړي پوښتنه وشوه، چې ایا له افغانستانه وتلو وروسته امریکا د زور کاروولو ته تمایل نه لري؟

ښاغلي سولیوان وویل، دا یوه 'ستره تېروتنه ده، چې له هغه بحرانه درسونه ترسیم شي. ' ښاغلي سولیوان زیاته کړه:

''د دې ویلو هڅه کول چې له افغانستانه راوتل یوه بل هېواد ته په بله سیمه کې د امریکا د ژمنو په هکله څه وايي، یوه لویه تېروتنه ده. ''

نوموړی وايي، چین د نړۍ په هکله په سختۍ سره له خپله دریځه دفاع کوي او امریکا پر ځان لازمه بولي چې ''له متحدینو او ملګرو سره پرېکنده وښيي چې موږ چېرې ولاړ یو، چې د خپلو ملګرو لپاره ودرېږو، چې د خپلو ګټو لپاره ودرېږو... او زموږ نیت د همداسې کولو دی. ''

په ۱۹۴۹ کال واک ته د کمونیستانو له رسېدو وروسته تایوان له چین ګوښی شو.

ماهرین خبرداری ورکوي چین کې داسې اندېښنه په ډېرېدو ده، چې تایوان رسماً د خپلواکۍ اعلان ته نژدې کېږي او بیجینګ غواړي د تایوان ولسمشر څای اینګ وین له دې چارې وګرځوي.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چینايي سیال یې شي جین پینګ ژمنه کړه، چې ''تایوان هوکړې '' ته به ژمن پاتې شي.

داسې ښکاري چې د نوموړي اشاره د واشنګټن اوږدمهاله 'یو چین ' پالیسۍ ته ده، چې له مخې یې امریکا د تایوان پر ځای چین په رسمیت پېژني.